د ارزانه کورونو جوړولو لپاره د ارزانه موادو کارولو لویه ګټه داده چئ د لږعاید لرونکو خلکو لاس رسې ودانیو ته زیاتوي.ارزانه کورونه کیدای شي د موثر پلانولو ،د پروژې ښه مدیریت ،ارزانه موادو کارولو ،اقتصادي ساختماني ټکنالوژیو په کارولو او شته متبادل ساختماني میتودونو په کارولو سره ترلاسه کیدای شي.
دداسې میتودونو څخه ترلاسه شوې ګټه کولی شي د کورجوړولو لګښت راکم کړي او ارزانه کورونو ته د ټولو لاس رسی برابر کړي.د متبادل ارزانه ودانیزو موادو کارول د ساختماني لګښت پورته کیدو مخنیوی کوي .
دارزانه کور جوړولو لپآره دارزانه موادو غوره کول . Selection of Low Cost Building Materials for Low Cost Housing
د ارزانه ودانیزو موادو غوره کولو لپاره ترټولو لومړی ګام د ایکوسیستم سره مناسب ودانیزو موادو غوره کول دي.په دې سره د پایښت لرونکي ډیزاین اصول هم عملي کیږي .د ودانۍ د ژوند دوران ،مخکې ودانولو ،ودانولو او وروسته له ودانولو په مرحلو ویشل کیږي .
د ودانولو هره مرحله باید داسې ترتیب شي چې د انرژۍ په سپما کې مرسته وکړي .دا درې مرحلې د ودانۍ جوړولو لپاره د موادو راوړلو جریان په ګوته کوي.مخکې ودانولو مرحله د تولید مرحله ده کوم چې په فرعي یا دویمي مرحلو ویشل کیږي لکه پروسس کول ،بسته بندي کول او لیږدول .د ودانولو مرحله مشتمله ده په جوړولو ،فعالیت ،ساتنې او غورځولو چیرته چې اضافي او نا کاره مواد لرې غورځول کیږي څو د بیاځلې کارولو لپاره چمتو شي .
1. د ارزانه وانیزو موادو تولید . Manufacturing of Low Cost Building Materials
د ودانیزو موادو تولید باید د چاپیریال سره برابروالی ولري.باید هڅه وشي چې په دې اړه څیړنه وشي او ښه کفیت موثر موادو د تولید لپاره ټکنالوژۍ ته له سره کتنه وشي او همدارنګه د تولید پروخت ضایعات راکم شي .ددې په پایله کې د چاپیریال ککړتیا راکمیږي .
2. د ارزانه ودانیزو موادو په توګه دضایعاتو د سیکل شوو موادو بیا ځلې کارول . Use of Recycled wastes as Low Cost Building Materials
هغه ضایعات چې له سیکل(cycled) کیدو وروسته بیاځلې کارول کیدای شي باید وکارول شي لکه د لرګې ټوټې او داسې .
3. د ارزانه طبیعي ودانیزه موادو کارول. Use of Natural Low Cost Building Materials
د موادو د تولید لپاره ضرورت وړ انرژۍ ته مجسم شوی انرژۍ(embodied energy) ویلل کیږي.څومره چې دموادو مجسم شوي انرژي زیاته وي نو هومره یی نه نوي کیدوي سرچینو ته ډير ضرورت وي .نو ګټوره داده چې مرکب مواد وکارول شي کوم چې له ضایع شوو مواد چمتو شوي وي .طبیعي مواد لکه تیږه ،لرګي ،چونه ،شګه او باڼس کیدای شي په پراخه پیمانه وکارول شي.طبیعي مواد ښه پایښت لري او همدارنګه چاپیریال سره ښه امیزش لري.
4. د محلي ودانیزو موادو کارول . Use of Local Building Materials
د محلي موادو کارولو سره په اوږده فاصله کې د ارزانه ودانیزو موادو په انتقال تکیه راکمیږي .محلي موادو کارول نه یواځي لګښت راکموي بلکي همدارنګه چاپیریال ته ګټور دی .
5. داغیزمن انرژۍ ودانیزو موادو کارول . Using Energy Efficient Building Materials
ااغیزمن انرژۍ ودانیز مواد د بیلابیلو فکتورونو سره لکه R قیمت،سوري ضریب د تیلو اغیزمنتیا سره اندازه کیږي .
6. د غیر زهري ودانیزو موادو کارول. Use of Non-Toxic Building Materials
د زهري ودانیزو موادو کارول کیدای شي د کارکوونکو او استوګنو ژوند اغیزمن کړي .نو باید غیر زهري مواد وکارول شي.یو شمیر کیمیاوي مواد لکه فارم الدیهاید ،بنزین ،امونیا ،ژاوله او نور داسې مواد دي چېد زینتي کارونو لپاره موادو کې پیداکیږي .د زهري موادو اغیز باید په پام کې ونیول شي.
7. د ودانیزو موادو مداومت ،اوږودعمر او ساتنه . Longevity, Durability and Maintenance of Building Materials
د مداومت لرونکو ودانیو کارول نه یواځې د ودانۍ عمر زیاتوي بلکې همدارنګه د ساتنې او فعال ساتلو لګښت هم کموي .څومره چې د ساتنې لګښت کم وي دودانۍ فعال ساتلو لګښت ورسره کمیږي .
8. د ودانیزو موادو بیاځلې کارول او سیکل کول .Recyclability and Reusability of Building Materials
کیدای شي داسې مواد شتون ولري چې سیکل شي او بیاځلې وکارول شي.زاړه پلاستیکي ضایعات کیدای شي له سیکل کیدو وروسته بیا ځلې وکارول شي.د سیخانو ټوټې کیدای شي په RCC کې وکارول شي .
9. ژوندۍ تجزیه . Biodegradability
هغه مواد باید وکارول شي چې کله له کاره ولویږي په طبیعي شکل بیرته تجزیه او تخمر شي .طبیعي مواد یا عضوي مواد باید به ډيره په اسانه تجزیه شي.دا هم باید په پام کې ونیول شي چې دا مواد په طبیعي ډول تجزیه کیږي او یاهم ګازونه تولیدوي .
10. ترکیب د ارزانه ودانیزوموادو په توګه.Composites as Low Cost Building Materials
د ودانیزو موادو ترکیب دوه یا زیاتو موادوله ترکیب لاس ته راځي .طبیعي فیبر مواد ودانیزو موادو لپاره ښه بدیل دی .فیبرونه لکه jute, sisal coconut ،د کیلې او نورو ارزانه موادو څخه منځ ته راځي .