لیکنه: محمد طارق الهام
حسن البنادي چې د سېد جمال الدين افغان د نظریې د اغېز لاندې وه نو د همدې نظريې د عملي کولو لپاره ئې په (۱۹۲۸) زېږديز کال چې د (۱۳۰۷) لمريز کال سره سمون خوري د اخوان المسلمين نړېوال تحريک (غورځنګ) بنسټ کېښود.
سيد جمال الدين افغان
که څه هم د دې تحريک بنسټ د شمالي افرېقا د مصر هېواد په اسماعليه ښار کې کېښودل شو؛ خو د لږ ځنډ وروسته ئې مرکز د مصر پلازمېنې قاهرې ته انتقال شو، او د مصر په سياسي او ټولنيزو ډګرونو کې ئې ډېر ژر پرمختګ وکړ.
حسن البنادي
د دې تحريک د کار د لا سمبالتيا او ښه والي لپاره په (۱۹۳۰) زېږديز کال کې عمومي غونډه جوړه کړه او د غونډې په ترڅ کې د اخوان المسلمين د نړيوال تحريک تګلاره جوړه شوه او په (۱۹۳۲) کال کې ئې له مصر څخه بهر هم خپله لومړۍ څانګه د جبوتي په دولت کې رامنځ ته کړه او هلته ئې هم په فعاليت پېل وکړ.
د اخوان المسلمين نړېوال تحريک د منځ ته راتګ پنځه کاله وروسته په دې وتوانېده چې د مصر په اسماعليه ښار کې د (اخوات المسلمات) (د ښځو څانګه) هم جوړه کړي او اخوات المسلمات هم د اخوان المسلمين په څېر په فعاليت پېل وکړ، د دې ترڅنګ د اخوان المسلمين تحريک لومړۍ اونيزه مجله (جريده اخوان المسلمين) هم په (۱۹۳۳) کال کې خپره کړه،
په (۱۹۳۹) کال کې د اخوان المسلمين د نړيوال تحريک مالي لګښتونه زيات شول او د غړو په مياشتنۍ ونډه ئې لګښتونه نه پوره کېدل، نو ځکه ئې په همدې کال د (المعاملات السلامية) تر نامه لاندې شرکت جوړ کړ، ياد شرکت هم په لږ وخت کې ډېر زيات پرمختګ وکړ او د اخوان المسلمين نړيوال اسلامي تحريک ترې د مالي سرچينې ګټه پورته کړه.
په (۱۹۴۲) کال چې کله دوهمه نړېواله جګړه پېل شوه؛ اخوان المسلمين په اردن، فلسطين او نورو هېوادونو کې زيات نفوس پېدا کړ؛ او د اردن او فلسطين لپاره ئې د سورې په پلازمينې دمشق کې په (۱۹۴۴) کال خپله څانګه پرانسته.
د فلسطين په خاوره چې کله د اسرائېلو حکومت جوړ شو او په (۱۹۴۸) کال د فلسطين او اسرائلو ترمنځ د ازادۍ جګړه پېل شوه؛ اخوان المسلمين هم پدې جګړه کې فعاله ونډه واخېسته او د بېلابېلو اسلامي هېوادونو لکه؛ اردن، عراق، او مصر څخه ئې د جنګ لپاره زياتې جهادي ډلې ولېږلې او د فلسطين د ازادۍ لپاره ئې په دينې مفکوره جګړه وکړه؛ خو کله چې د جنګ څخه جهادي ډلې بېرته ستنې شوې؛ د مصر د هغه مهال لومړي وزير (محمود فهمی النقراشی) د اخوان المسلمين ډله غېر قانوني وبلله او د دې اسلامي تحريک مشران او ځينې غړي ئې زندان ته واچول، د اخوان المسلمين شتمني ئې کنګل کړه او د مصر په داخل کې ئې ټول دفترونه وروتړل؛
د مصر د خلکو سربېره د نړۍ زيات شمېر مسلمانان د النقراشي د دې کړنې سره سخت مخالف و او د مصر د حکومت څخه ئې وغوښتل چې د اخوان المسلمين ګوند د فعاليتونو څخه بايد ملاتړ وکړي؛ ځکه چې دا يو اسلامي او نړيوال تحريک دی؛ خو لومړي وزير النقراشي د خلکو غوښتنې عادي وګڼلې او اخوان المسلمين ئې د مصر امنيت ته يو زيانمونکی تحريک وباله؛ همدا لامل شو چې د طب د پوهنځي زده کړيال چې (عبدالمجيد حسن) نومېده د پوليسو په جامه کې د کورنيوو چارو وزارت ته ننوت او هلته ئې لومړی وزير النقراشي وواژه؛ د النقراشي وژنه حسن النبا او د اخوان المسلمينو نورو مشرانو په کلکه وغندله او قاتل ئې هم مسلمان ونه باله .
که څه هم عبدالمجيد حسن د اخوان المسلمين تحريک سره ځانګړې اړيکې نه درلودې او د تحريک په وينا ئې نقراشي نه وو وژلی خو بيا هم تور د اخوان المسلمين په تحريک پورې شو، د دې پېښې څو مياشتې وروسته حسن البنا چې د اخوان المسلمين د تحريک بنسټګر و د شپې په (۸:۰۰) ترور شو ، او خپل ژوند ئې د (۱۹۴۸-۲-۱۲) نېټه له لاسه ورکړ.
د ځينو سرچينو په اساس په (۲۰۰۷) کال کې د يوې سروې له مخې په ټول مصر کې د اخوانيانو نفوس (۱۵۰۰۰۰۰۰)او په ټوله نړۍ له سلو ميلونو څخه زيات اټکل شوی و؛ خو د دې ترڅنګ په يو شمېر عربي او اسلامي مملکتونو کې د اخوانيانو همفکره او همغږي ډلې او تحريکونه هم فعاليتونه کوي لکه؛ په فلسطين کې د حماس اسلامي غورځنګ، ، په تونس کې حرکت نهضه الاسلاميه، په پاکستان کې جماعت اسلامي، په هندوستان کې جماعت اسلامي، په افغانستان کې حزب اسلامي او جمعيت اسلامي، که څه هم يادې ډلې خپل فکر او خپلې تګلارې لري خو په ظاهري بڼه په زياتو افعالو کې د اخوان المسلمين د نړيوال تحريک سره ورته والی لري.
د اخوان المسلمين د نړيوال حرکت مشران:
۱ – حسن البنا (بنسټګر) ( ۱۹۲۸) زېږديز کال نه تر ۱۹۴۹ز کاله پورې.
۲ – حسن الهضېبی ( ۱۹۴۹) زېږديز کال څخه تر ۱۹۷۳زيږديز کاله پورې.
۳ – عمر التلمساني (۱۹۷۳) زيږديز کال څخه تر ۱۹۸۶زېږديز کاله پورې.
۴ – محمد حامد ابو النصر(۱۹۶۸) زېږديز کال څخه تر ۱۹۹۶تر زېږديز کاله پورې.
۵ – مصطفی مشهور (۱۹۹۶) زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۲زېږديز کاله پورې.
۶ – مامون الهضيبی (۲۰۰۲) زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۴زېږديز کاله پورې.
۷ – او محمدالمهدی عاکف (۲۰۰۴) زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۰زېږديز کاله پورې.
د ګوند له مشرۍ سربيره د اخوان المسلمين نړيوال حرکت د مصر په دولت او سياسي چارو کې مهم رول لري، او د سړيو ترڅنګ ښځينه وکيلانې هم د مصر په پارلمان کې لري اوپه وروستيو د محمد مرسي په مشرۍ کې د مصر اقتدار ته هم رسېدلی ګوند دی.
درنښت