ليکنه: محمداکبر نيازی
ابرهه د حبشې د پاچا له خوا د يمن يو ټاکل شوی حاکم و چې د خپل ظلم له مخې د يمن کوچنيانو هم پېژنده نوموړی چې کله د يمن حاکم شو نو ليدل يې چې کعبې ته ګڼ شمېر مسلمانان د عبادت لپاره راځي نو دې ظالم شخص دا نه شو زغملی هماغه وو چې خپلو کسانو ته يې د کعبې ورانولو او د يو ښکلې او مجهزې کليسا د جوړولو امر ترڅو له کعبې څخه د مسلمانانو پام د دې کليسا په لور راواړوي خو مسلمانان د ده په کړنو ونه غولېدل او خپل عبادت ته يې د پخوا په څېر دوام ورکړ هماغه وو چې د کعبې د ورانولو لپاره يې چمتوالی ونيوو او له خپلو کسانو سره په فيلانو سپاره راغلل په دې وخت د کعبې خدمتګار د محمد ص پلار عبدالمطلب وو هغه مسلمانانو ته امر وکړ چې تاسو د خپل ځان ساتنه وکړئ او کعبه د خدای کور او هغه يې پخپله ساتنه کولی شي هماغه وو چې څښتن تعالی دغه ظالم لښکر د کوچنيو مارغانو( توتکۍ) په وسيله له منځه يوړ.
اوس همدا پېښې تور پنجاب را اخيستي چې په بيلابيلو نومونو انسان وژني انسانان د انسانانو د وژنې لپاره روزي، او په نړۍ کې د همدې انسان وژونکو د ستر روزنځای په نام مشهور هيواد دی. پنجاب تل د انسان او مسلمان په وژلو وخت نا وخت فتوې ورکړي او په افغانستان کې يې د انسان وژل وخت ناوخت روا ګڼلي، اوسمهال پنجاب د داسې مفتيانو ستر مرکز ګرځېدلی چې د ورځې په خلکو فتوې ورکوې او شپې د هرامنډيي له ډمو سره تېروي دوی تل په افغانستان هر ډول جګړې ته جهاد نوم ورکړی او افغان وژونکو ته يې د مجاهدينو خطاب کړی دی، دوی تل افغانستان ته د يو اشغال شوي هيواد په سترګه کتلي خو د خپل ځان او تاريخ په اړه يې هيڅ فکر نه دی کړی، دوی تل افغانان کافران ګڼلي خو خپلو عقيدو ته يې د نخود دانې په اندزه هم پام نه دی کړی، د پنجاب مفتيان په ښکاره له ډمو سره سيلفي ويډيوګانې ډکوي، په کاليجونو کې د انګريز د فرهنګ تر چتر لاندې زده کړې کوي خو دلته يې بيا تل د انجونو ښوونځي سوځولي او دهغوۍ زده کړې يې له اسلامي چوکاټ څخه بهر ګڼلي په دې ټولو سره سره دوی تل د جهاد نارې وهي، دوی تل د اسلام ساتنې چيغې وهلي خو څو ورځې وړاندې دوی پخپله دا ثابته کړه چې دوی په اصل کې مسلمانان او اسلام ساتونکي نه بلکې د ابرهه په څېر د اسلام مخالفين او دوښمان دي، او پخپلو کړنو کې يې ځانونه له ابرهه سره مشابه کړي دي چې دا کړنې پخپله خلکو ته د ابرهه تاريخ ورپه يادوي.
د همدې مفتيانو د فتوو له کبله اوس مهال غربيان اسلام ته د يو دين په سترګه نه بلکې د يوې وحشي تګلارې او پيروانو ته د انسانانو په سترګه نه بلکې د څېرونکو وحشي ځنارو په سترګه ګوري دوی اوس په عقيده دي چې په نړۍ کې ټولې بدمرغۍ د مسلمانانو له خوا رامنځته کيږي همدا راز دوی اوس په دې شکمن شوي چې اسلام د سولې او امن دين نه بلکې د وحشت، دهشت او انسان وژنې دين دی چې د دې تر ټولو ستر عاملين د پنجاب مدرسې دي.
پنجاب څو ورځې وړاندې هڅه وکړه چې د څښتن تعالي هغه کور چې د بنسټ ډبره يې د هغه ستر محبوب له خوا ايښودل ويجاړ کړي دا هغه عمل وو چې پخوا ابرهه ترسره کړی وو اوس که چېرې د دوی دې کړنو ته پام وکړو نه ترمنځ يې هيڅ ډول توپير نه ليدل کيږي يوازې په دومره توپير چې هغه په ښکاره د دين دوښمن او دوی بيا د دين پټ دوښمان او د دې ترڅنګ په ښکاره بيا داسې بريښي چې دين له سعودي نه بلکې له پاکستان څخه ظهور کړی، چې له نيکه مرغه اوس يې دغه ښکار مسلماني هم د نړيوالو تر پراخې پوښتنې لاندې راغلی، د دې ترڅنګ له لومړي ځانمرګي وروسته دوی د دويم ځل لپاره هڅه وکړه چې دا عمل ترسره کړي خو له نيکه مرغه چې دا روزل شوی او د اسلام دوښمن د هغه هيواد د ځواکونو له خوا ونيول شو .
زما په اند اوسمهال بايد پنجاب د اسلام له دعوې او اسلام ساتنې له شعار څخه په شاه شي ځکه پخوا به چې دوی دا ادعا کوله نو کړنې يې له ټولو نه بلکې له يوه شمېر هيواد نو پټې وې خو ټولې نړۍ ته دا په ډاګه شوې چې پنجاب د ټولې نړۍ لپاره يو ستر ګواښ او ترهګرو او انسان وژونکو ستر مرکز دی دا ځکه د نړۍ په هر ګوټ کې چې انسان په ځانګړې توګه مسلمانان وژل کيږي نو ستر عامل يې د پنجاب ترهګريزې مدرسې ګڼل کيږي پنجاب تل هڅه کړې چې د نړيوالو په وړاندې ځان د يو سپين چرګ په څېر معرفي کړي خو له نيکه مرغه چې تل د نړيوالو په وړاندې د يو دهشتګر او د ترهګرو ستر ملاتړ کوونکي هيواد په توګه ثابت شوی. پنجاب تل د جهاد چيغې وهلي خو جهاد يې بيا نړيوالو ته د انسان وژنې په مانا تعبير کړی، تل يې د اسلام دعوه کړې خو تر ټولو يې لومړی اسلام ته ستر زيان اړولی، تل يې د اسلامي فرهنګ خبرې کړي خو له خپل پيدايښت سره يوځای يې په ځان د انګريز فرهنګ پلي کړی، ځان خپلواک ګڼي خو نړيوالو بيا هر يوه د خپلې موخې لپاره د يو کاغذ په څېر کارولی دی. لنډه دا چې پنجاب د اسلام په تاريخ کې هم اسلام او مسلمان ته د يو ستر ګواښ په توګه ثابت شوی دی او زيان يې اړولی او د عوامو ترڅنګ يې ستر ستر ديني عالمان او مفتيان هم په غير اسلامي او غير انساني کړنو اخته دي او په اخلاقي فساد کې تر ستوني پورې ډوب شوي دي. خدای دې وکړي د اسلام هغه انځور چې پنجاب نړيوالو ته وړاندې کړی د منلو وړ نه او اسلام ته د يو ريښتني او سپيڅلي دين په سترګه وګوري.
د يو هوسا او لوي افغانستان په هيله!
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی