• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو
د اتصالات  کارکوونکو  لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

د جون ۱۵ مه ، ۲۰۱۵

 

د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اتصالات د کارکوونکو لخوا د وینې د ورکولو دوهم پړاو د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۵ مه نیټه د اتصالات په مرکزي دفتر کې  پیل شو، د وینې د ورکولو څخه وړاندې لومړی د هغوی وینه کتل کیږي، ترڅو  معلومه کړي چې وینه ورکوونکي په کومه ناروغۍ اخته نه دی او یا هم خپله د وینې کمبود نه لري.

د افغانستان د وینې د مرکزي بانک مشر ډاکټر مسعود پدې اړوند وویل، دا کمپاین د وینې د راغونډولو لپاره دی، ترڅو وینې لپاره اړمنو کسانو ته  ورکول شي.

اتصالات

نوموړي د اتصالات له کار کوونکو څخه ډیره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا وینه به اړمنو کسانو ته ورکول کیږي.

د اتصالات لخوا د وینې  اهدا کول هر کال ترسره کیږي، ترڅو له یو خوا هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري مرسته کړي وي  او ترڅنګ نور خلک وینې ورکولو ته وهڅول شي.

د وینې ورکولو بسپنه یا مرسته یو بل سره زمونږ د خواخوږۍ زیری راکوي او زمونږ یو څاڅکی وینه کولای شي چې د یو چا ژوند وژغوري.

د ویلو وړ دی، چې د وینې ورکولو دا کمپاین د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د وینې د مرکزي بانک په مرسته پیل شوی وو، ترڅو وکولای شي، چې د جګړې قربانیانو او ناروغانو ته چې وینې ته اړتیا لري وینه ورکړي.

اتصالات ژمن دی، چې د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو ترڅنګ  د روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو ډیرو برخو کې چې د افغانستان لپاره د یوې روښانه راتلونکي سبب ګرځي مرسته وکړي.

 

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.

پای

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ۲۰۱۵ کال د mHealth د سایکل ځغلونې په ټور کې د افغانستان اتصالات ګډون

د ۲۰۱۵ کال د mHealth د سایکل ځغلونې په ټور کې د افغانستان اتصالات ګډون

Sep 23, 2015

کابل – ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۵ د اتصالات مخابراتي شرکت د[...]

اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

Oct 18, 2016

د اکتوبر ۱۶مه ۲۰۱۶ د افغانستان اتصالات د خپلې زده[...]

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

Jun 2, 2015

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022