ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
۹. د ادلر او فرويد د نظريو تر منځ اساسي توپير
ادلر او فرويد دواړه د لاشعوري پديدو او اروايي غوټو پر شتوالي باور لري. د دوى په نظر دا داسې انفعالات دي چې شعور يا وجدان ته يې لاره نه ده موندلې او ممكن د وجدان له خبرتيا پرته د سړي د چار چلند پر ټولو برخو اغېزه ولري خو پوښتنه دا ده چې د دې دواړو د نظريو تر منځ توپير څه دى؟
په فرويديزم يا د فرويد په اروايي نظام كې د ټولو غريزو په منځ كې اساسي نقش د جنسي غريزې او د هغې د تحول پر غاړه دى او يا اقلاً دې ته تمايل شته چې مسايل له دغه ليدلوري وڅېړل شي. حال دا چې په ادلريزم كې د بشر د سلوك لاملونه په حقارت، لويي غوښتنه او خونديتوب ته په اړتيا كې لټول كېږي.
په دې توګه د «اوديپ غوټه» complex [22]∗Oedipus د فرويديزم له نظره د خوند اخيستنې او خپلولو (تملك) له هغه لومړني احتياج څخه سرچينه اخلي چې ماشوم د خپل مور يا پلار په اړه يې لري (هر يو چې د ده مخالف جنس وي يعنې هلك د مور او نجلۍ د پلار) خو ادلر وايي چې دلته د جنسيت مسئله مطرح نه ده، نجلۍ هم د مور په اړه ورته كشش لري؛ بلكې مهمه مسئله دا ده چې وګړى د ناتوانۍ، ګوښه توب او وېرې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي. وروسته بيا د پياوړي (مور يا پلار) پر لور ورڅكېدل ممكن د شهواني تملك رنګ واخلي او د اوديپ يا الكترا Electra په واقعي غوټه واوړي.
لېكن د حقارت په اړه خبره دا ده چې د فرويد اكثر پلويان داسې انګېري چې دا د خصيتوب [23]∗castration له غوټې څخه رامنځته كېږي. د خصيتوب غوټه «د جنسي الت غوڅېدنه» له يوې لاشعوري وېرې څخه سرچينه اخلي چې سړى ګومان كوي خپل جنسي الت به لاسه وركړي او يا به تاوان ورته ورسېږي.
ادلر خبره اپوټه كوي او باور لري چې د خصيتوب غوټه له هغه حقارته زېږي چې د جنسي دستګاه يا د جنسي تجربې په برخه كې راولاړ شوى دى.
په دې توګه د فرويد او ادلر تر منځ د هغو مفاهيمو پر سر چې د جنسي مسئلې په باره كې يې څرګندوي اختلاف ليدل كېږي. د دې مسالې جزييات بېشمېره دي او په دې بحث كې نه ځايېږي.
په فرويديزم كې د ليبيدو libido يا شهواني انرژۍ تحول د انسان پر هره تجربه اغېز ښندي؛ حال دا چې د ادلر په نظر جنسيت د نورو فعاليتونو په شان يو فعاليت او يوه اړتيا ده چې كېداى شي د هرې تجربې په څېر حقيروونكى اوسي او كولاى شي پرته له دې چې لزوماً جنسي اړخ ولري، د ګڼو بېلارو جبرانونو لامل وګرځي. برعكس هغه حقيروونكى عامل چې له جنسي مسالې سره هېڅ تړاو هم نه لري، ممكن سړى پر داسې لارې بوځي چې جنسي جبرانونو ته مخه كړي.
یادښتونه:
[1]∗ په ځينو ملكونو كې شاګردان د لياقت په لحاظ په ګروپونو ويشل كېږي. مثلاً هغه شاګردان چې د نمرو اوسط يې ۸۰-۱۰۰ وي په A ګروپ كې، له ۶۰-۸۰ نمرې والا په B او تر هغه كښته نمرې والا په C ګروپ كې راځي. بيا د هرې ډلې د استعداد او ضرورت سره سم درسي پروګرام ورته جوړېږي. هلته هېڅوك اول نمره نه وي او هر څوك له خپلو همسويه ټولګيوالو سره په يوه ډله كې وي، په دې توګه به هېڅوك ځان حقير نه ګڼي. ژباړن
[2]∙ عسكري پرېډ معمولاً په هغو هېوادونو كې ډېر په ډبډبې سره تر سره كېږي چې يا خو مستبد حكومتونه لري، په خلكو كې يې ملاتړي لږ دي او حكومت خپلو خلكو ته خپل زور ښيي يا دا چې له ګاونډيو ملكونو په وېره كې دي او د زور په ښودلو سره هغوى په غوږ وهي چې پام چې حمله راباندې ونه كړئ. ژباړن
[3]٭ د تكبر هذيان په اروايي ناروغانو كې ليدل كېږي. ناروغ ځان خورا مهم كس معرفي كوي، مثلاً د افغانستان يو عادي وګړى به وايي «زه د سينما تر ګردو لوى ستورى يم، پوهېږې، هاليوود په ما پسې شله دى چې راځه زموږ په فلمونو كې كار وكړه خو زه يې نه منم. ها بله ورځ اميتابچن راته زنګ وهلى و، خواركى راته زارۍ كوي چې زما لور درپسې مري، خير دى واده ورسره وكړه» كله كله د دوى استدلال دومره قوي او د وينا انداز يې دومره جدي وي چې خپل مخاطب تر تاثير لاندې راولي او مخاطب يې پر خبرو باور كوي. ژباړن
[4]٭ ګومان كوم چې موږ به هم ځكه هر وخت د خپلو بابا ګانو تورې يادوو چې پخپله خوندي نه يو. موږ اكثره وخت داسې غښتلى حكومت نه دى لرلى چې د نورو د تيريو مخه ونيسي، همدا وجه ده چې كله يو او كله بل پر موږ باندې بريدونه كوي. موږ د دښمن د شړلو توان لرو خو د راتلو مخه يې نه شو بندولى؛ ځكه چې د دښمن مخه په فكر او تدبير سره ډب كېداى شي او موږ په دې برخه كې خوار يو. ژباړن
[5]٭ دغې ماشومانه هيلې هنر ته هم لاره كړې ده. په «مسټر انډيا» فلم كې يو هندي كيميا پوه داسې مواد جوړوي چې كه سړى يې استعمال كړي نو خلك به يې نه شي ليدلاى. د فلم اتل پر ځان باندې همدغه مواد اچوي. د هند د دښمنانو ځالې ته ورځي، د هغوى پلان معلوموي. د هند دښمنان غواړي چې پر دې هېواد اټومي حمله وكړي خو د فلم اتل دغه توطيه شنډوي. ژباړن
[6]∗ له بده مرغه زموږ په ښوونځيو كې د تكړه توب معيار يوازې د درسونو حفظ كول دي. شاګردانو ته نه د فكر كولو موقع او نه يې فكر ته ارزښت وركول كېږي. ژباړن
[7] ∗ hysteria يو ډول اروايي ناروغي ده چې د اروايي فشارونو په اثر رامنځته كېږي. څنګه چې مېرمنې تر نارينوو ډېر روحي فشارونه ګالي، نو دغه ناروغي په ښځو كې زياته ليدل كېږي. همدا وجه ده چې د ناروغۍ نوم هم له رحم څخه اخيستل شوى دى، hystericus په لاتين كې رحم ته وايي. پخوا ګومان كېده چې دغه ناروغي به د رحم له مرضونو سره تړاو لري خو اوس دا خبره رد شوې ده. ژباړن
[8]∙ څوك چې غيبت كوي، په حقيقت كې خپل مخاطب ته دا وايي چې پلانكى دغه عيب لري خو زه يې نه لرم. مګر د دې لپاره چې خپله ځانغوښتنه پټه كړي «خو زه يې نه لرم» ورسره نه وايي. ژباړن
[9]∙ زما په ګومان اكثر شاعران چې په خپلو شعرونو كې د خپل مرګ خبره كوي او په حقيقت كې پخپله خپل مرګ ژاړي، همدا وجه به لري. دوى د لوستونكي عواطف راپاروي او غواړي چې لوستونكو ته خپل مرګ ورياد كړي او پر خپل مرګ يې وژړوي. ژباړن
[10]∙ auto په يوناني ژبه د «خپل» يا «ځان» او nomos د «قانون» مانا لري او Autonomy هغه وړتیا ده چې سړى په خپل سر خپل كارونه وکړای شي، دعمل ازادي ولري او د دې وړتيا ولري چې په غيرعادي حالاتو كې پخپله خپله ستونزه حل كاندي او سمه پرېكړه وكړي.
زما يو دوست د ښوونځيو د نظارت دنده لري. هغه په يوه ښوونځي كې ليدلي وو چې د لومړي ټولګي يوه شاګرد په پتلانه كې ميتيازې كړې وې. ده له ښوونكي پوښتلي و چې تا ولې اجازه ورنه كړه چې تشناب لاړ شي؟ ښوونكي ويلي و: ځكه چې ادارې راته ويلي دي چې شاګردان هسې د تشناب پلمې كوي، اجازه مه وركوئ. زما دوست وايي ښوونكي بايد د ماشوم په ارواپوهنه وپوهېږي. د اول صنف زده كوونكي تازه د مكتب له چاپېريال سره اشنا كېږي، دوى تر ډېره له دې محيطه ډارېږي او هېڅكله د پلمې چل نه ورځي. دا د لوړو ټولګيو شاګردان دي چې ممكن چل ول وكړي خو د لومړي ټولګي يې نه كوي.
د دغه ښوونكي اوتونومي ضعيفه وه. هغه يوازې د قانون تطبيق ته پام كړى او ځان يې هېر كړى دى. ژباړن
[11]∗ sublimation د اروايي سيستم يو دفاعي ميكانيزم دى چې سړى خپل غريزي او طبيعي غوښتنې په داسې بڼه اړوي چې د ټولنې او كولتور له غوښتنو سره برابره وي. فرويد هنر ته په همدې نظر ګوري. هغه وايي چې انسان خپل شهواني تمايل د هنر په بڼه وړاندې كوي. د sublimation بل مثال دا دى چې جګړه مار سړى د سپورټ په وسيله خپل خشم سړوي. ژباړن
[12]∙ زه داسې كسان پېژنم چې په ښوونځي كې به چندان لايقه نه وو خو پوهنتون ته چې ولاړل بيخي بدل شول او هر يوه په خپل مسلك كې ښه پرمختګ وكړ. ګومان كوم زموږ ښوونكو به د دوى استعدادونه نه وو كشف كړي. ژباړن
[13]∗ psychogenic هغو ښكارندو ته ويل كېږي چې كوم فيزيكي يا بدني لامل ورته نه وي موندل شوى. له پخوا څخه د اعصابو ناروغۍ په دوو ډلو وېشل شوې دي: عصبي او عقلي. هغو ناروغيو ته چې بدني لامل يې جوت و، عصبي ناروغۍ او هغو ته چې واضح بدني علت يې نه و معلوم، عقلي ناروغۍ ويل شوي وو. مثلاً ميرګي ځكه عصبي ناروغي بلل كېږي چې علت يې د ماغزو په برقي سيستم كې ګډوډي ده او شيزوفرين ته ځكه د عقلي ناروغۍ نوم وركړ شوى و چې بدني علت ورته نه و موندل شوى. خو اوس د اكثرو عقلي ناروغيو بدني عوامل كشف شوي دي. په دې حساب psychogenic هغه ښكارندې دي چې موږ يې فيزيكي لامل نه دى كشف كړي، دا خبره سمه نه ده چې دغه ښكارندې به بدني علت نه لري. ژباړن
[14]∙ د فرويد له نظره د انسان اروايي سازمان درې برخې لري: .id, ego, superego دغه درېواړه اصطلاحات لاتيني دي. id يعنې «هغه يا دى»، ego يعنې «زه» او superego يعنې «بر زه». ایډ لاشعوري ماهيت لري او د انسان غريزي چارې رانغاړي. غريزې انسان ته له پخوانو نسلونو په ميراث پاتې كېږي. لوږه، تنده او شهوت د غريزې مثالونه دي. ایډ په بل شي پسې نه ګرځي يوازې د غريزو ارضا كول غواړي. دا د خوند په لټه كې وي او له دردوونكو څېزونو څخه تېښته كوي. ایګو د غريزي غوښتنو د ارضا كولو لپاره بهرنى نړۍ په پام كې نيسي. كه شرايط ورته مساعد وو، نو ارضا كوي به يې او كه نه وو، دغه غوښتنې به پر شا تمبوي. سوپر ایګو بيا د انسان غوښتنو ته د اخلاقو له نظره ګوري. كه يې غوښتنې په اخلاقي لحاظ مناسبې وې نو د پوره كولو اجازه به يې وركوي او كه انسان داسې يو كار وكړي چې د اخلاقو له نظره سپك كار وي، نو superego به په سړي كه د شرم او خجالت احساس پيدا كوي. ایګو د id ، superego او د بهرنۍ نړۍ د واقعيتونو تر منځ انډول ساتي. استاد اسدالله غضنفر په يوه مقاله كې دغه اصطلاحات خورا اسانه كړي دي. ده، id نفس، ego عقل او superego وجدان بللى دى. نفس هر څه غواړي په حلال و حرام او په ښه و بد پسې يې نه ګرځي. ایګو يا عقل بيا دې ته ګوري چې ايا دغه كار زما په ګټه دى كه په تاوان خو superego يا وجدان دې ته پام كوي چې دغه كار ته ټولنه، مذهب، قانون او اخلاق په كومه سترګه ګوري. ساده مثال يې دا دى چې نفس وږى دى، ډوډۍ غواړي. ته پيسې نه لرې چې ډوډۍ واخلې خو نفس درته وايي چې غلا وكړه. عقل درته وايي كه په غلا باندې ګير شې نو بندي به شې، مه يې كوه. وجدان هم درته وايي غلا مه كوه ځكه چې د بل د حق خوړل ښه كار نه دى. دلته وينو چې عقل او وجدان دواړه سړى له غلا منع كوي خو د دواړو هدفونه يو نه دى. عقل دې د بند له ډاره نه پرېږدي چې غلا وكړې او كه داسې امكان برابر وي چې په اسانۍ سره غلا وكړې او ګير نه شې نو بيا دې نه منع كوي. خو وجدان په هر حالت كې د غلا اجازه نه دركوي. ژباړن
[15]∙ کانفرامیزم Conformism هغه پروسه ده چې سړى هڅه كوي د نورو غوندې شي. سړى د خپلې ټولنې د باورونو، اقدارو او قوانينو په منلو او خپلولو سره ځان د ټولنې د نورو غړو په څېر جوړوي. ژباړن
[16]∙ عصبي رګونه چې له مغزو راوځي او په ټول بدن كې خپرېږي په يوه ځاى كې سره تېر بېر كېږي يانې د مغزو د چپې نيم كرې رګونه د بدن ښي طرف ته ځي او د ښۍ نيم كرې رګونه د بدن چب طرف ته. په اكثرو انسانانو كې (۹۵%) د مغزو چپه نيم كره برلاسې ده. په همدې وجه اكثر وګړي عمده كارونه په خپل ښي لاس باندې كوي. په ځينو كسانو كې خبره سرچپه وي، د دوى د مغزو ښۍ نيم كره پر چپې هغې برلاسې وي نو د دوى چپ لاس غښتلى وي او اكثر كارونه به په چپ لاس باندې كوي. ځينې ميندې پلرونه خپل چپ لاسي ماشومان مجبوروي چې مثلاً ليكل په ښي لاس باندې وكړي خو دا كار سم نه دى. دا كومه نيمګړتيا نه ده. د نړۍ ډېرې وتلې څېرې لكه مهاتما ګاندي، چارلي چاپلين، انشتين او د امريكا ځينې ولسمشران لكه كينيدي، مشر بوش او اوباما هم چپ لاسي دي. ژباړن
[17]٭ په كابل طبي پوهنتون كې زموږ ځينو استادانو له محصلانو سره ډېر ناوړه چلند كاوه. ځينو به يې هېڅكله چا ته پوره نمره نه وركوله، ويل به يې: «كه محصل ته سل نمرې وركړم نو ځان ته به څو وركوم؟» جالبه دا ده چې هغه استادان چې واقعاً پوه وو، له محصلانو سره به يې سلوك هم ښه و. هغه استادان به چې د پوهې په لحاظ له محصلانو چندان فرق نه درلود، د استبداد او ډيكتاتورۍ په زور به يې خپل بروالى ثابتاوه. موږ بيا له ځانه د يوه مرض نوم جوړ كړى و، موږ به ويل چې دغه استادان په PDS (personality deficiency syndrome) يا د شخصيت د فقدان په ناروغۍ اخته دي. ژباړن
[18]∗ د يوه اردو ژبي ليكوال د سفرنامې په سريزه كې ليكل شوي وو: «كله چې سړي ته معلومېږي چې نور نو ارزښت نه لري، يا سفر كوي يا ځان وژني. دواړه كارونه يو خېل دي خو فرق يې په دې كې دى چې پس له ځانوژنې سړى سفرنامه نه ليكي.» ګومان كوم چې له دندې څخه استعفا به هم همدا وجه ولري. كه سړى ځان ته په ډېر ارزښت قايل وي خو په خپل مقام كې يې داسې كارونه نه وي كړي چې خپل ارزښت ورباندې ثابت كړي نو دا به غوره ګڼي چې استعفا وركړي. البته استعفا د ريښتيا ويلو په څېر مېړانه غواړي، هر څوك يې نه شي كولاى. ژباړن
[19]∗ زموږ ځينې هزاره وطنوالو چې يو څه موده يې په ايران كې تېره كړې ده، اوس يې خپله شيرينه هزاره ګي لهجه پرې ايښې ده. د دوى كالي، فېشن، خبرې اترې او هرڅه ايراني شوي دي. دا ځكه چې دوى ځان حقير او ايرانيان بر ګڼي خو كله چې سړى هزاره ګي سندرې اوري، نو پوهېږي چې د دوى خپله لهجه څومره خوږه ده. همدارنګه هغه سپین ږیري چې سر او ږیره توروي د خپل عمر پر وړاندې اعتراض کوي. ژباړن
[20]∗ egocentrism معمولاً په ماشومانو كې ليدل كېږي او داسې حالت دى چې ماشوم ګومان كوي ټول خلك د ده په شان فكر كوي. كه دى وږى وي، ګومان كوي چې ته به هم وږى يې. كه ده چېرته خواږه ليدلي وي، ګومان كوي ټولو خلكو به ليدلي وي. ماشوم په دې حالت كې اصلاً دا تصور نه شي كولاى چې نور خلك به نورې مفكورې او نور باورونه ولري. دى د بل ماشوم توپ اخلي او فكر كوي بل ماشوم به هم توپ ته په همدې نظر ګوري، داسې فكر نه كوي چې هغه به خپه شي. دغه ماشومان كله كله ځان تر كمپلې لاندې پټوي، هغوى چې پخپله نور نه ويني، نو ګومان كوي چې نور به هم دوى نه شي ليدلاى.
هغه خلك چې په ايډيالوژيو ولاړ دي، په دې لحاظ ماشومانو ته ورته دي، دوى هم فكر كوي چې خپله مفكوره يې سمه ده او ټول خلك بايد د ده غوندې وي. ژباړن
[21]٭ اوتيزم او شيزوفرين د تخيل دوه متضاد قطبونه دي. په شيزوفرين كې سړى په خيال كې ډوبېږي او خيال له حقيقته نه شي بېلولاى، په شيزوفرين اخته ناروغ كه په خيال كې سپوږمۍ ته وخېژي، نو ګومان كوي چې په ريښتيا هم سپوږمۍ ته ختلى دى. خو autism يوه ارثي ناروغي ده چې اخته كس به د تخيل وړتيا نه لري، هغه به په ځان كې ډوب وي، يوازې به د ځان په اړه فكر كوي، د بل درد او غم، د بل خوشحالي نه شي درك كولاى. دى يوازې د واقعيتونو په اړه فكر كولاى شي، نه د تخيلي مسايلو په هكله. ژباړن
[22]∗ :Oedipus د يونان په اسطورو كې يو سړى دى چې خپل پلار وژني او له مور سره واده كوي. فرويد وايي د شهواني تكامل په بهير كې هلك مور خپله معشوقه ګڼي او د تملك هيله يې لري. دى پلار خپل رقيب ګڼي او ګومان كوي چې پلار به ترې غچ واخلي او دى به خصي كړي، همدا ده چې castration complex په كې رامنځته كېږي. فرويد همدارنګه وايي چې نجونې په دې پړاو كې مور خپله رقيبه ګڼي او پلار ته د معشوق په سترګه ګوري، دا حالت د Electra complexپه نامه هم يادېږي. الكترا هم د يوناني اسطورو يوه كركټره ده چې مور يې پلان لري د دې پلار ووژني خو دا غواړي د خپلې مور په وژلو سره خپل پلار له مرګه وژغوري. د تكامل په نتيجه كې به دغه فكرونه د ماشوم له ذهنه لرې كېږي او نارمل انسان به ځنې جوړېږي. ژباړن
[23]∗ :castration complex د فرويد د نظريې پر اساس كله چې ماشوم هلك پوهېږي چې د نجونو تناسلي الت د ده په شان نه دى، ګومان كوي چې نجونې به چا خصي كړې وي او تناسلي الت به يې غوڅ كړى وي. وروسته د ده په لاشعور كې داسې وېره پيدا كېږي چې پلار به يې د دې لپاره دى خصي كړي چې دى خپله مور غواړي. دغه لاشعوري وېره هم د تناسلي غړو د ټولو يا ځينو برخو د له لاسه وركولو په اړه او هم د تناسلي سيستم د وظيفې په اړه پيدا كېداى شي. ځينې خلك بې سببه ډارېږي چې د كوروالايي توان به له لاسه وركړي. ژباړن