لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
په پام کې ده چې د آسیا زړه د کنفرانس د بهیر پنځمه غونډه د ۲۰۱۵ کال د دېسمبر په ۸ مه او ۹ مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان په مشرۍ جوړه شي او په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني د افغان پلاوي مشري وکړي. د دې کنفرانس اصلي موخه په سیمه کې د امنیتي، پراختیایي او ټولنیزو مسایلو څېړل، د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پراختیا، د موجودو ګواښونو په وړاندې د ګډې مبارزې څېړنه، او د هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته کول دي. باید وویل شي چې د آسیا زړه کنفرانس ۱۴ اصلي او یو شمېر همکار غړي لري چې د دې کنفرانس په غونډو کې د مېلمنو په توګه برخه اخلي. همدارنګه تر ۳۰ پورې نړیوال او سیمه ییز سازمانونه هم د آسیا زړه په غونډو کې برخه اخلي. د آسیا زړه د کنفرانس اصلي غړي له افغانستان، آذربایجان، چین، هندوستان، اېران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، د روسیې فدراسیون، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، عربي متحده اماراتو څخه عبارت دي. دغه راز آسترالیا، کاناډا، مصر، فلنډ، فرانسه، عراق، آلمان، اېټالیا، جاپان، پولینډ، ناروې، هسپانیه، سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات یې همکار هېوادونه دي. د دې کنفرانس په غونډو کې د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، ایکو، د اروپا د امنیتي همکاریو، ناټو، شانګهای، سارک او اروپايي ټولنې سازمانونه هم برخه اخلي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار ښاغلي سرتاج عزیز په خپلو تازه څرګندونو کې د همدې کنفرانس د اجنډا په هکله ویلي دي چې د افغانستان د مسایلو څېړل به یې د اجنډا په راس کې قرار و لري او د دې کنفرانس په ترځ کې به د اړوندو مسایلو د څېړلو په موخه د کنفرانس د ګډونوالو له خوا ۶ کاري ډلې جوړېږي او په دغو موضوعاتو به بحث کوي:
۱.امنیتي ګواښونه،
۲.د بیړنیو حالاتو مدېریت،
۳.د افغانستان امنیتي او پرمختیايي چارې،
ښاغلي سرتاج عزیز همدا راز ویلي دي چې د دې کنفرانس په څنډو کې به د افغانستان د سولې په موضوعاتو هم د چارواکو له لوري خبرې کېږي او د همدې کنفرانس لپاره د ۳۲ هېوادونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده.
باید وویل شي چې افغانستان کولای شي له دغه ډول کنفرانسونو څخه د خپل هېواد په ګټه کار واخلي او نړیوالو ته څرګنده کړي چې افغانستان له څو اړخونو څخه یو مهم هېواد دی لکه:
۱.سوله ییز او د ثبات درلودونکی افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ او په ځانګړې توګه د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ د اتصال ښه نقطه ده. افغانستان کولای شي چې له همدې لارې د آسیا او اروپا تر منځ د اړیکو یوه پياوړې لړۍ رامنځته کړي.
۲.سوله ییز افغانستان د خپل ستراتیجیک موقعیت په درلودلو سره کولای شي چې د ټولې سیمې لپاره د امنیت په سرچینه بدل شي.
۳.افغانستان د ورېښمو د لارې څخه کولای شي چې د نړۍ د هېوادونو تر منځ ترانزیتي او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او په دې لاره کې تاریخي رول څرګند کړي.
۴.له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د انرژۍ د انتقال تر ټولو ښه، لنډه او اقتصادي لاره افغانستان دی او داسې نور.
د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د آسیا زړه کنفرانس ـ د استانبول بهیر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې د ترکیې د استانبول په ښار کې پیل شو، دویمه ناسته یې په ۲۰۱۲ زېږدیزکال د افغانستان په پلازمېنه کابل، دریمه ناسته یې په ۲۰۱۳ مېلادي کال د قزاقستان په الماتا او څلورمه ناسته یې په ۲۰۱۴ کال د چین په پلازمېنه پېکنګ کې ترسره شوه.
You also might be interested in
سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه کتاب چاپ شو په عمر[...]
راټولونکی : سحرګل سحر د ټلیفون تعریف : ټلیفون داسي[...]
ليکنه: محب الله آرمل د جګړو، ناامنيو، اقتصادي فقر، بې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی