لیکوال : عطا محمد میاخېل
ابلیس عجمي کلمه ده، د جن نوم دی، د شیطانانو د سر لښکر او د سر کښ په معنا ده، ابالیس یې د جمع حالت دی ځینې وایي د عربي کلمې (الابلاس) څخه مشتق او د ناهیلۍ په معناده. اصطلاحاً دا د یوه پیري (جن) نوم دی ، چې د الله تعالی له حکم څخه یې سر غړونه کړې ، او د آدم نه د انکار او له خدای (ج) څخه یې تر قیامته د مهلت غوښتنه وکړه ، او هغه ته د انساني نسل د بې لارې کولو او ناوړه لارو ته د هڅولو توان ورکړل شو. د ابو البشر جسد ته د روح د نفخې نه وروسته ابلیس آدم ته له سجدې څخه د سر غړونې په وجه ورټل شو، او هغه به تر قیامته ژوندی وي ، له مخلصینو بنده ګانو پرته د نورو د بې لارې کولو د توان لرونکی به وي هغه ته شیطان ، عزاین، خناس، بوخلاف، بومره او نور هم وایي .
د ابلیس او شیطان تر منځ توپیر
د ابلیس او شیطان تر منځ توپیر د عمومیت او خصوصیت له مخې دی، په دې معنا چې د شیطان کلمه اسم عام (اسم جنس ) ده او د شطف له معنا څخه اخیستل شوې، او د شاطن کلمه د خبیث او پست په معنا راغلې، د هغه راز پر هغه موجود متمرد سر کښ شیطان باندې هم اطلاق کیږي، عام له دې چې انسان یا جن خوځیدونکی څیز وي، په داسې حال کې چې ابلیس اسم خاص (علم) ده او د هغه شیطان نوم دی ، چې آدم ته یې دوکه ورکړه او اوس هم د خپل لښکر او جنود سره، انسانانو ته په کمین کې ناست دی. دغه کلمه چې د قرآن کریم په کومو مواردو کې استعمال شوې ، له هغو څخه څرګندیږي ، چې شیطان هغه موذي او زیان رسونکی موجود ته ویل کیږي هغه موجود چې له سمې لارې څخه وتلی او نورو ته د کړاو د پیداکولو په لټه او هڅه کې بوخت دی ، هغه موجود چې کوښښ کوي څو د وګړو تر منځ بیلتون ، اختلاف او فساد را منځته کړي ، لکه چې الله تعالی فرمایي:
انما یریدو شیطان ان یوقع بینکم العداوة و البغضاء ۹۱ المائده . ژباړه : شیطان غواړي ستاسې تر منځ دښمني بغض او کینه را منځته کړي .
او له بل لوري ګورو چې په قرآن کریم کې د شیطان اطلاق په یوه ځانګړي موجود باندې نه دی شوی ، بلکې پر مفسدینو او شریرو انسانانو باندې هم شوی ، لکه څنګه چې فرمایي : (وکذلک جعلنا لکل نبی عدوا شیاطین الانس و الجن . الانعام .
ژباړه: همدارنګه موږه د هر نبي له پاره دښمنان د انسي اوجني شیطانانو څخه جوړ کړي دي . دغه راز د شیطان اطلاق په ابلیس هم شوی ، ځکه چې د هغه په طبعیت کې فساد او شرارت نغښتی او موجود دی ، نو په حقیقت کې شیطان او ابلیس یو مجرد ځواک نه دی ، بلکې د انسان په څیر تشخیص لرونکې هستي ده . دغه راز باید څوک د هغه په هکله اشتباه ونه کړي ، چې هغه د ملایکو له ډلې څخه و ، بلکې قرآن کریم د هغه په اړه په صراحت او څرګندتیا سره وایي چې هغه د پیریانو له ډلې څخه و ، چې د ملایکو څخه جلا د مخلوقاتو ځانګړی ټولی دی ، لکه څرنګه چې په دې اړه قرآن فرمایي : (فسجدوا الاابلیس کان من الجن ) الکهف (۵۰) ژباړه : ( د ابلیس نه سوا نورو ټولو سجده وکړه او هغه له پیریانو څخه وو) . قرآن کریم د عموم عبادت په توګه د شیطان نوم یې د جنیاتو او د هغوی د نسل له پاره کارولی ، او په کوم ځای کې چې په انسان باندې د شیطان د اطلاق قرینه نه وي ، نو هلته همدغه پیریان او جنیات مراد دي . د الله تعالی حکم نه د ابلیس سر غړونه او مخالفت : په دې مخالفت کې د شیطان بنیادي عامل هغه کبر ، غرور او ځانګړی تعصب وو ، چې د هغه په فکر یې غلبه کړې وه ، هغه دا ګڼله چې د آدم نه غوره دی ، او الله تعالی ته پکار نه و ، چې هغه ته د سجدې حکم وکړي ، چې د آدم ته سجده وکړي ، ځکه خو هغه دا ګمان کاوه چې د پیدایښت په لحاظ هغه د آدم نه غوره دی ، نو همغه وجه وه چې کله ده ته د سجدې حکم وشو ، خپل باطني خبث یې څرګند کړ او ویې ویل : (انا خیر منه خلقتنی من نار خلقته من طین ) (اعراف ۱۲) ژباړه : ( د آدم په پرتله غوره یم ، زه یې له اوره پیداکړم او هغه یې له خاورې ) او د هغه د کفر علت همدغه و چې د پروردګار حکیمانه فرمان یې نا سم وګاڼه هغه نه یوازې عملي سرغړونه وکړه ، بلکې په اعتقادي لحاظ هم معترض و ، د دغې خود بینۍ او خود خواهۍ په وجه هغه په دې ترتیب د خپل ټول عمر د ایمان او عبادت محصولات له خاورې سره خاورې کړل او د خپلې هستۍ درمند ته یې په لوی لاس اور ورته کړ ابلیس د سجدې له فرمان څخه لا د مخه خپل ځان د پرښتو له مسیر او د الله تعالی له اطاعت څخه ګوښه کړی و اود استکبار په فکر روزل کیده ، او غالباً نه یوازې هغه د سجدې کولو څخه انکار کړی وي بلکې د پیریانو ډله او ټپله هم د الله (ج) نافرمانۍ ته چمتو شوې وه نو ځکه د ابلیس نوم اخیستل شوی چې هغه د بلوا کوونکې ډلې سر مشر و دا مطلب له دې جملې (وکان من الکافرین ) څخه څرګندیږي ، چې هغه له کافرانو څخه و.
له جنت څخه د ابلیس رټل کیدل: ابلیس د خپل عناد ، له حق نه انکار او آدم ته د سجدې په نه ادا کولو سره د ذلت او سپکاوي په حالت کې له جنت څخه ورټل شو. ابلیس له الله تعالی څخه غوښتنه وکړه، چې تر قیامت پورې هغه ته مهلت وکړل شي.الله تعالی د خپل حکمت پر اساس د هغه دا غوښتنه ومنله، او ابلیس له دغه مهلت څخه د استفادې په خاطر عرض وکړ چې کله تا زه د خپل رحمت څخه ورټلم ، نو زه لوړه پورته کوم چې ستا بندګان به بې لارې کوم او په دې لار کې به له هر ډول حیلو څخه کار اخلم ، چې په دې تر تیب به اکثر وګړي ستا شکر ګذار ونه اوسي ، خو الله تعالی د ابلیس په ځواب کې وفرمایل : چې ته د ذلت او سپکاوي په حال کې له جنت څخه ووځه او زه هم لوړه پورته کوم چې له دې وروسته ، ته او ستا پیروان به دوزخ ته ور داخل کړم او فرمایي : (قال فاهبط منها فما یکون لک ان تتکبر فیها فاخرج انک من الصاغرین قال انظرنی الی یوم یبعثون قال انک من المنظرین قال فبما اغویتنی لاقعدن لهم صراطک المستقیم ثم لاتینهم من بین ایدیهم و من خلفهم و عن ایمانهم و عن شما ئلهم و لا تجد اکثرهم شاکرین قال اخرج منها مذوماً و مدحور لمن تبعک منهم لا ملان جهنم منکم اجمعین ) (۱۵تر ۱۸ اعراف ) ژباړه : ( الله تعالی وفرمایل : له دې ځای نه کوز شه ته حق نه لرې چې دلته لویي وکړې ووځه ، بې له شکه ته له سپکو خلکو څخه یې ، ابلیس وویل : تر هغې ورځې چې دوی بیرته را ژوندي کیږي ، ماته مهلت راکړه الله (ج) وفرمایل تاته مهلت دی ، ابلیس وویل له دې کبله چې زه دې بې لارې کړی یم نو زه به هرومرو انسانانو ته ستا په روغه لار کې کینم او بیا به هغوی ته مخامخ څټ له لوري له ښي اړخه او له کین اړخ څخه راشم ، نو ته به یې اکثریت شکر کوونکي ونه مومې ، الله (ج) وفرمایل په غمونو ډک او رټل شوی له دې ځایه ووځه او هر چا چې ستا مننه وکړه له تاسو ټولو به جهنم ډک کړم قرآن کریم د ابلیس هوډ او اراده د انسانانو په بې لارې کولو کې سواد مخلصینو بندګانو څخه په تصویب رسوي . او فرمایي : (اذ قلنا للملائکة سجدوا لآدم فسجدوا الا ابلیس قال اسجد لمن خلقت طیناً قال اریتک هذا الذی کرمت علی لئن اخرتنی الی یوم القیمة لا حتکن ذریته الاقیلاً قال اذهب فمن تبعک منهم فان جهنم اجزاؤ کم جزاء ً موفوراً واستفزز من استطعت منهم بصوتک واجلب علیهم بخیلک ورجلک وشارکهم فی الاموال والا ولاد وعدهم وما یعد هم الشیطان الا غرورا ان عبادی لیس لک علیهم سلطان و کفی بربک وکیلا ، اسرا (۶۵) ژباړه : ( او هغه وخت را یاد کړه چې موږ ملایکو ته وویل : آدم ته سجده وکړئ ټولو پرته له ابلیس نه سجده وکړه ، ابلیس وویل: آیا زه هغه چاته سجده وکړم چې تا له خټې نه پیدا کړی دی او ویې ویل په دې مې پوه کړه چې دا سړی دې ولې پر ما غوره کړ؟ قسم دی که چیرې ته ماتر قیامته پریږدې ، پرته له لږکیونه د نورې تولې او لادې بیخ او بنیاد به یې وباسم . الله تعالی وفرمایل : ښه ده ولاړشه کوم یو چې ستا ومني ، نو تاسو ټولو ته د پوره جزا ځای جهنم دی او چې په توان دې وي ، نو ځینې یې په خپل غږ راګیر او خپل سپاره او پیاده لښکریان پرې را ټول په مالونو او اولادونو یې ځان ورننه باسه او وعدې ورکړه او شیطان هغوی ته پرته له غولونې او چل نه بله وعده نه شي ورکولی ، بې له شکه زما په سوچه بنده ګانو کوم بر لاسی نه لرې او ای محمده ! ستا رب د ساتنې له پاره بس دی.
[review]