لیکنه: شمس الدين شمس
په لغوي مانا ((ادبي تيوري) له (ادبي) او ((تيوري))دوو توکو څخه جوړه شوې ده. د ((ادبي)) لغوي مانا په ادب پورې تړلې يا د ادب په تول پوره ده. او د ((تيوري)) مانا د نظر اصول د نظر پوهه يا د نظرياتو ټولګه ده.
چې په همدې سبب د ((ادبي تيوري)) مانا د ادب په اړه نظر او کلي اصول ادبي تيوري کڼل کيږي
او ادبي تيوري اصطلاې مانا هغه پوهه ده چې د ادبیاتو پر ماهيت ،مبدا او غایه ،ارزښت،رسالت او ودې باندې بحث کوي.
په ((فرهنګنامه ادبي فارسي))دويم ټوک کې په دې ډول راپيژندل شوې ده:د ادبي مطالعاتو لپاره هغه منظمه او منسجمه لاره ده چې پر يوې نظريي ولاړه وي او د هماغه نظريې پر بنسټ د ادبي متنونو مطالعه او څيړنه کوي.
په بل ډول بیا ادبي توري داسې تعريفولای شو:
ادبي تيوري هغه پوهه ده چې د ادبي اثارو ټولنيزې ځانګړنې او د ادبې ودې قوانين تر څيړنې لاندې نیسي.
يا په لنډ ډول ويلای شو: ادبي تيوري د ادب د بیلابیلو برخو او مسائلو په اړه د نظرياتو مجموعه ده.
د ادبي تيوري په اړه پورته جلا جلا پيژندنو ته په ليدو ويلای شو چې:په ساده ډول په ادبي تيوري کې د ټولنپوهنې د علمي قوانينو له مخې د ادب او ټولنې تر منځ د شته اړيکو،ادبیاتو د پيدايښت عواملو،د ادبي مکتبونو او سبکونو،په ادبیاتو کې د شکل،مضمون او بیلابیلو ژانرونو په هکله څيړنه کیږي.
د ادب تيورۍ ارزښت او دندې
ادبپوهان په دې باور دي چې ادب تيوري د هر هغه چا لپاره چې ادب مطالعه کوي ستر ارزښت لري چې ليکوالان او شاعران هم د ادبیاتو د زده کوونکو او ښوونکو په ډله کې راځي.دوی د ادبیاتو او ټولنيزو چاپيريال تر منځ د اړيکو او پيوندونو له پيژندنې او په ادبې اثارو کې د شکل او محتوا له پيوند او تړون ،په ادبیاتو کې د نوښتونو رامنځته کولو،سوژه جوړولو،ټيپ او کرکټر جوړولو او ګڼو نورو مسایلو سره له بلدتيا پرته نشي کولای خپل هنر ته سالمه وده ورکړي او د شاعرۍ او ليکوالۍ په ډګر کې ځان منسب ته ورسوي.
په همدې هکله کانديد اکادميسن روهې ليکې:
د ادب تيورۍ ارزښت په دې کې دی چې دا نه يوازې موږ ته له واقعي نړۍ څخه د انسان د ښکلائېز درک او په خاص ډول د ادبیاتو د تکامل د قوانينو او خلاقيت په اړه معلومات راکوي، بلکې موږ ته ددې زمينه هم برابروي چې له ادبیاتو څخه د ټولنې د تغير او بدلون لپاره هم ګټه واخلو او ادبیات د ټولنې د پرمختګ او خلکو د ښکلائېزو اړتياوو د ترسراوي لپاره په کار واچوو.
چرنيشفسکي وايي:(کوم فن چې تيوري ونلري هغه تاريخ هم نه لري) له دې څخه دا جوتېږي چې ادبيات بايد د تيورۍ په رڼا کې وڅيړل شي او که داسې ونشي د ادبیاتو تاریخ نشي ليکل کيدای.
ادب پوهان وايي چې: ادبي تيوري په حقيقت کې د ادب فلسفه ده. چې لاندې مسلې پکې مطرح کیږي:
ادب غايه ده که وسيله؟په ادب کې مفکوره زیات ارزښت لري که د مفکورې د افاده کولو شکل؟په ادب کې انتفاعې اړخ مهم دې که ښکلائېز؟
په ټوله کې ويلای شو چې ادبي تيوري د ادبپوه له ایډيالوژۍ او نړۍ ليد سره پيوستون لري د ساري په ډول ادبپوهان په دې عقيده دي چې ادب بايد د ژوند د مادي اړتياوو او سیاسي تبلیغاتو ته وقف نشي بلکې د خلکو ښکلائېزې او هنرې غوښتنې دې ځواب کړي.
ادبي تيوري دادبپوهنې يوې بلې سترې څانګې ادبي کرکتنې لپاره ډير ارزښت او اهميت لري او لکه چې جوته شوې ده ادبي کره کتونکي ته هم تر هر څه مخکې د ادب پر تيورۍ پوهیدنه اړينه ده.
په عام ډول ويلای شو چې ادبې کره کتونکی،چې کله د يو ادبي اثر ارزونه کوي،د ارزونې معيارونه یې له ادبې تيورۍ څخه تر لاسه کوي.
ادبې تيوري په حقيقت کې د ادب فلسفه ده.
ماخذ: د ادبپوهنې څانګې کتاب، ليکوال: سید محی الدين هاشمي
نېټه: 01/11/2017