لیکنه: محمدعیسی سعادت
ادبي کره کتنه د ادب پوهنې ستره او اساسي څانګه ده، کره کتنه تخلیق ته لاره هواروي او په نتیجه کې تخلیق رامنځته کیږي، ادبي تیوري هم د کره کتنې په مرسته رامنځته کیږي؛ په پایله کې ویلای شو چې ادبي کره کتنه د ادب تفسیر اوشننه ده.
د کره کتنې لپاره ډیر تعریفونه وړاندې شوي چې د ټولو مفهوم یو مرکزي ټکی دی خو صرف په الفاظو کې توپیر دی. هغه داسې چې کره کتنه نه یواځې د یو اثر نېمګړتیاوې،ښېګڼې او بدګڼې را په ګوته کوي، بلکه د هغو په اړه فکر کوي او د نېمګړتیاوو بدیل راښي. بې له تنقیده د ادب څېړل او تشریح شونې نه ده، لکه څنګه چې ادب د ژوند ترجماني کوي همداسې کره کته د ادب ترجماني کوي.
لکه څنګه مو چې یادونه وکړه چې؛ کره کتنه د ادب توضیح او سپړنه ده نو لازمي ده چې دا سپړنه په ښه انداز ترسره شي اوڅه چې حقیقت دي ښکاره شي، د کره کتنې په نتیجه کې د یو اثر ښې او بدې خواوې ټولو ته روښانه کیږي، یواځې دا نه چې کره کتونکی ښو ته ښه ووایي او بد ته بد بلکه دښېګڼو دلیل او د نیمګړتیاو بدیل راوړي او د اثر پنځونکی قانع کړي. نو که دا کار تر سره شي ایا یو اثر چې د کره کتنې په نتیجه کې منځته راغلی وي ډیر ارزښت ولري او که یو اثر چې کره کتنه نه وي پرې شوي؟
په ټوله کې داسې ویلای شو چې: ادبي کره کتنه د یو ادبي اثر سپړنه، څېړنه، تلنه، د ټولنیز ارزښت ټاکنه، او داسې نور په ځان کې رانغاړي.
د کره کتنې په اړه نور خپل بحث ته دوام نه ورکوم راځم اصلي موضوع ته چې کره کتنه، مخ کتنه او بیا کتنه او د دوی ترمنځ توپیرونه دي، د کره کتنې په اړه خو مو وړاندې څه ناڅه خبرې وکړې زیات بحث ته دلته اړتیا نشته راځو مخ کتنې ته.
مخ کتنه : په نوره نړي کې د کتابونو چاپولو سیسټم زموږ له ټولنې سره فرق لري، په نوره نړۍ کې هر څوک نه شي کولای چې کتابونه چاپ کړي تر څو چې د خپرندویه ټولنو له خوا ټاکل شوي معیارونه یو اثر ځان ته غوره نه کړي، کله چې په یو اثر باندي معیارونه تطبیق شي وروسته له هغې نوموړی اثر د چاپ په ګاڼه سمبالیږي.
خو زموږ په ټولنه کې کیسه برعکس ده هره اونۍ چې ګورې څلور پنځه او یا له دې زیات کتابونه تازه تازه له چاپه راوتلي وي، ولې هغه معیارونه چې یو اثر یې باید په ځان تطبیق کړي نه دي تطبیق شوي. په لنډو ټکو کې داسې وایو چې دغه کار یوه تجارتي بڼه ځانته غوره کړې چې هر څوک یو اثر چاپوي مادي خواوې یې ډیرې په پام کې نیسي نسبت معنوي خواوو ته، چې دا کار اصلا د چاپ اوخپرندویه ټولنو د اصولو خلاف کار دی. دا بحث په همدې ځای بس کوو راځو اصلي موضوع مخ کتنې ته؛ کله چې یو اثر له چاپه راووزي نو د مخ کتنې په موخه ورته ځانګړې غونډه نېول کیږي چې په دې غونډه کې عموما راغلي کسان د چاپ شوي اثر ستاینه کوي اوښېګڼې یې بیانوي، له کره کتنې سره یې توپیر په دې کې دی چې؛ په کره کتنه کې نقاد د یو اثر په ټولو خواوو رڼا اچوي لکه مخکې مو چې وویل چې د ښېګڼو لپاره یې دلیل او بدګڼو لپاره یې بدیل راوړي.
مخ کتنې ته کره کتنه نه شو ویلای خو د کره کتنې د یوې څانګې په توګه یې پېژنو ځکه؛ چې مونږ مخکې اشاره وکړه چې کره کتنه د یو اثر نېمګړتیاوې اوښېګڼې بیانوي نو د یواثر د نېمګړتیاوو بیانولو ته د کره کتنې نیمه برخه ویلای شو خو کره کتنه یې نه شو بللی.
یو تعداد خلک شته چې د مخ کتنې په غونډو کې نېوکې کوي خو دا د مخ کتنې اصولو خلاف کار دی.
بیا کتنه: دلته بیا کتنه د بیا چاپولو په معنی کارول کیږي خو اصلا داسې نه ده، بعضي اثار دي چې پر پښتۍ یې لېکلي وي بیا کتنه خو د اثر په محتوا کې نه کوم تغیر او نه کوم بدلون راغلی وي، حتی چې د ځینو اثارو په دوهم یا دریم ځل چاپ کې له اول ځل چاپ څخه ډیرې نیمګړتیاوې موجودې وي، بیا کتنه یواځې دا نه ده چې یو اثر دې دوهم ځلي یا دریم ځلي چاپ شي بلکه په بیا کتنه کې باید تیرې نیمګړتیاوې له منځه یوړل شي او په نوې بڼه چاپ شي، بیا کتنه باید د وړ شخص له خوا تر سره شي هغه که خپله لېکوال وي او که بل شخص که خپله لېکوال وي دې ته خودتنقیدي وايي، که بل شخص په یو اثر باندې بیا کتنه کوي او اصلاحات په کې راولي باید چې د اثر لېکوال په اجازه دا چاره ترسره شي.
بیا کتنه د کره کتنې په نتیجه کې منځته راځي د یو اثر تر کره کتنې وروسته لېکوال باید پخپله یا د بل چا په مرسته په خپل اثر بیا کتنه وکړي او په نوې بڼه یې خلکو ته وړاندې کړي، چې دې ته عملي کره کتنه هم وایي.
خو له بده مرغه داسې اثار هم شته چې په لومړي چاپ کې دومره نېمګړتیاوې نه لېدل کیږي لکه په پنځم چاپ کې چې دا د بیا کتنې اصولو خلاف عمل دی.
اخځلېکونه:
همکار محمد ابراهیم ادبي کره کتنه دوهم چاپ ۱۳۹۵هـ ش مومند خپرندویه ټولنه جلال اباد
پوهې مجله ۱۳۹۵هـ ش پرله پسې ۶۱ ګڼه ۱۹۵-۱۹۸ مخونه