لیکنه: ګل رحمن رحماني
ته ولې هره ورځ ما دې ته مجبوروې، چې ستا په فطري ښکلا اقرار وکړم، ستا د ښکلا د ستاينې لپاره زما هر شعر هغه ماشوم ته ورته دی، چې نوی په خبرو راشي، خو څوک نه شي پوهولی.
ایا زما د رنګ الوتې بڼه او ستا پر وړاندې چوپه خوله ستا د ښکلا پر عظمت یو ډول اقرار نه دی؟ ستا ښکلا خو د سمندر پر غاړه د سهار راختلي لمر ته ورته ده، چې د هر چا سترګې برېښوي. ددغه لمر نه که څوک مخ واړوي، نو د سمندر په څپو د وړانګو انعکاس بیا هم د هغه سترګې ښکلوي، زه بیا هم درته وایم، چې ستا د ښکلا لهستایلو نه عاجز یم.
زما یوازینۍ هیله داده، چې یوه ورځ مې ستا د ښکلا ځلانده وړانګې د یوې مهربانه مور په څېر لکه یو بې نوا ماشوم په غېږ کې ونیسي او اروا مې په رنګینو ګلپاڼو کې د وږمې په څېر ونغاړي، ګوندې وي، چې ستا دغه لطف ما د ابدیت پر نغمه نازوي او هلته مې په خواږه خوب اوده کړي.