لیکنه : ضیاءالحق سیند
ما په دې را ټولې شوې لیکنې کې د ښاغلي پوهنوال جمشید رشیدي د ادبتوري د اثر د ټولو پنځوو څپرکو ۷۱ پوښتنې له درنو اخځونو څخه را ځواب کړي دي ، تاسې ښاغلي لوستونکي په لنډه توګه دې پوښتنو او ځوابونو ته را بولم ، چې په پنځوو څپرکو کې رانغاړل شوي دي، دا هم تاسې او دا هم د ادبتوري ۷۱ پوښتنې او ځوابونه:
د لومړي څپرکي پوښتنې او ځوابونه:
1 پوښتنه: په عمومي ډول په ادب تیوري کې کوم بحث کیږي لنډ معلومات ورکړئ؟
1 ځــواب: په عمومي توګه په ادب تیوري کې د ټولنپوهنې د علمي قوانینو له مخې د ادب او ټولنې تر مینځ اړیکو،د ادبیاتو د پیدایښت عواملو،د ادبي مکتبونو،میتودونو، سبکونو، په ادبیاتو کې شکل او مضمون او د بیلا بیلو ادبي ډولونو او ژانرونو په هکله بحث او څیړنه کیږي.
2 پوښتنه: د ښاغلي محمد صدیق روهي نظر د ادب تیوري په اړوند واضح کړئ؟
2 ځــواب: ښاغلی محمد صدیق روهي په پښتو ادبیاتو تاریخ کې د ادب تیوري په اړه لیکي:
((ادبي تیوري د ادبي اثارو پر منشأ،ماهیت،تکامل،ارزښت او د ارزیابي پر میتودونو او پرنسپونو بحث کوي))
3 پوښتنه: بوبیکا د چا اثر دی او تیوري په اړوند په کې کوم موضوعات شته په درې کرښو کې یې ولیکئ؟
3 ځــواب: بوتیکا د ارسطو اثر ده ، نوموړي په بوتیکا نومي اثر کې په عمومي ډول د ادب په باب ډیرو پوښتنو ته ځواب ورکړی وه، او د ادب عرفاني او تربیوي ارزښت ته يې خاصه پاملرنه کړې وه ، ادبي غوښتنو ته یې معیارونه ټاکلي وو، د واقعیت پیژندنې او په هغه باندې د ادب د اغیزې ارزښت یې ښودلی وه.
4 پوښتنه: د لرغوني یونان لس تنه مشهورو لیکوالو صرف نومونه واخلئ؟
4 ځــواب: هومر، هزیود ، وچي پندار، سوفو کلیز ،یوروپیدز، ارستوفان ، ارسطو …
5 پوښتنه: ادب تیوري د علم په حیث څه وخت رامینځ ته شوه لنډ معلومات ورکړئ؟
5 ځــواب: ادب تیوري لا ډیر پخوا د علم په حیث مینځ ته راغلې وه ، ارسطو د ادب او هنر اجتماعي ارزښت ته لا هغه وخت خپله پاملرنه اړولې وه ، په دې باب یې یو ښه اثر (بوتیکا) لیکی وه.
6 پوښتنه: د نوی او مترقي ادب تیوري ځانګړي خصوصیات کوم دي واضح یې کړئ؟
6 ځــواب: په نوي ادب کې یوه پخه عقیده دا ده چې په عمومي ډول سره هنر د ټولنې څخه را پورته کیږي، ټولنیزو حقایقو ته انعکاس ورکوي او په ټولنیز ژوند کې ځانته یو ځای اشغالوي ، اجتماعي تجربې او حقایق ډیر ځله په هنر کې تجسم پیدا کوي هنر یو تخلقي صفت لري او د ابتکار قدرت پیاوړي کوي.
7 پوښتنه: د کارل مارکس او انګلس تیوري په لنډ ډول واضح کړئ؟
7 ځــواب:
۱ـ د مارکس او انګلس ارددوی تیوري د نورو مؤسیسنو نظریات د ادبیاتو او هنر په باره کې.
۲ـ د هغو مترقي اشخاصو هلې ځلې چې په سیاسي ژوند کې فعاله ونډه لري،او غواړي چې له ادبیاتو څخه د سیاسي وسلې په توګه کار واخلي.
۳ـ د مترقي اشخاصو له خوا د ادبي تیوري وده او تکامل دوی غواړي چې د مترقي تیوري عمومي پرنسیپونه او د مترقي اشخاصو د تجربو عملي نتایج د ادب تیوري د لا غني کولو لپاره په کار اچوي.
8 پوښتنه: ارسطو ادبي انواع په ډوله ویشلي دي معلومات ورکړئ؟
8 ځــواب: ارسطو د ادبي انواعو ویشنه په درې ډوله کړې:
۱لف ـ اپیک(حماسي) ب ـ لیریک(غنایي) ج ـ ډراماتیک(تمثلي )
9 پوښتنه: د غنایي ادبي اثارو په اړوند په لنډ ډول توضیحات ورکړئ؟
9 ځــواب: هغه ادبي اثارو ته وایي چې شاعر او لیکوال د انسان روحي او ذهني نړۍ ، افکار او احساسات پکې انځور کړي.
10 پوښتنه: د ادب کلیمه په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
10 ځــواب: ادب په لغت کې پوهې او زرکې ته وایي ، او په اصطلاح کې هغې پوهې او زرکې ته وایي چې د هغې په واسطه سړی د خطا څخه بچ شي. (ابــن سیــــــــنا) ادبي ځیلونه او لومړنی لیکوال
11 پوښتنه: فطري او اکتسبابي یعنې څه معلومات ورکړئ؟
11 ځــواب: د ځینو پوهانو په اند ادبیات په لمړي سر کې د ډوله (فطري او اکتسابي) باندې ویشلی ده،
الف فطري : دا یوه الهي لورینه وي چې د انسان په خټه کې مښل شوی وي،
ب اکتسابي : او دا د ادب هغه ډول دی چې انسان ته د کړاو او ریاضت ګاللو په پای کې ور په برخه شوی وي.
12 پوښتنه: د پوهاند صدیق الله رښتین نظر د ادب په اړوند ولیکئ؟
12 ځــواب: ښاغلي صدیق الله رښتین په دې اړه داسې څرګندونې کړي دي.
( ادب د عربو په لغت کې پوهې اوځیرکې ته وایي، او په اصطلاح کې ادب په دوه ډوله دی، يو یې نفسي ادب چې اخلاقي فضلیت او ښیګړې ته وایي ، او بل درسي ادب دی چې له دې څخه مطلب په ښه طریقه ویل ، لیکل او خپل مطلب ښکاره کول دي).
13 پوښتنه: تولستوي په خپل اثر کې (هنر څه شی دی) په نوم هنر په اړوند څه وایي واضح یې کړئ؟
13 ځــواب: ادب د هنر یوه مهمه څانګه ده، کله چې پوښتنه پيدا کیږي هنر د هنر لپاره که د ژوند لپاره؟ کله چې دا پوښتنه د ادب په باب کیږي ځواب یې هغه څوک ورکوي چې هنر او ادب د ایډیا او اجتماعي ارزښت څخه بیلوي ، کله په یوه عبارت او کله په عبارت هنر او ادب خپله هدف بولي.
14 پوښتنه: د ښې لیکنې فقط پنځه ځانګړنې ولیکئ؟
14 ځــواب : ۱ پـه یـــوه ښــه لیــــکنــه کــــې بـــایــد روان او ســـاده لــغــاتــونــه وکــــارول شـــي.
۲ په یـوه ښه لیکنه باید د پردیو لغاتو او اصطلاحګانو د کارونې څخــه ډډه شــوي وي.
۳ یوه ښه لیکــنه باید د نـوښـــــت او ابتـــکار له قــــــدرت له قدرت څخه خالي نه وي.
۴ په یوه ښه لیکنه کې بـایـــد لیـک نښـــې په بشــــپړ ډول مــــراعــــــات شـــــوي وي.
۵ په ښې لیکنه کې باید د فصــــاحت او بلاغــــــت اصــــول په بشپړ ډول مراعات کړي.
د دویم څپرکي پوښتنې او ځوابونه:
1 پوښتنه: ادبپوهنه څو اساسي او څو فرعي څانګې لري نومونه یې واخلئ؟
1 ځــواب: ادبپوهنه سربیره په درېو اساسي څانګو (ادب تاریخ ، ادب تیوري ، ادبي نقد) نورې فرعي څانګې هم لري، لــــــکه: کتاب پوهنه ، متن پوهنه ، سبک پیژندنه او میتودولوژي.
2 پوښتنه: د کارل مارکس نظر د ادب تاریخ په اړوند ولیکئ؟
2 ځــواب: د ادب تاریخ په اړه نوموړی لیکي: ( جهاني تاریخ شته ، مګر د تل لپاره نه ، تاریخ د جهاني تاریخ په حیث دا یوه نتیجه ده او بس.)
3 پوښتنه: د پښتو ادب تاریخ په اړوند تر اوسه کوم اثار لیکل شوي د شپږو نومونه واخلئ؟
3 ځــواب: نــــومــــوړي اثــــر پـــه لانــــــدې ډول دي:
۱ ــ تـــاریخــچــه شعــــــر پشــــتو »»»»((حبیـبي))
۲ ــ د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک »»((حبیـبي))
۳ ــ د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهـــم ټوک »»((حبیـبي))
۴ ــ د پښــتو ادب تاریـــخ »»»»»»»»»((حبیـبي))
۵ ــ د پښــــــتو ادبیــــاتو تاریـــــخ»»»»»((رښتین))
۶ ــ د پښتو ادبیاتو تاریخ درې واړه دورې ((زیــور))
4 پوښتنه: د ادبي کره کتنې مهمه دنده په لنډ ډول واضح کړئ؟
4 ځــواب: د ادبي کره کتنې مهمه دنده دا ده، چې د ټاکلو ادبي څرګندونو هر اړخیز تحلیل وکړي او د اډیال په نظر کې لرلو سره د هغوې هنري ارزښت او اهمیت په معاصر وخت کې چې واقعیت لري څرګند کړي.
5 پوښتنه: د ادب تاریخ او ادبي تذکرې توپیر ولیکئ؟
5 ځــواب: ادبي تذکره هغه اثر ته ویل کیږي چې د شاعرانو احوال او ژوند پیښې ، اثار او د کلام بیلګه یې هم پکې خوندي وي، مګر ادب تاریخ بیا په عامه مانا دیو ملت د علمي ، ادبي او فکري پرمختګ او تنزل د حالاتو بیان او په ځانګړي مانا د شاعرانو او لیکوالانو د کتابونو او اثارو د حالاتو او د ژبې ادبي دورو بیان ته ادب تاریخ وایي.
او ځانګړی توپير یې په دې کې ده چې د ادبي تذکرې لپاره یو ټاکلی جغرافیایي موقعیت په نظر کې نه نیول کیږي او ادب تاریخ بیا په د یوې ژبې علمي زوړتیا او لوړتیا په ټاکلي زمان او مکان کې تر بحث لاندې نیسي.
6 پوښتنه: په پښتو ادب کې لومړنې تذکره کومه ده په اړه یې لنډ معلومات ورکړئ؟
6 ځــواب: د پښتو ادب لومړنۍ ادبي تذکره د سلیمان ماکو تذکره الاولیا ده، چې په ۶۱۲ ل ل کې لیکل شوې ده.
7 پوښتنه: د ادب تیوري د ستونزو په اړه لنډ معلومات ورکړئ؟
7 ځــواب: که د پښتو ادب لرغونې دوره د کلاسیکې دورې سره پرتله کړو ، او د یوې تیورۍ له مخې په کې د ودې او انکشاف کډ اصول او قوانین ولټوو ، نو مطلوبه نتیجه ور څخه لاس ته نه راځي ، چې دا هم یو ډول د ادب تیوري ستونزه ده.
8 پوښتنه: سر محقق زلمي هیواد مل په خپله یوه لیکنه کې د تذکرې لیکنې عمومي اصول په څو ډوله ښودلي واضح یې کړئ؟
8 ځــواب: نوموړي د تذکرې لیکنې عمومي اصول په لاندې څلور ډوله ویشلي دي:
۱ـ د شاعر یا لیکوال بشپړ احوال او د ژوند پیښې.
۲ـ د شاعر یا لیکوال اثار او بشپړ ایجابات.
۳ـ د شاعر یا لیکوال د اثارو ښکلي او موضوعي ځانګړتیاوو څرګندونه.
۴ـ د شاعرانو او لیکوالانو د احوال معرفي تر څنګ د هغوی د اشعارو او یا نثري لیکنو بیلګې راوړل.
9 پوښتنه: د متعمد شینواري نظر د ادبیاتو تاریخ او ادبي تذکرې توپیر په اړوند یې ورکړی په لنډ یې توضیح کړئ؟
9 ځــواب: نوموړی په دې اړه داسې وایي:
(( دا کفایت نه کوي چې ادبیات په دورو وویشو او د هرې دورې د شاعر یا لیکوال نوم واخلو، او د کلام نمونه ، د شعر بیلګه یې وښیو دا به د یوې ژبې ادب تاریخ نه وي، بلکې دا به په حقیقت کې تذکره وي.))
10 پوښتنه: د اسلام په اولو وختونو کې کره کتنه د ودې او انکشاف له مخې په کوم حال کې وه لنډ معلومات ورکړئ؟
10 ځــواب: د اسلام په اولو وختونو کې شعر ته په ښه سترګه نه کتل کېده، خو وروسته د امویانو په دوره کې موسیقي او شعر ته زیاته پاملرنه وشوه ان تو دې چې د خلیفه په مخ کې به لوستل کېده ، او نقد لپاره به خپله خلیفه ناست ؤ ،او کره کتنه به یې پرې کوله ، د دې ډلې څخه عبدالله ابن مروان او مامون یادولی شو.
11 پوښتنه: د ښه او پیاوړي کره کتونکي صفات کوم دي واضح یې کړئ؟
11 ځــواب: د یو پیاوړي کره کتونکي ځانګړنې د کره کتنې په مضمون کې په لاندې درېو ډولونو راوړل شوي دي:
الف ـ کره کتونکی باید د پوهې او بصریت خاوند وي.
ب ـ کره کتونکی باید هیڅ ډول تعــــــصب ونه لــري.
ج ـ کره کتونکی باید د عدل او انصـــاف خاوند وي.
12 پوښتنه: تاریخچه شعر پشتو د چا اثر دی او په کوم کال چاپ شوی دی؟
12 ځــواب: د عبدالحی حبیبي اثر دی، او په (۱۳۱۴ ل ل) کال لیکل شوی دی.
13 پوښتنه: د پوشکین نظر د هنري اثارو په اړوند ولیکئ؟
13 ځــواب: نوموړی لیکي : پـــاخــــه هـــنري اثــــار تـــل تــــازه او تـــل ځــــوان دي.
د درېیم څپرکي پوښتنې او ځوابونه:
1 پوښتنه: لنډه کیسه په اروپا او افغانستان کې څه وخت رامینځ ته شوه او لمړنی لیکوال یې څوک ؤ؟
1 ځــواب: په اروپا کې د لمړي ځل لپاره په کال ۱۸۸۵ ز د (اډګرالن پو) له خوا رامینځ ته شوه ،
او په بره پښتونخوا کې د لمړي ځل لپاره استاذ عبدالحی حبیبي او په لره پښتونخوا کې سید راحت زاخیلي په کال ۱۹۱۷م (شلېدلې پڼه) لیکلې ده.
2 پوښتنه: د جک لندن نظر د لنډې کیسې په اړوند واضح کړئ؟
2 ځــواب: جک لندن وایي:
((کیسه باید په کانکریت موضوع باندې د ژوند ، مرګ او خوځیدو سره خوندوره او په زړه پورې وي)).
3 پوښتنه: تلوسه یا غوټه په کیسه کې څه رول لري معلومات ورکړئ؟
3 ځــواب: تلوسه د کېسې هغه مهارت دی چې لوستونکی په عین وخت کې د یو ډول ویرې ، شک او وسواس سره مخ کوي او همدارنګه دې ته یې اړ باسي چې تر پایه د کیسې سره پاتې شي او کیسه یوازې پرې نږدي .
4 پوښتنه: ناول په اصطلاح او لغت کې واضح کړئ؟
4 ځــواب: ناول په لغت کې د نوی ، عجیبه ، او تازه څیز په مانا ده،
او په اصطلاح کې ناول هغې نثري کیسې یا داستان ته وايي چې د لنډې کیسې څخه لوی او له رومان څخه کوچنی وي.
5 پوښتنه: د پنځه ژباړل شویو ناولونو صرف نومونه واخلئ؟
5 ځــواب: ۱: په پټه د پټو پلټنه ۲: رحمن کورونه ۳: نقش نګین ۴: توبه النصوح ۵: د ژوند مینه
6 پوښتنه: د کرکټر، پرسوناژ دنده په ناول کې څه واضح یې کړئ؟
6 ځــواب: کرکټرونه ، د ناول اساسي توکي دي ، بې له دې څخه کیسه پر مخ نشي تلای ، کرکټرونه په کړنو او عملونو کیسه بشپړوي او وروستې پایلې ته یې رسوي.
7 پوښتنه: د ناول او رومان توپیر ولیکئ؟
7 ځــواب: ناول له رومان څخه کوچنی او د یو اتل او اتلې درلودونکی وي، خو رومان نظر ناول ته لوی او د څو اتلو او اتلانې پکې خپله دنده پر مخ بیایي ، او همدارنګه د اصلي کیسې تر څنګ څو نورې کیسې پر مخ بیایي او بل مهم فرق یې دا ده چې په ناول کې کیسه پر واقعیتونو ولاړه وي ، خو په رومان کې کیسه خیالي وي مانا دا چې داسي وي چې نه پیښه شوی وي او نه به هم پیښه شي….
8 پوښتنه: لومړنې په سټیج شوی ډرامه چا لیکلې او څه نومیږي واضح یې کړئ؟
8 ځــواب: لومړنۍ په سټیج شوی ډرامه په یونان کې د نن څخه ۲۵۰۰ کاله مخکې د (سکای لس) له خوا لیکل شوې او په سټیج ښودل شوی ده.
9 پوښتنه: ادبي ټوټه په لنډ ډول را وپیژنئ؟
9 ځــواب: (( ادبي ټوټه په ژبه کې هغه خوږ نثري کلام ته وایي چې په ډیرو باریکو ، خوندورو او لنډو الفاظو کې جامع مطالب څرګند کړي یانې د وینا طرز یې خورا ښکلې هنري بڼه او ترکیب ولري)).
10 پوښتنه: په پښتو ادب کې د تکل ځانګړنې ولیکئ؟
10 ځـواب: فضل میر خټک د تکل عامې ځانګړنې داسې ښودلي دي:
الف: د موضوع لنډون یا اختصار….
ب: د شخصیت څرګندوالی یا اظهار….
ج: د خوښې رسولو په موخه یا مقصد….
11 پوښتنه: رومان د جوړښت له مخې په څو ډوله دی؟
11 ځـواب: رومان د جوړښت له مخې په څلور ډوله ده:
۱: د پیښو رومان ۲: د شخصیت رومان ۳: نظر یاتي او ایډیولوژیک رومان ۴: مکاتباتي رومان
12 پوښتنه: طنز په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
12 ځـواب: طنز په لغت کې د ناز ، کرشمه ، مکیز او نخرو ته وایي ، او په ګړنه (اصطلاح) کې د نثري ځیلونو څخه یو داسې ځیل (ژانر) دی چې په مناسبه توګه د ترخې نیوکې بیان په خوږه ، ژبه ، کنایه او خندا لرونکي ډول ته طنز وایي.
13 پوښتنه: د لنډې کیسې ځانګړنې په لنډ ډول ولیکئ؟
13 ځـواب: د لنډې کیسې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
۱: لنډه کیسه چـــې لنډه وي او لوستل یې د نـــیــم سـاعت څخه زیات وخت ونه غواړي.
۲: لنډه کیسه د داسې تړلیو عناصرو څخه جوړه وي چې د یو د بل تر اغیزې لاندې وي.
۳: لنډه کیسه کـــــې د تـــــاثــــیـــــر او اغــــیــــزو یــــووالــــی یــــــوازنـــی شــــرط ده.
14 پوښتنه: تکل په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
14 ځـواب: د تکل لغوي مانا هڅه ، هاند ، اراده ، نیت او قصد ده، او په اصطلاح کې د هنري ادب یو ډول دی چې له ادبي ټوټې سره ډیر او له لنډې کیسې لږ ورته والی لري.
15 پوښتنه: د موضوع له مخې طنز په څو ډوله ویشل کیږي صرف نومونه یې واخلئ.؟
15 ځـواب: د موضوع له مخې طنز په شپږ ډوله ده:
۱: ټولنز طنزونه ۲:سیاسي طنزونه ۳:تاریخي طنزونه ۴:مذهبي طنزونه ۵:فلسفي طنزونه ۶:تلفیقي طنزونه
16 پوښتنه: د علمي رومان په اړوند لنډ معلومات ورکړئ؟
16 ځـواب: په علمي رومان ډیره هڅه دې ته کیږي چې پیښې باید علمي اړخ ولري او لوستونکي ته د علمي څیړنو ، موندلو او اختراعاتو په باب معلومات ورکړي.
د څلورم څپرکي پوښتنې او ځوابونه:
1 پوښتنه: د نظمي ژانرونو په هکله لنډ معلومات ورکړئ؟
1 ځـواب: د پښتو ژبې ادب د دوه ډوله ژانرونو درلودونکی دی، الف: نثري ژانرونه ب: نظمي ژانرونه
نظمي ژانرونه هغه ژانرونه دي چې د وزن او قافیې درلودونکي وي، بیا دغه ژانرونه (نظمي ژانرونه) هم په پښتو ادب کې په درېو ډلو ویشل شوي،
الف: د عربي ژبې څخه راغلي ژانرونه ب: د پښتو شاعرې ژانرونه ج: ازاد شعر ژانر
2 پوښتنه: رباعي تعریف او په پښتو کې تو ټولو لرغونې رباعي چا ویلې ده واضح یې کړئ؟
2 ځـواب: رباعي د (رباع) له کلیمې څخه اخستل شوی کلیمه ده چې د څلوریزې مانا ته منسوب او هم ردیفه ښکاري،او په اصطلاح کې هغه څلور مسریز شعر ته وایي چې لمړی بیت یې مقفی وي درېمه مسره یې قافیه نه لري او څلورمه مسره یې د مطلعې قافیه تعقیبوي.
او په پښتو ادب کې لومړنې رباعي (څلوریزه) خلیل خان «نیازي» ویلې ده.
3 پوښتنه: قطعه یا پاړکې تعریف او وویاست چې په کومو ژانرونو کې شامیلیږي؟
3 ځـواب: قطعه په وزن او اهنګ کې د رباعي په شان راځي مګر توپیر یې دومره دی چې رباعي د دوو بیتونو څخه زیاته نه وي خو قطعه دوه بیته او د دوه بیتو څخه زیاته هم راتلای شي، او بل فرق یې دا دی چې د قطعې اول بیت دوهمه مسره او د دوهم بیت دوهمه مسره سره هم قافیه راځي، او قطعه یو هم له هغه ژانرونو څخه دی چې د عربي څخه پښتو ادب ته راغلي دي.
4 پوښتنه: د غزل جوړښت او همدا شان په پښتو کې د لومړني غزل په اړوند معلومات ورکړئ؟
4 ځـواب: غزل هم د څلوریزې په شان لومړنی بیت یې مقفی او د بل هر بیت دوهمه مسره د مطلعی قافیه تعقیبوي خو فرق یې څلوریزې سره په دې کې دی چې څلوریزه څلور مسریز شکل او غزل د پنځو بیتونو څخه کم او د پنځلسو بیتونو څخه زیات نه وي ،
او پښتو ادب کې لومړنی غزل (اکبر زمینداري) په ۷۷۱ ل ل کال کې یې ویلی دی.
5 پوښتنه: د معاصرو غزل ویونکو شاعرانو له جملې څخه د پنځو تنو نومونه واخلئ چې د معاصر ادب په وده او پرمختګ کې ځانګړی رول لري؟
5 ځـواب: ۱ـ بینوا ۲ـ سیلاب ۳ـ لایق ۴ـ دوست ۵ـ حافظ …….
6 پوښتنه: قصیده (بـولـــلـــه) په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
6 ځـواب: قصیده عربي کلیمه ده، چې د قصد له مصدر اخستل شوی چې مانا یې استقامت ، سموالی ، برابري او سپیڅلتوب دی، او غزل ته ورته شکل لري(لمړی بیت یې مقفی او نور د هر بیت دوهمه مسره د مطلعی قافیه تعقیبوي) خو د بیتونو شمیر یې د ۱۵ څخه زیات تر ۲۰۰ پورې او یا هم تر دې زیات وي.
7 پوښتنه: د پښتو د ادب د لغونو او معاصرو قصایدو په مینځ کې کوم ځانګړی توپیر شته که وي واضح کړئ؟
7 ځـواب: ځانګړی توپیر یې په دې کې دی چې پخوا به قصیدې په درې برخو ویشل کیدې، لمړی برخې ته به يې تغزیل یا تشبیب ویل کیده، دوهمه برخه به یې اصلي موضوع ،او همدارنګه وروستې برخه به یې دعایه وه، خو اوسني لیکوالان دغه درې برخې چندان په نظر کې نه نیسي او یوازی عمومي فورم تعقیبوي.
8 پوښتنه: پښتو ادبیاتو کې د لومړنی مثنوي جوړښت او ځانګړنو په اړه لنډ معلومات ورکړئ؟
8 ځـواب: د اکبر زمینداوري مثنوي د اته څپه ایز مثنوي په شکل ویل شوی چې چې فشار یې په درېمه او اوومه څپه (هجا) راځي.
9 پوښتنه: د څلوریز او رباعي تر مینځ توپیر واضح کړئ؟
9 ځـواب: څلوریز (مربع) هر بند یې څلور مسرې لري د لومړني بند څلور واړه مسرې یې په خپل مینځ کې هم قافیه وي ، او د نورو بندونو درې مسرې یې په خپل مینځ کې هم قافیه او څلورمه مسره یې د لومړني بند قافیه تعقیبوي او همدارنګه کچیرته ردیف ولري نو هماغه ردیف تعقیبوي،خو رباعي ټول مسریز ځیل دی چې لمړې دوه مسرې یې په خپل مینځ کې هم قانیه درېمه مسره یې ازاده او څلورمه مسره یې د مطلع قافیه تعقیبوي.
10 پوښتنه: د اته ایز (مسمن) په اړوند لنډ معلومات ولیکئ؟
10 ځـواب: هر بند یې اته مسرې لري، چې د لومړني بند اته واړه مسرې په خپل مینځ کې هم قافیه او د نورو بندونو اووه مسرې په خپل مینځ کې هم قافیه او اتمه مسره یې د لومړني بند (مطلعې) قافیه تعقیبوي او که چیرته ردیف ولري نو هماغه د لومړني بند ردیف هم تعقیبوي.
11 پوښتنه: د افلاطون نظر د شعر په هکله واضح کړئ؟
11 ځـواب: افلاطون د شعر په هکله ویلي دي (( زه ډير زر وپوهیدم ، چې د شاعرانو د کلام تومنه پوهه نه ده؛ بلکې د دوی وینا او شعرونه د طبیعت د ځینو عواطفو ، ذوق څخه رامینځ ته کیږي….))
12 پوښتنه: اروپایانو منظوم اشعار د موضوع له مخې په څو ډولونو ویشلي دي واضح یې کړئ؟
12 ځـواب: اروپایانو د موضوع له مخې منظوم اشعار په درې ډوله ویشلي دي:
الف: حکایتي اشعار ب: غنایي اشعار ج: ډراماتیک اشعار
13 پوښتنه: په سراج الاخبار کې لومړنی پښتو چاپ شوی شعر د چا ؤ او په کوم کال چاپ شوی ؤ؟
13 ځـواب: په سراج الاخبار کې لومړنی چاپ شوی پښتو شعر د (مولوی صالح محمد خان) ده ، چې په کال ۱۹۱۴ ع د جون په ۲۵ نیټه خپور شو.
14 پوښتنه: د لرغوني او معاصر شعر ځانګړی توپیر په څه شي کې دی، په لنډ ډول یې واضح کړئ؟
14 ځواب: د لرغونې دورې په شعرونه کې یوازې ویاړنه او غندنه او په محدودو قالبونو کې شعرونه ویل شوي خو په معاصره دوره کې شعر هر اړخیزه مانا ویل شوی، او د لرغونې دورې قالبونه یې مات کړي او په سمه بڼه ویل شوي دي او نور ډیر زیات قالبونه د شرقي شاعرې پښتو او ادب ته داخل شوي.
15 پوښتنه: د شعر اړین توکي کوم دي معلومات ورکړئ؟
15 ځـواب: شعر اساس او بنسټ احساس، معنوي تصویر ؛ او عواطف تشکیلوي،
خو په ادب پوهنه کې د احساس طبري په اند د شعر اړین توکي څلور ښودل شوي:
الف: مفکوره ب: احساس ج: تخیل د: اهنګ او وزن
16 پوښتنه: تخیل په شعر کې څه شی دی او څه رول لري؟
16 ځـواب: تخیل: د شعر تر ټولو مهم او اساسي توک تخیل دی، تخیل هغه استعداد یا قابلیت دی ، چې د واقعیت نه د لاس ته راغلیو انطباعاتو پر بیسټ پر بشري شعور کې نوي هسي یا فکري انځورونه تخلیق کړي هغه چې په ټاکلی شیبه کې واقعي موجودیت ونه لري.
17 پوښتنه: په شعر کې هنري ارزښت یعنی څه واضح یې کړئ؟
17 ځـواب: هنریت یا هنري ارزښت په شعر کې هغه مهمه ځانګړنه ده چې ادبي او نورې عادي لیکنې سره بیلوي، او په هنري ادبي لیکنو کې د لیکوال یا ادبي اثر د ایجادوونکي ذوق ، احساس او تمایلات د واقعیت یا مطلب د افادې لپاره بنسټز حیثیت لري.
د پنځم څپرکي پوښتنې او ځوابونه:
1 پوښتنه: د معاني علم په اړوند لنډ معلومات ورکړئ؟
1 ځـواب: معاني علم هغه علم ته وایي چې د لفظ حالات بیانوي، مګر دا بیان له داسې حیثه چې د کلام مطابقت د مقام له اقتضاء سره څرګندوي.
2 پوښتنه: د بیان علم او عروضي علم تعریف او وویاست چې ایا په معانې علم کې شاملیږي؟
2 ځـواب: د بیان علم: بیان په لغت کې سپړلو ، څرګندولو ، په ډاګه کولو ته وایي او په اصطلاح کې هغه علم دی چې د غیر مطابقي دلالت په ډول د مطلب ادا راښیي، ادبي فنون محمد اقا شیرزاد
عروضي علم: دا علم د شعر، وزن او بحرونه بیانوي. زما په اند هو دا دواړه څانګې(عروض،بیان) په معاني علم کې شاملیږي، ځکه چې که څوک د بیان او عروضو په علم پوره پوهه ونه لري نشي کولای چې خوږ ژبې اووسي او د معاني په علم په ښه ډول پوه شي.
3 پوښتنه: فصاحت په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
3 ځـواب: فصاحت په لغت کې د ظهور او څرنګوالي په مانا دی، او په اصطلاح کې هر هغه کلیمه یا کلام چې مانا یې ښکاره وي فصیحه کلیمه یا کلام ورته ویلای شو، او فصاحت یو صفت دی چې کلیمه ، کلام او متکلم درې واړه پرې ستایل کیدای شي.
4 پوښتنه: د حکم په اعتبار کلام په څو ډوله دی معلومات ورکړئ؟
4 ځـواب: د حکم په اعتبار کلام په دوه ډوله ده: الف: خبر ب: انشاء
5 پوښتنه: وایي چې تنافر هغه غږونو ته ویل کیږي چې په ژبه سخت او درانه ادا کیږي په مثال کې واضح کړئ؟
5 ځـواب: لکه په لاندې قطعه کې:
ګـــــروه مـــــې هغـــــه لرغـــــونې دی
اوس هـــــم کــروړ په لرغــــونه یـــــم
تــــــورانــــی د ښـــــن چـــــې وایــــي
زه لــــــه ګــــــروه پـــــــــه اړه یــــــم
په دا پورته دوو بیتونو کې ژبه سخته او درنه ادا کیږي او په غوږونوهم درانه لګیږي ، چې دې ډول کلام ته تنافر وایي.
6 پوښتنه: غرابت او قیاس مخالفت یعنې څه؟
6 ځـواب: غرابت داسې نا اشنا ، وحشي ، نامانوسو او نامالوفو کلیمو او الفاظو ته ویل کیږي، چې یا ډيرې ماناوې ولري او یا یوی خوا ته هم قرینه او نښه نه وي.
قیاس مخالفت: د قیاس مخالفت دې ته ویل کیږي، چې د ژبې د قانون او ژبدود څخه خلاف وي.
7 پوښتنه: بلاغت په لغت اصطلاح کې واضح کړئ؟
7 ځـواب: بلاغت په لغت کې رسیدلو ته وايي ، او په اصطلاح کې د حال او ځای له غوښتنې سره فصیح خبرې کول دي.
8 پوښتنه: معاني بحث کې ژبه د فصاحت او بلاغت سره کوم تړاو لري؟
8 ځـواب: که څوک په فصاحت او بلاغت کې پوهه ولري هغه کولای شي چې د معاني په علم ډیر زر ځان پوه کړي، او همدارنګه که معاني علم کې پوهه ولري نو کولای شي چې ډیر فصیح او بلیغ وي.
9 پوښتنه: شعور یعنې ذهني فعالیتونه په اړوند یې بشپړ معلومات ورکړئ؟
9 ځـواب: شعور(ذهني فعالیتونه) ټول ذهني فعالیتونه د مادې په ټاکلو جریانونو پورې اړه لري او دغه جریانونه په هغو فزیولوژیک جریانونو پورې اړه لري ، چې د انسان په مغز کې پیدا کیږي.
(روحي او شعوري فعالیتونه د دماغ د یوې ټاکلې برخې فزیولوژیک جریانات دي).
10 پوښتنه: کنایه او صریح الفاظ په خپل مینځ کې کوم توپير لري واضح یې کړئ؟
10 ځـواب: دغه دوه لفظونه په خپل مینځ کې ډیر توپیر لري، او هغه دا چې که د چا د خولې څخه صریح الفاظ ووځي لکه: طلاق که په ټوکو او یا هم کوم بل مطلب نیولی وي،هغه خپل کار کوي او طلاق واقع کیږي او نیت ته ضرورت نشته ، مګر په کنایو کې نیت یا د حال دلالت ضروري دی،که یو سړی په غلا یا زنا اقرار وکړي د دې لپاره چې دا الفاظ صریح دي په حد کیږي یانې د غلا په اقرار کې د لسو روپیو څخه کمه نه وي لاس غوڅیږي او په دې بل اقرار په دورو وهل کیږي.
11 پوښتنه: عواطف په ادبیاتو کې څه دی،په یو مثال کې یې روښانه کړئ؟
11 ځـواب: عواطف یوه داخلي قوه ده، چې په نفس کې تاثیر لري او نفسونه متاثیره کوي ، مګر دا هم د یادولو وړ ده ، چې ټول هغه شیان ، په نفس اثر کوي حقیقي ادب یې نه شو بللای.
پای.
دا پورته متن د پوهنوال جمشید رشیدي د ادب تیوري له اثر څخه د ټولو پنځوو څپرکو د تمرینونو د پوښتنو د ځوابونه حل دی،د دې پوښتنو ځوابونه مې د نوموړي لیکوال د یو ډیر ارزښتناک اثر (ادب تیوری) څخه په ډیر دقت راټول کړي دي خو بیا هم انسان د خطاوو سره مخ ده، تر څو چې د ادب تیوري په ځانګړي ډول د دې کتاب (ادب تیوري) مینوال د کتاب د حجم (۲۷۳ مخه) د ډیرښت له امله د دې لیکنې څخه د لوستنې په وخت کې ګټه واخلو.
یادونه: د دې پورته پوښتنو د ځوابونو د لا سمون لپاره مې د ادب پوهنې ، ادبي کره کتنې او ادبي فنون څخه د ماخذونو په توګه ګټه اخیستې ده.
لیکنه : ضیاألحق سیند