شفیق امیرزی
د یوې افراطي اسلامي ټولنې بڼه مو خپله کړې ده. په ځینو اسلامي اصولو کې زیاتی کوو په ځینو کې کمی، داسې نه یو روزل شوي خو عادت مو همداسې اخیستی دی. موږ څه ته د عقل او رښتني بصیرت په سترګه نه ګورو، هر څه تر ځان محدودو او په خپله ورته ارزښتونه او حدود ټاکو. انسانان د فکر او فرهنګ خاوند دی، هغه چې وده کوي فکر او فرهنک یو ځای ورسره وده کوي، نو د خپل ژوندانه د امنیت او ښه والي لپاره ځینې ارزښتونه وضعه کوي، چې دا ارزښتونه بیا د وخت په تېرېدو د سپېڅلتیا تر مقامه رسیږي، آن کله کله داسې وشي چې ځينې ټولنې خپل ارزښتونه په آسماني قوانینو پورې تړي د تقدس او نمانځنې ځای ځایګی ورته ټاکي.
په دې ټول یوه خوله یو چې وخت بدلېږي، انسان بدلېږي، طبیعت بدلېږي، نو انسان ته په کار ده چې ځان له ټولو بدلونونو سره همغږی کړي، له محیط او حالاتو سره توافق وکړي، که کولی شي حالات د ځان په ګټه را وګرځوي او که نه نو مجبوره دی چې یو ډول نه یو ډول ځان ورته سم کړي، که نه د ده ژوند به د ژوندانه له قوانینو سره په ټکر کې له منځه لاړ شي.
نو اړینه ده چې د خپل ژوند د ودې او تظمین لپاره خپلو ارزښتونه هم له حالاتو سره سم کړو هغې ته وده یا بدلون ورکړو، خو هغه وخت چې ارزښتونه زاړه شوي وي یا له مشرانو را ته پاتې وي په هغو بیا کتنو وکړو، هغه ارزښتونه به یو وخت به ګټور وو خو کېدای شي اوس د زیان لامل شي.
هغه ټولنې چې وخت ته په کتو خپل ارزښتونه بدلوي هغوی کولی شي ورځ تر بلې وده وکړي هغوی ارزښتونه د ښه ژوند لپاره وضع کړي دي او کله چې پوه شي چې په دغه وخت کې دغه ارزښت د پرمختګ مخه نیسي هغه بدلوي.
خو بیا هغه ټولنې چې له پرمختګونو سره ځینې ارزښتونه نه بدلوي، هغوی تر ډيره د پرمختګ څرک نه ویني، ځکه دا ډیر درناوی نا اړینو ارزښتونو ته د هغوی د پرمختګونو مخه نیسي.
د رنسانس چې دوره په اروپا کې راغله نو هلته ډير پرمختګونه وشول، هر چا کوښښ کاوه چې ژوند ته نوې بڼه ورکړي. دوی له ځینو دامونو د ځان ژغورل غوښتل، اروپايي هېوادونو پرمختګ او تمدن ته خپله کړکۍ خلاصه کړه، ساینس او فلسفه د کلیسا له قیده را ووتل د چاپ ماشین جوړ شو، خو تر ډېره وخت به هغې د ځینو مقدسو کتابونو چاپول منعه وو، دوی داسې فکر کاوه چې دا کار ټولنې ته زیان رسوي او څه غلطۍ به را منځ ته کړي او یا به یې هم نه غوښتل چې د نورو احسان د ورباندې وي.
نو که انساني ټولنو د دې پرمختګونو مخه ډپ کړې وی دا دومره پرمختګونه را منځ ته کېدل دومره ساده خبره نه وه.
زموږ ټولنه هم تر ډیره د داسې ارزښتونو او دودونو په قید کې ده چې د پرمختګونو په وړاندې خنډ دي، موږ د یوه څاروي په سبب یو کس وژنو په دې خبره چې ولې ستا څاروی زما پولې پټې ته اوښتی دی یا ولې دې زوی زما له ونې یوه مڼه شکولې وه، نو ما یې هم پښه ماته کړه.
همداسې ځینې هغه کړنې دي چې له تیرو نسلونو په میراث پاتې دي او موږ یې هم په پټو سترګو منو، سمه ده انساني فکرونه ټول ښه هم نه دي او ټول بد هم نه دي. خو کېدای شي ځینې خبرې هغه وخت د ضرورت له مخې را منځ ته شوې وې اوس به هغو ته کومه اړتیا نه وي.
تیرو نسلونو د ځان ساتلو لپاره یا دا چې یوه قبیله په بله ځان بر وګڼي د دوی په نورو ټولنو یا قبیلو یې ځینې ظلمونه کول، لکه د هغو ځمکې یې نیولې، د نورو لارې به یې بندولې، خو دا ټولې هغه کړنې وې چې نور ټولنو به د ځان د بر ګڼلو لپاره په وړو ټولنو او ټولنیزو ګروپونو کولې.
ځکه د وګړو د حقونو د دفاع لپاره څوک نه وو، نه کوم قانون وو او نه هم کومه داسې لاره چې هغوی دې د کړې تیروتنې په سبب مجازات شي نو او یا دې د دوی د حریم او سرحدونو ساتنه وکړي، خو اوس هر څه سم دي په ټولنه کې قانون شته حکومت شته نو ضرور نه ده چې په ځينې نرخونو یا هغه مقرراتو پسې وګرځو چې پخوانیو غوره کړي وو.
هغه وخت یو بد دود چې اوس یې هم ډير مدني فعالان او حقوقي کار پوهان یادوي په بدو کې د نجونو ورکول وو، دا سمه ده یو بد دود وو خو په هغه وخت کې دا ضرورت هم وو، ځکه داسې کوم قانون نه وو چې یو کس ته دې دومره درنه سزا ورکړي چې له یوې خوا نورو ته پند شي او بلې خوا قاتل له خپلو کړنو پښېمانه شي، نو دی مجبوره وو چې خپله خور په بدو کې ورکړي دا به دو نور لپاره نصیحت او د یوه پښتون لپاره تر ټولو ستره جزا وه.
خو له بده مرغه زموږ د هیواد په ځینو سیمو کې اوس هم ځینو همغو ناوړه دودونو ته ولس پام کوي درناوی ورته لري او ځان یې ساتونکي او پلویان بولي. زه اوس هم له ډيرو کسانو اورم چې زموږ په سیمه کې تلویزون بند دی د رادیو ځینې خپرونې بندې دي، په ټولیزه توګه رسنیو ته لارسی نه لري او یا ېې که لري نو هغه د بې لارۍ یوه وسیله بولي، خو هغه وخت موږ نړۍ ته ور نژدې کېدی شو چې نړۍ د رسنیو له لارې ځان ته نږدې کړو.
بله موږ د انسان فردي استقلال ته درناوی نه لرو، کشر تر هغې ورځې کشر دی او نظر یې کومه معنا نه لري تر څو چې تر ده یوه ورځ مخکې پیدا شوی کس ژوندی وي، کله چې تر ده مشران مړه شول بیا دی د کورنی یا بل ټولنیز ګروپ مشر دی هله دی د نظر ورکولو حق لري، او د ده نظر ته درناوی کيږي، مشران تر ځان پر کشرانو هر څه جبري مني هغه کشرانو چې وروسته په مشرانو بدلیږي هغه همدا میراث په نورو عملي کوي، چې په دې توګه په ټولنه کې د غچ اخیستنې یو ډول چې سولیزه بڼه لري د افرادو تر منځ وي.
دا کوم ارزښت نه دی چې موږ وضع کړی دی، هر څوک یو نظر لري د فکر آزادي لري، کېدای شي له کشر سره داسې څه وي چې له مشر سره نه وي نوښه ده چې د هغوی نظر هم وپوښتل شي.
هله به د پرمختګ په ګدۍ ګام کېږدو چې هر څه له وخت او غوښتنو سره سم کړو.
You also might be interested in
لیکنه: آرش ننګیال ایا ستاسو ماشومان له خاورو سره لوبې خوښي؟[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل یوه ړنده نجلۍ وه، هغې نه[...]
د ((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب پښتو ژباړه چاپ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی