ژباړن: حمیدالله حمیدي
مور هله خوشاله وي، چې اولادونه یې خوشاله وي. مور د خپلو اولادونو لپاره ژوند کوي، ساه باسي او خپل ټول ژوند یې د دوی له ژونده قربان کړی وي. د مور لپاره په نړۍ کې تر ټولو لویه خوښي دا ده چې، اولاد یې په هر څه کې بریالی وي او تر ټولو د خفګان خبره ورته بیا داده، چې د اولاد ناکامي یې ګوري، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د مور مینه له خپل اولاد سره برخلیک ټاکونکې ده. څنګه کولای شئ ښه مور شئ او خپلو اولادونو ته پوره مینه ورکړئ، تر څو د هغوی ژوند هم د بریا پر لور بوزئ؟! دې لپاره چې ښه مور وی لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.
۱- د اولادونو له مثبتو غوښتنو مو ملاتړ وکړئ:
د خپلو اولادونو د مثبتو غوښتنو په مخ کې خنډ مه ګرځئ، د غوښتنو په لاسته راوړلو کې یې پوره پوره مرسته وکړئ، ترڅو لاسته یې راوړي او په خپل نفس اعتماد پیداکړي.
که مو اولاد غواړي، چې ډاکټر یا انجینیر نه شي مه خفه کیږئ او مه ورته غوسه کېږئ؛ ځکه دا د دوی په ژوند پورې تړلې خبره ده پرېږدئ، چې په ځینو مسایلو کې په خپله پرېکړه وکړئ.
کوښښ وکړئ د ځان او خپلو اولادونو ترمنځ طبعي توپیرونه پیدا کړئ، هڅه وکړې په وړو شیانو ور سره ځان مه بندوئ.
کېدای شي هغه کارونه، چې ستاسو زوی یا لور یې کوي تاسو نه وي تر سره کړي، دا هر څه په دوی پورې اړوند دي خو هېره مو نه وي، چې ستاسو شتون ور سره د دې کارونو په سرته رسولو کې تر ټولو اړین دی. د بېلګې په توګه هغه ښوونځی، چې تاسو ورته د درس ویلو لپاره ټاکلی او یا هم هغه خونه، چې دوی پکې ژوند کوي.
۲- حوصله ولرئ:
کېدای شي کله کله د خپلو اولادونو له کړنو ناراضه شئ، کوښښ وکړئ، چې خپله غوسه تر کنټرول لاندې راولئ، خپل خفګان مو له هغوی سره شریک کړئ او په ډیره نرمه لهجه یې ورته د هغه کار یادونه وکړئ، چې تاسو پرې خوابدي یئ.
۳- په خلاص لاس ورته مصرف وکړئ:
درسته خبره ده، چې پیسې باید بې ځایه ونه لګول شي، خو د خپلو اولادونو هرې غوښتنې ته مو ډیر زر دا جمله مه وایئ ( نه یې لرم) تاسو به دې دې هڅه کوئ، چې د دې پر ځای چې د اولادونو د هرې مالي غوښتنې پر ځای باید پیسې وسپمول شي، خو دا کار د دې لامل ګرځي چې تاسو مو د خپلو اولادونو په ذهن کې د یوې بخیلې مور په حیث ځای نیسئ. هڅه وکړئ بې له دې، چې دوی یې غوښتنه وکړئ وړې ډالۍ ورته واخلئ، بازار ته یې د خپلې خوښې رسټورانټ ته بوزئ او خوشاله یې وساتئ.
۴- خپلو اولادونو ته مو وخت ولرئ:
اولادونو ته مو داسې احساس ورکړئ، چې تل یې په څنګ یئ او د خبرو اورېدلو لپاره یې وخت لرئ. کوښښ وکړئ د خپلو اولادونو خبرو ته په پوره دقت غوږ ونیسئ او ښه اورېدونکي اوسئ. خپلو اولادونو ته داسې احساس ورکړئ، چې تاسو یوازنۍ څوک یئ، چې دوی درته د خپل زړه خبرې کولای شي.
۵- خپلې تېروتنې مو ومنئ
کېدای شې سخته وي، خو ښه ده، چې د اولادونو پر وړاندې مو خپلې تېروتنې ومنئ، بښنه ترې و غواړئ. دا کړنه مو اولادونو ته ور زده کوي، چې تېروتنه یوه طبعې پېښه ده خو بښنه غوښتل بیا تر هغې ډیر مهمه او اړینه خبره ده. په دې وخت کې خپله ټوله ارامي حس کړئ، وروسته ورته و وایئ، چې ( له ما څخه تېروتنه وشوه بښنه غواړم) له هغې وروسته ورته د خپلې تېر وتنې علت واضح کړئ تر څو همدا څه له تاسو څخه په پوره ډول زده کړي.
۶- د خپلو اولادونو مینې ته مو درناوی وکړئ:
که مو اولادونه له خپل (بابا) او یا (نیا) سره تر تاسو ډیره مینه کوي، په مخ کې یې خنډ مه ګرځۍ او نیوکه مه پرې کوئ.
۷- که مو له خپلو اولادونو سره مینه ونه کړه، پوه شئ، چې د هغوی لپاره مو هېڅ هم نه دي کړي، دا هم باید ومنئ څمره، چې له هغوی سره مینه کوئ هومره مینې ترې وینئ او دا مینه به همداسې دوام کوي. نو له خپلو اولادونو سره مو مینه وکړئ تر څو مینه ترې و وینئ.
۸- له خپلو اولادونو سره مو د احساس له مخې رفتار وکړئ
د بېلګې د خپلو اولادونو په غېږ کې نیول، ښکولول، هغوی ته سهار په خیر ویل، شپه په خیر ویل، په څنګ کې یې کېناستل که مو ماشوم وړوکی وي هغوی په خپلو پښو کېنول، که لږ څه لوی وي د هغوی د هیلو پوښتل د دوی لپاره تر پاچاهۍ هم لوړه خبره ده نو څمره هم، چې کولای شئ له خپلو اولادونوسره مینه وکړئ.
You also might be interested in
لیکوال: روتن رید ژباړه: شفیق امیرزی تاسې پوهېږئ چې ولې[...]
ژباړه: شفیق امیرزی امریکايي سوادګر د د یوه مکسیکويي کلي[...]
ژباړن: حمیدالله حمیدي په اروا پوهنه کې قانون دی، چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی