ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ په هرځای کې چې بشپړ ایمان وي، نو هلته به پیاوړې اراده هم شتون ولري، بې ارادې سړي هغه کسان دي، چې په هېڅ شي ایمان نه لري .
۲ ـــ هغه اوښکې، چې له هرې ماتې وروسته یې تویوو، په حقیقت کې هغه خولې دي، چې د بریا له پاره مو نه دي تویې کړي .
۳ ـــ حتا که دښمن هم نه لرې، نو داسې وښیه، چې هېواد له ګواښ سره مخامخ دی،ځکه کله چې خلک ووېرېږي، د غلامۍ له پاره چمتو کېږي، کله چې خلک وډار شي، نو دې ته چمتو کېږي، چې له سیاستمدارانو څخه پیروي وکړي .
۴ ـــ کولای مې شول، چې د نړۍ ټول یهودان ووژنم، خو ځینې مې د دې له پاره ژوندي پرېښودل، چې دنیا وپوهېږي، ما ولې یهودان وژل .
۵ ـــ حقیقت هماغه درواغ دي، چې څو څو ځله تکرارېږي .
۶ ـــ څوک چې غواړي ژوندی پاتې شي، نو باید مبارزه وکړي او څوک چې غواړي له مبارزې لاس واخلي، هغه هم په داسې یوه نړۍ کې، چې شتون یې له مبارزې سره تړلی دی، د ژوندي پاتې کېدلو حق نه لري .
۷ ـــ یهودان د نورو هېوادونو د هنر او ادبیاتو بنسټ کمزوری کوي، د خلکو احساسات دوکه کوي، ټول سم او پیاوړي افکار له منځه وړي او خلک له سمې لارې بې لارې کوي .
۸ ـــ که چېرې کومه کړنه له ماتې او خپګان سره مخ شوه، نباید له هڅې او کوښښ څخه لاس واخلو او د بریا هیله له لاسه ورکړو .
۹ ـــ هېڅکله له هغه چا څخه بده ګټه مه اخله، چې درسره مینه لري . هېڅکله هغه چا ته داسې مه وایه، چې بوختیاوې مې ډېرې دي، کوم چې درته اړتیا لري . هېڅکله له هغه چا سره خیانت مه کوه، چې واقعاً در باندې اعتماد لري . هېڅکله هغه څوک مه هېروه، کوم چې ډېر دې یادوي .
۱۰ ـــ موږ به درواغ ونه وایو او عام خلک به دوکه نه شي .
۱۱ ـــ څوک چې په خیالي پرېشانیو د ځان له پاره له ستونزو څخه غر جوړوي او هر څه ستونزمن ګني، نو له منځه تګ یې حتمي دی .
۱۲ ـــ له هټلر څخه پوښتنه وشوه : تر ټولو ټیټ انسانان څوک دي ؟ وې ویل : تر ټولو ټیټ او بد انسانان هغه کسان دي، چې د خپل هېواد په اشغال کې یې، چې زه یوازې وم له ماسره مرسته وکړه، داچې وطن د مور حیثیت لري او هغوی د دې زمینه برابره کړه، ترڅو یې په مور باندې مسلط شم .
۱۳ ـــ قانون د غڼې تارونو ته ورته دی، چې کولای شي، کوچني موچان ښکار کړي .
۱۴ ـــ هېڅکله به خپله زړورتیا له لاسه ور نه کړو .
۱۵ ځینې حقایق داسې پټ شوي، که چېرې په ښه توګه څوک ورته ځیر نه شي، نو نه یې پېژني، مګر غالباً داسې پېښېږي، چې دا څرګند حقایق عادي کسان نه ویني، یا لږ تر لږه نه شي کولای، چې خپله ښېګڼه او بد ګړه تشخیص کړي .
۱۶ ـــ موږ هغه سوله نه غواړو، چې د زیتون د ښاخونو په سیوري کې ترلاسه شوې وي او موږ هغه سوله نه غواړو، چې د هوس غوښتونکو آسانه اوښکې یې په هیجان راولي، موږ هغه سوله غواړو، چې ضامنه یې د یوه غوره ملت فاتحه توره ده، چې ټوله نړۍ یې د خپل غوره تمدن په چوپړ کې راوستې ده .
۱۷ ـــ که چېرې درواغ ووایې او په پرله پسې توګه یې تکرار کړې، نور به پرې باور وکړي .
۱۸ ـــ ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، په دې کار سره د ځان سپکاوی کوئ .
۱۹ ـــ کله چې یو ملت خپل نژاد او فرهنګ ته ارزښت نه ورکوي او هغه حق چې طبیعت د خپل پاک نژاد د ساتنې له پاره ورکړی و، تر پښو لاندې کړ، پردیو ته ورغی او تسلیم شو، نور حق نه لري، چې له خپلې سیاسې ماتې او بدمرغۍ څخه چې سبب یې خپله دی، شکایت وکړي .
۲۰ ـــ له هرو زرو سړیو څخه یو یې د نورو سړیو مشر کېږي، پاتې نور یې په ښځو پسې روان دي .
۲۱ ـــ د پیاوړتیا برخلیک په ما پورې تړلی دی، تر څو پورې چې ژوندی یم، باید یوازې د بریا په اړه فکر وکړم او هر هغه څوک چې زما مخالف وي، باید هغه له منځه یوسم .
۲۲ ـــ کله چې ګټونکی شې، تشریح ته اړتیا نه لرې، کله چې بایلونکی شې، نو د تشریح له پاره څه نه لرې .
۲۳ ـــ هر هغه څوک چې وتوانېږي، خپل شهواني هوس مهار کړي، نو د پیاوړې ارادې لرونکی موجود ګڼل کېږي .
۲۴ ـــ ښوونه او روزنه د هېواد یو له بنسټونو څخه دی، ځوان ماغزه نباید له هغو معلوماتو څخه ډک شي، چې اتیا سلنه ورته ګټور نه دي او په پایله کې شونې ده، چې له څو کلونو وروسته یې په بشپړه توګه هېر کړي .
۲۵ ـــ د تاریخ له درس څخه هغه څه، چې د ځوانانو په خاطراتو کې پاتې کېږي، د یو موټي بې ګټې معلوماتو لکه : د څو سردارانو او پاچاهانو د زېږون له ورځې څخه بل څه نه دي، ټولې اړینې او مهمې برخې یې له یاده وتلي او یا له هغې څخه یې بشپړه پایله نه ده اخیستې .
۲۶ ـــ د یوه ملت د ماتې له پاره تر ټولو غوره وسیله د هغه ملت د انرژي او معنوي ارادې کمزوري کول دي .
۲۷ ـــ تجربې ښودلې هر ډول عقیده، چې له سخت مخالفت سره مخامخ شي، نو ډېر پلویان پیدا کوي او کله نا کله د پلویانو شکنجه او ځورېدل یې په پرمختګ کې اغېزمن رول لوبوي او د پلویانو شمېر یې زیاتېږي .
۲۸ ـــ هغه څه چې د آریایي نژاد د پیاوړتیا او ستروالي سبب شو، یوازې معنوي غریزې نه، بلکې د سترو سازمانو له تشکیل سره مینه او لېوالتیا وه او له لومړۍ ورځې یې ځان له دې سره عادت کړ، چې د خپل او د نورو د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره زیار وباسي او له دې لارې تر ټولو ستر سازمان را منځته کړي .
۲۹ ـــ که چېرې وغواړو، چې د نړۍ هستۍ په دریو برخو وویشو : هغه برخه چې انساني تمدن یې را منځته کړی، هغه ډله چې ترې ساتنه یې کړې ده او هغه ډله چې له منځه یې وړی، پرته له شکه د آریایانو له نژاد څخه به بله ډله په لومړۍ درجه کې نه وي .
۳۰ ـــ د یوه ملت ستروالی د دغه پرواګرام له ترسره کېدو سره تړاو لري : د انساني فعالیتونو له پاره د متفکرو او با استعداده ماغزو راټولول او هغه د ټولنې چوپړ ته وړاندې کول، د دولتي کارکوونکو اصلي او مهمه دنده ده .
۳۱ ـــ یو مخترع نباید د خپلې اختراع په خاطر ستر ښکاره شي، بلکې ستروالی یې په هغه خدمت پورې تړاو لري، چې خپل ملت ته یې ترسره کړی دی .
۳۲ ـــ یو بزګر چې د ځوانۍ له وخته په یوه ستره کورنۍ کې روزل شوی او ټولې عمومي زده کړې تر لاسه کړي د وړتیا او استعداد له پلوه کولای شي، غوره او وړ وي .
۳۳ ـــ یو دولت هغه مهال کولای شي، د ملت له پاره مطلوب وي، چې نه یوازې وکولای شي د ملت د ژوند شرایط پوره کړي، بلکې د ملت د فکر سطحه د خپلې خپلواکۍ د بنسټونو د ځواکمنتیا له پاره پیاوړې کړي .
۳۴ ـــ دولت د ملت په مانا ده، که چېرې دولت د ملت نه وي، نو زوال منونکی دی .
۳۵ ـــ تاسو یو عمر خپل ماشوم په سر وټکوئ او د هغه د ودې او بشپړتیا مخه ونیسي، ښکاره ده، چې دا ډول ځپل شوی موجود به په ځان کې هغه ځواک پیدا نه کړي، چې له طبیعي سر چینو څخه په ګټه اخیستنې په ځان کې د فکر ځواک پیاوړی کړي .
۳۶ ـــ که چېرې ملت اراده ولري، نو په هر کار کې بریالی دی .
۳۷ ـــ ټول حکومتونه کولای شي، یوازې د ملت په ځواک باندې په تکیه کولو سره شتون ولري . که چېرې ملت او دولت له یو بل سره متحد شي، کولای شي یو بل ځواک را منځته کړي، چې ارزښت یې ډېر زیات او ملي احساس ګڼل کېږي .
۳۸ ـــ هغه قضاوت چې کولای شو د یوه دولت په اړه یې وکړو، په پیل کې هغه ګټه ده، چې کولای شي ملت ته یې ور ورسوي او همدا موخه ده، چې د یوه ملت ځلانده تاریخ د تل له پاره سر لوړی ساتي .
۳۹ ـــ هغه څه چې نن یې د دولت په نامه پر موږ تحمیلوي، د تېرو وېروونکو تېروتنو محصول دی، چې زموږ له پاره به پرته له ځور او بدمرغۍ څخه ګټه ونه لري .
۴۰ ـــ کله چې یو ملت له هغو تېروتنو څخه، چې ترسره کړي یې دي ځورېږي او په وړاندې یې د تسلیمۍ سر ښکته کوي او پوهېږي، چې په ټولو نا توانیو تسلیم شوی او یوازې بانه یې داده، چې پرته له تسلیمېدلو بله چاره نه لري او کوم کار یې په وس پوره نه دی، په بشپړه توګه داسې یو ملت او نسل په زوال او تباهۍ باندې محکوم دی .
۴۱ ـــ کېدای شي افراد هم کله وخت داسې فکر وکړي، چې له خپله ځایه ټکان وخوري، مګر نور او هغه کسان، چې په ناهیلۍ کې ډېر ژور تللي او هر څه ستونزمن ګڼي، هغوی ته به ووایي، چې دا کار ناشونی دی او موږ به په دې مبارزه کې بریالي نه شو او زموږ بریا هغه څه دي، چې لاسته راوړل یې له امکانه لرې دی، مګر موږ به هغوی ته ووایو، چې دا دلیلونه بې بنسټه دي او ناپوهان دي، چې ناتواني او کمزورتیا ځانته تلقینوي .
۴۲ ـــ کوچني درواغ تل ځان څرګندوي، درواغ دومره ستر ووایئ، چې حتا د چا ذهن ته هم ور ونه رسېږي، چې دا درواغ دي .
۴۳ ـــ ځواک په دفاع کولو کې نه، بلکې په برید کولو کې دی .
۴۴ ـــ کولای شم درک کړم، چې له ما وروسته به د یهودانو د تبلیغاتو له امله خلک له ما څخه کرکجن کېږي او د آریایي نژاد خلک به له یو بل څخه جلا او خواره واره کېږي .
۴۵ ـــ هر کله چې لښته د زړور انسان په لاس کې ورکوي، له هغو اوو غشیو څخه یې زر ځله ارزښت زیات دی، چې د ډارن لاس ته یې ورکوي .
۴۶ ـــ زه سیاست نه زده کووم، بلکې پرېږدم، چې سیاست ما ته زده کړه را کړي .
۴۷ ـــ که څه هم موږ کوچني یو، خو متحد، یوه ډله د ښې سازماندهۍ پرمټ کولای شي په ستر دښمن بریالۍ شي .
۴۸ ـــ ټولو هېوادونو ته درنښت ولرئ، مګر یوازې له خپل هېواد سره مینه وکړئ .
۴۹ ـــ په هغه ځای کې چې زمری نه وي، لېوه حکومت کوي، ترڅو چې زمریان وي، نو لېوان حکومت کول هېروي .
۵۰ ـــ هېڅکله دې سر د دښمن په وړاندې مه ټیټوه، حتا که ووژل شې، پرېږده کله چې سر دې له تنه جلا کوي، سترګې دې د آسمان په لور وي، نه د ځمکې په لور، د عزت ژوند وکړه، په زړورتیا وجنګېږه او سر لوړی ومره .