لیکنه: عبیدالله حسام
د لوی اختر په ورځو کې د الله تعالی د تقرب (نېږدېوالي) په موخه څاروي حلالولو ته قرباني (اضحیه) وايي.
قرباني داسې مشروع عمل دی چې په قران کریم، سنت او اجماع سره ثابت شوی او ټول علماء پرې اتفاق لري.
قرباني د قرانکریم په رڼا کې:
لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَٰكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَىٰ مِنْكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ ۗ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ (الحج 37).
ژباړه: نه دهغو غوښې الله ته رسېږي او نه يې وينې ، مګر هغه ته ستاسې تقٰوى رسېږي هغه ستاسې لپاره څاروي ښكيل كړيدي ترڅوچې تاسې د الله په دركړې لارښوونه دالله په لوئى قائل شئ او اى پېغمبره ! نيكو كارانوته زيرى وركړه.
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ (الحج 36).
ژباړه: او (د قربانۍ) اوښان مونږستاسې له پاره په شعائرالله كې شامل كړي دي په هغو كې ستاسې لپاره ښېګڼه ده.
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر 2).
ژباړه: خپل رب ته لمونځ او قرباني وکړه.
قرباني د سنتو په رڼا کې:
أقام النبی صلى الله علیه وسلم بالمدینة عشرَ سنین یضحی [رواه أحمد والترمذی].
ژباړه: حضرت عبدالله بن عمر (رضی الله عنه) وايي چې رسول الله (ﷺ) په مدینه منوره کې لس کلونه تېر کړل او هر کال به یې قرباني کوله.
عن انس ابن مالک قال: کان النبی (ﷺ) یضحی بکبشین وانا اضحی بکبشین [بخاری ج۲ص۸۳۳].
ژباړه:انس (رضی الله عنه) فرمایلي: نبي (ﷺ) به په دوو پسونوقرباني کوله، زه هم په دوو پسونو قرباني کوم، یوه د نبي (ﷺ) لپاره اوبل دځان لپاره.
عن ام سلمة قال قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم: اذا دخل العشر و اراد بعضکم ان یضحی فلایاخذن شعرا ولا یقلمون ظفرا [مسلم. منھاج السنن ج3ص148. اعلاء السنن ج16ص804. ترمذی ج1ص278].
له امې سلمة (رضی الله عنها) څخه روایت دی چې رسول الله (ﷺ) وفرمایل:
کله چې د ذی الحجې اولې لسې ورځې پیل شي او په تاسو کې د چا اراده د قرباني کولو وي نو هغه ته پکار ده له اوس نه تر قرباني پورې خپل ویښتان او نوکونه وانخلي.
د قرباني شرطونه او قرباني پر چا وجب ده؟
مسلمان: پر کافر قرباني نشته.
مقيم: پر مسافر قرباني نشته.
شتمن: پر نېستمن قرباني نشته.
یعنې قرباني پر هر هغه چا واجب ده چې مسلمان، عاقل، بالغ، مقیم (مسافر نه وي) او نصاب په اندازه د مال خاوند وي.
د قرباني حکم:
قرباني یو مالي عبادت دی او حکم یې واجب دی.
الله تعالی ویلي: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر 2).
ژباړه: خپل رب ته لمونځ او قرباني وکړه.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي: څوک چې وس (مالي توان) ولري او قرباني و نه کړي زمونږ جومات (عیدګاه) ته دې نه راځي [روه سنن ابن ماجه].
ایا حاجیان او غیر حاجیان د قرباني په مسئله کې یو ډول دي؟
هغه ابراهیمي علیه السلام سنت چې په ځانګړو ځایونو پورې اړه لري: لکه د درېیو جمرو ویشتل، د سفا او مروا ترمنځ تګ راتګ او اوه طوافونه یوازې پر حاجیانو واجب دي، باقي د قرباني مسائل پر ټولو یو ډول دي.
د قرباني پر ځای صدقه او خیرات کول:
که له چانه د اختر په ورځو کې د عذر له کبله قرباني پاتې شوه، پر داسې کس واجب ده چې د قرباني په اندازه پیسې پر غریبانو وویشي، خو که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قرباني پیسې صدقه کړي قرباني یې نه کیږي، ځکه چې صدقه یو ډول عبادت دی او قرباني بل ډول، لکه د روژې پرځای لمونځ او د لمونځ پرځای چې روژه نه کیږي.
د قرباني نصاب:
د قرباني او فطر صدقې (سرسایې) دواړو نصاب یو ډول دی، او هغه (479،87) ګرامه سپین زر او یا (35،612) ګرامه سره زر دي. په دې انداز سره او سپین زر چې له چاسره شته وي پر هغه قرباني واجب ده.
خو دا چې د سيمو او وختونو په بدلون سره د سپينو زرو بيه کمېږي او زياتېږي نو د قربانۍ په شپو کې دې د سپينو او سرو زرو بيه د سيمې له زرګرانو څخه معلومه کړل شي.
د کور هغه شيان چې په نصاب کې نه شمېرل کېږي:
د اړتيا شيان هغه دي چې رغېدا ورڅخه ممکنه نه وي او د ځان او کور عزت او آبرو پرې خوندي وي، داسې چې که دغه شيان نه وي نو د انسان عزت او آبرو له منځه ځي، لکه د خوراک، څښاک شيان، د اوسېدلو کور، او د ژوند تېرولو اسباب او د کسبګر د کسب سامان.
که يوې مېرمنې پر خاوند مهر پاتې وي قرباني پرې شته که نه؟
که د يوې مېرمنې پر خپل شتمن خاوند لاس په لاس مهر پاتې وي بيا پرې قرباني کول واجب ده او که خاوند يې بې وسه او يا هم مهر نېټه دار و بيا پرې قرباني واجب نه ده. (فتاو رحيميه:۱۰/۲۶)
که څوک ځمکه ولري قرباني پرې کېږي که نه؟
که څوک له اړتيا پرته کښتي يا بې کښته ځمکه ولري او قيمت او حاصل يې دواړه يا له دواړو څخه يو نصاب ته ورسيږي؛ نو په داسې تن قرباني واجب ده. (احسن الفتاوی: ۷/۵۰۶).
دويم کور د ژوند له اړتياوو څخه نه شمېرل کيږي: دويم کور د اړتيا وړ شيانو کې نه شمېرل کېږي ځکه خو د قرباني او سرسايې نصاب پرې بشپړېدلای شي. (فتاوی رحيميه: ۱۰/۳۰).
د قربانۍ څاروي:
په شريعت کې د قربانۍ لپاره څاروي دوه ډوله دي:
1- کوچني څاروي لکه وزه (بزه) او پسه چې د يوه کس له لورې قرباني کېداى شي.
2- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې د اوو کسانو له لورې قرباني کېداى شي.
او له دې هاخوا په نورو حيواناتو لکه وحشي څاروي ، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي.
یعنې قرباني يوازې په غوا، غوايي، مېښې، سنډا، اوښ، اوښې، اورغومي، اوزې پسه او مېږې باندې کېږي، له دې پرته په نورو څارويو قرباني نه کېږي. (المبسوط للسرخسي: ۶/۲۰۰۵)
په ځنګلي څارويو، لکه سارايي هوسۍ، سارايي پسونو، ځنګلي غوا او بل ډول سارايي څارويو قرباني نه کېږي. (کفايت المفتي: ۸/۱۹۱).
د قربانۍ د څاروي عمر:
غوا او ګامېښه بايد دوه کلنه وي.
اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي .
وزه او پسه بايد يوکلن وي.
که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې کم وي قرباني کول يې روا نه دي .
که مرغومى له يو کال څخه کم وي نه قرباني کيږي، خو که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي بيا قرباني کېداى شي .
که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، دقربانۍ پلورنکى ووايي چې د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم د څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.
عیب لرونکو څارویو باندې قرباني جواز نه لري:
د عيبونو په اړه يوه قاعده ده: ځينو علماوو د څاروي د عيبونو په لړ کې داسې قانون ايښی چې که چېرې په څاروي کې داسې عيب وموندل شي چې يو اندام يې يو مخ له کاره لوېدلی وي او يا يې د بدن ښايست له منځه تللی وي قرباني پرې جواز نه لري، خو که داسې نه و بيا پرې قرباني سهي ده. (الدرالمختار: ۴/۱۶۵)
د لاندې عيب لرونکو څارويو “قرباني کول” نه صحيح کېږي:
۱- چې له پيدايښت وروسته يې ښکرونه له بېخه وتلي وي.
۲- چې له پيدايښته يې يو يا دواړه غوږونه نه وي، يا يې د غوږ دريمه یا له دريمې زياته برخه پرې شوې وي.
۳- داسې ګوډ څاروی چې د حلالې ځای ته پخپله نشي تللای.
۴- چې لم يې د پيدايښت له وخته نه وي.
۵- چې يوه يا دواړې سترګې يې ړندې وي، یا يې د سترګې درېمه یا له دريمې برخې زيات ديد له منځه تللی وي.
۶- چې کوڼوالی يې ښکاره وي.
۷- چې لکۍ يې په بېخ کې پرې وي، يا يې دريمه برخه يا له دې زياته پرې وي.
۸- چې ټوله پوزه يا يې د پوزې دريمه برخه یا له دې زياته پرې وي.
۹- داسې پمن څاروی چې د پمنتوب له امله ډنګر شوی وي.
۱۰- غاښونه یې نه وي.
۱۱- نر ښځی څاروی.
۱۲- د اوزې يا پسه يو تی او د غوا، میخې دواړه تيونه نه وي.
۱۳- چې په غولانځه کې ستر عيب ولري.
د دغو عيب لرونکو څارويو “قرباني کول” روا دي:
۱- چې غوږونه يې واړه وي.
۲- لېونی، خو که د ليونتوب له امله خوراک او څښاک نشي کولای بیا قرباني یې جواز نه لري.
۳- پمن خو چې څرب وي.
۴- بلارب څاروی.
۵- په اور داغل شوی څاروی.
۶- پۍ ورکوونکی.
۷- شنډ څاروی.
۸- چې يوه پښه يې لنډه وي خو په تګ ترې ګټه اخلي.
۹- د غوا يا مېخې يو تی وچ يا پرې وي.
۱۰- چې له پيدايښته يې ښکرونه نه وي.
۱۱- د څاروي سترګې کږې وي.
۱۲- د ناروغۍ له امله لغړ شوی څاروی.
د قرباني نیت:
د قرباني کولو لپاره په خوله د کوم ځانګړي نیت ویل ضروري نه ده، خو په زړه کې یې باید دا وي چې قرباني کوي.
د څاروي تر حلالو مخکې دعا:
څاروی باید په داسې ډول حلال شي چې مخ یې قبلې ته وی او بیا دغه دعا تر حلالولو مخکې ولوستل شي:
إِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِی فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِیفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِینَ [الأنعام : 79]؛ قُلْ إِنَّ صَلَاتِی وَنُسُكِی وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِی لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ [الأنعام : 162].
ژباړه: بېشکه مخ مې کړی د هغه چا پر لور چې ځمکې او آسمانونه یې پیدا کړي او زه له مشرکینو څخه نه یم. بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې یوازې د الله تعالی لپاره دي.
تر حلالولو وروسته دعا:
د څاروي تر ذبحه کولو وروسته باید دا دعا ولوستل شي:
اللَّهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنِّی كَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِیبِك مُحَمَّد وَخَلِیلِكَ ابراهیمَ عَلَیْهِمَا الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ.
ژباړه: ای ربه، دغه قرباني زما څخه قبوله کړه لکه څنګه چې دې د خپل حبیب محمد (ص) او ابراهیم علیه السلام څخه قبول کړې وه.
د ذبحه کولو یا حلالولو آداب:
1- تر حلالولو مخکې باید څاروي ته اوبه او خواړه ورکړل شي، د ولږې او تندې په حالت کې څاروي حلالولو مکروه دی.
2- مال د ذبحې ځای ته په نرمي بول، په زوره بول او په سختۍ سره کش کول یې مکروه دي.
3- چاړه باید تېره وي، په پڅه چاړه ذبحه مکروه ده.
4- چاړه باید د څاروي په مخکې تېره نه کړای شي، یعنې څاروي باید د چاړې تېره کېدل ونه ویني، ځکه یو ځل یو کس همداسې کول، رسول الله () ورته وویل: تاسو څو ځله څاروی وژنئ.
5- یو څاروی باید د بل پر وړاندې حلال نه شي، یعنې جدا جدا په داسې حال حلال کړای شي چې د یو بل ذبحه کېدل ونه ویني.
6- تر ذبحه کولو وروسته لږ موده صبر کول، ترڅو د څاروي وجود سوړ شي.
د حلالولو (ذبحه کولو) سنت طریقه:
له انس (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله (ﷺ) دوه ښکره لرونکي، سپینوالي او توروالي ته مایل پسونه په خپل لاس قرباني کړل، د حلالولو پروخت یې (بسم الله والله اکبر) ویل او خپله پښه یې د مال پر غاړه ایښوده.
له ابو سعید خدري څخه روایت دی وایي: رسول الله (ﷺ) فاطمې (رضی الله عنها) ته وویل: لاړه شه له خپلې قربانۍ سره ودرېږه (ذبحه کول یې وګوره) ځکه د هغې د لومړي څاڅکي وینې سره چې ځمکې ته تویږي، ستا ټول تېر ګناهونه بخښل کیږي. فاطمې (رضی الله عنها) پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله (ﷺ)، دا فضیلت مونږ اهل بیت لپاره ځانګړی دی او که د ټولو مسلمانانو لپاره دی؟ رسول الله (ﷺ) ځواب ورکړ: دا فضیلت زمونږ په ګډون د ټولو مسلمانانو لپاره دی.
د قرباني لپاره د مال حلالولو وخت:
په کومو ښارونو کې چې د اختر لمونځ کیږي، په هغو سېمو کې د اختر تر لمانځه مخکې د مال حلالول جواز نه لري، په دې ډول سېمو کې باید قرباني د اختر تر لمانځه وروسته ترسره شي. او په هغو سیمو کې چې د اختر او جمعې لمونځ نه کیږي باید د سهار لمانځه څخه وروسته قرباني وشي.
په قرباني کې د ګډون مسائل
په لويو څارويو لکه: غوا، مېښه، او اوښ کې اووه تنه شريکېدلای شي، له اوو کسانو کم هم لوی څاروی حلالولای شي؛ خو په يو څاروي کې له اوو کسانو ډېر نشي شريکېدلای.
بايد هڅه وشي چې داسې نېک خلک په قربانۍ کې شريک کړل شي، چې نېتونه يې سم او شتمني يې حلاله وي، که الله مکړه په اوو شريکانو کې د يو تن نيت د الله د رضا پرته بل څه وي، د ټولو قرباني خرابوي، دغه راز دهغه چا شراکت سهي نه دی چې شتمنۍ يې حرامه وي، دې مسئلې ته بايد ډېر پام وشي. (مسائل رفعت قاسمي: ۵/۱۱۱. بدائع الصنائع: ۴/۲۰۸)
د قربانۍ د پوستکي مسائل
د قربانۍ پوستکی دې بې وزلو ته ورکړل شي، که چا پوستکی وپلوره هغه پيسې دې نېستمنو (فقیرانو) ته ورکړي، پخپله يې نشي کارولای. (کفايت المفتي: ۸/۲۲۲).
البته که څوک وغواړي چې د قربانۍ له پوستکي څخه ځان ته جای نماز، غړک، موزې، څپلۍ يا بل په کور کې کارېدونکی شی جوړ کړي، جائز دی، دغه راز کتابونو ته پوښ هم ترې ورکولای شي. (فتاوی رحيميه ۱۰/۳۹).
د قربانۍ څرمن قصاب ته په مزدورۍ کې ورکول روا نه دي، که په نوموړي يې د قربانۍ څرمن ووېستله نو هغه ته به له څرمنې ورکولو پرته له خپله جېبه مزدوري ورکوي. (المبسوط:۶/۲۰۰۶).
د قربانۍ پوستکی امام، خطيب يا مدرس ته د تنخوا په حساب کې ورکول جواز نه لري، البته که نوموړی بې وزله او مستحق وو بيا يې له تنخوا پرته د کومک په ډول ورکولای شي.(فتاوی رحيميه:۱۰/۳۴).
د اختري له حلالولو وړاندې د هغه پوستکی خرڅول حرام دي. (۵/۱۷۳).
د قرباني د غوښې ويش مسئله:
د قربانۍ په لوی څاروي کې که اووه کسان شريکان وو، نو غوښه به يې په اټکل نه وېشي، لومړی دې ټوله غوښه وتلي او د تول له مخې دې په اوو برخو ووېشي.
د قربانۍ شريکانو که د غوښې له تللو پرته برخې ووېشلې او ځينې برخې ترې کمې او نورې زياتې شوې، داسې وېش ناروا دی. (بدائع الصنائع: ۴/۲۰۲).
د غوښې په ټولو يا ځينو برخو باندې يې که د سر، پښو او څرمنې لږلږ برخې کېښوولې نو بياکه ځينو برخو ته زياته اندازه غوښه ورسېږي او نورو ته کمه وي؛ داسې وېش پروا نه کوي او که پورته يادشوي شيان يې په برخو ونه وېشل نو هغه مهال کمې او زياتې برخې جوړول ګناه ده. (البناية: ۱۴/۳۵۷).
د وېش يوه ځانګړې طريقه: د قرباني غوښه که داسې ووېشي چې څلورپښې څلورو برخو ته کېږدي، پنځمې برخې ته سر کېږدي، شپږمې ته ماغزه، او اوومې ته ژبه او څه نور شيان بيا نو هغه مهال که پاتې غوښه له تللو پرته په اټکلي ډول ووېشي پروا نه کوي. (خلاصة الفتاوی: ۴/۳۱۵. البحر: ۸/۳۱۹)
د قربانۍ د څاروي وازده، لری، کولمې، څرمن، وړۍ، وژغنې او يا د بدن بله برخه که څه هم زياته بيه ونه لري، په مزدوري کې ورکول يې ناروا دي. (بدائع الصنائع: ۴/۲۲۵)
مستحب دا ده چې د قربانۍ غوښه درې برخې کړل شي: يوه برخه پر بې وزلو ووېشي، يوه برخه خپلې کورنۍ ته وساتي او دريمه برخه پر خپلوانو ووېشي، او که څوک بې وزله وي هغه ته غوره ده چې ټوله غوښه خپلې کورنۍ ته ورکړي (ردالمحتار: ۶/۶۴۱)
د قربانۍ غوښه پر شتمنو او بې وزلو دواړو باندې خوړلای شي او هم يې دواړو ته ډالۍ کولای شي.
د تشریق تکبیرونه:
د عرفې ورځې له سهار څخه د اختر تر دریمې ورځې ماښام پورې د هر لمانځه څخه وروسته (ﷲُ اَکْبَرﷲُ اَکْبَرلَا اِلٰہَ اِلَّا ﷲُ وَﷲُ اَکْبَرﷲُ اکْبر وللہ الْحَمْدُ) ویل واجب دي.
د مجموعي، فردي، نر او د ښځې ټولو لپاره دغه حکم یو ډول دی.
تکبیرونه باید تر لمانځه وروسته په لوړ غږ وویل شي.
د لوی اختر د اولې ورځې سنت کارونه:
1- سهار وختي له خوبه پاڅېدل.
2- اودس، غسل کول او مسواک وهل.
3- نوې او یا پاکې جامې اغوستل.
4- عطر او یا نور خوشبویي استعمالول.
5- په کوچني اختر کې تر لمانځه څخه مخکې خوراک او څښاک کول خو په لوی اختر کې تر لمانځه وروسته خوراک او څښاک کول.
6- د اختر لمانځه ځای (جومات) ته د تللو پروخت په لوړ غږ تکبیرونه ویل.
د اختر لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته:
عن جابر بن سمرة قال: صلیت مع الرسول (ﷺ) العیدین غیر مرة ولا مرتین بغیر اذان ولا اقامة [رواه مسلم].
ژباړه: له جابر بن سمرة څخه روایت دی چې فرمايي: ما له رسول الله (ﷺ) سره یو یا دوه ځلې نه بلکې څو ځلې د اختر لمونځ کړی، خو تل پرته له اذان او اقامت څخه.
د اختر لمانځه ترتیب:
د اختر لمونځ دوه رکعته دی او په هر رکعت کې درې درې اضافي تکبیرونه دي.
په لومړي رکعت کې درې تکبیرونه له ثنا (سبحانک اللهم) څخه وروسته او له فاتحې (الحمد لله رب العالمین) څخه مخکې ویل کیږي.
د اضافه تکبیرونو د ویلو پر وخت امام لاسونه غوږونو ته پورته کوي، او مقتدیان هم همدا کار کوي او بیا یې ځوړند یا خلاص پریږدي.
له دې درې تکبیرونو څخه وروسته امام فاتحه او قرائت لولي.
په دویم رکعت کې د فاتحې او سورت تر لوستلو وروسته یعنې رکوع ته تر کوځېدو مخکې درې ځله تکبیرونه ویل کیږي او د څلورم تکبیر په ویلو رکوع ته کښته کیږي.
د اختر خطبه:
که څه هم د اختر خطبه سنت ده، خو په پټه خوله اورېدل او ورته کښېناستل واجب دي.
د اختر په ورځ نفلي لمونځ:
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى يَوْمَ الْفِطْرِ رَكْعَتَيْنِ لَمْ يُصَلِّ قَبْلَهَا وَلَا بَعْدَهَا (16)
ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د کوچني اختر په ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه تر هغه مخکې او وروسته به يې کوم نفل لمونځ نه کاوو.
د اختر تر لمانځه مخکې نفل کول مکروه دي که هغه په عيدګاه کې وي او که بل ځاى، خو د اختر تر لمانځه وروسته يوازې په عيدګاه کې نفل لمونځ مکروه دى په کور کې مکروه نه دى.
د یادونې وړ ده چې په دې لیکنو کې مې د محترم مفتي عبدالرووف له کتاب (د لوی اختر او قربانۍ فضایل او مسایل) څخه ډېره ګټه اخیستې.