ترتیب،ژباړه او راټولونه: روح الله وسیم وردګ
۱ـ بخیل که دولتمند هم وی ذلیل او خوار دی
۲ـ په تېر شوی وخت افسوس او پښېماني ښکاره کول هېڅ ګټه نه لري
۳ـ په دوستۍ کی دا شرط دی چی یو له بله له عواطفو ډک احساسات ولری او دا احساسات او عواطف دواړو خواووته معلوم وی
۴ـ په دوستۍ کی ناسته ولاړه او الفت حتمی دی
۵ ـ په زړه کې له داسې شي سره مینه مه ساته چی ستا دوخت دضایع کیدو لامل وګرځي
۶ ـ په ژوند کې لویه فتح او بری داده چی په خپل نفس بریالی اوغالب شی
۷ ـ تېر شوی وخت هیڅکله هم بیرته په لاس نه راځی
۸ ـ څوک چی دعلم په زدکړه کی ستونزې نه شی زغملای هغه دی د ټول عمر د جهالت ستونزو ته تیاري ونیسی
۹ـ څوک چی وخت ضایع کوی پوه شه چی وخت به هم هغه ضایع او زیانمن کړی
۱۰ـ حکیم ا وعاقل هغه څوک دی چی خپل غمونه او دردونه لږ کړی نه داچی په ډيرو خوندونو پسې هڅه کوی
۱۱ـ خپل صلاحیتونه را برسېره کول او هغه په صحیح او مناسب ډول استعمالول انسان ته تلپاتې خوشالی وربښي
۱۲ـ د انسان دادب ښایست دادی چی له ناوړه کارونو څخه ځان وساتی
۱۳ ـ د بل چا بد او خپله نیکی دواړه هیر کړه
۱۴ـ د دنیا ټول سره او سپین زر د وخت په وړاندی هیڅ ارزښت نه لری
۱۵ـ د سړی د همت په اندازه د هغه کارونه هم وی
۱۶ـ د ښځې په بریا او ناکامیو کی د قوم او ملت بریا او ناکامی ده
۱۷ـ د ښځې زړه د سمندر په شان دی په ښکاره غلی او په پټه کی د توپانونو څښتن دی
۱۸ـ د عالمانو له مجلس او د کتابونو له مطالعی څخه روښانه او خوشاله ژوند په لاس راځی
۱۹ـ د قناعت څخه بغیر مال او دولت څوک نه شی غنی کولای
۲۰ـ د هر چا پیژندل د هغه له خبرو څخه کیږی
۲۲ـ دانسانیت بنسټ په ښواخلاقوولاړ دی او د اخلاقو بنسټ په حوصله ،صله رحمی او مهربانۍ ولاړ دی
۲۳ـ دکبر او غرور پښې د اسمان لور ته مه پورته کوه بلکې د اخلاص سر پر ځمکه کیږده
۲۴ـ دوست هغه دی چی د دوست خیر غواړی او خیر ورسوی
۲۵ـ دوستی د مساواتو په اساس ټینګیږی چی هر یو دبل حق ادا کړی او هر یو د بل محب وی
۲۶ـ دوستی یوازې یو ضروری امر نه دی بلکې یوه ډيره شریفه او عزتمنده عاطفه هم ده
۲۷ـ ډیر بی زړه انسان هغه دی چی له مرګ څخه بیریږی
۲۸ـ ډیرې خبرې که سمې هم وی د لیونتوب نښه ده
۲۹ـ رښتینی دوستی هغه ده چی د نیکانو او ښو خلکو په پاکو زړونو کی ځای لری او په خیر او سپیڅلتیا ولاړ وی
۳۰ـ ښه ځواني او ښه بدن بغیر له خلاقو د هغه ګل په څېر دی چی هیڅ خوشبویی نه لری
۳۱ـ غصه له ناپوهۍ څخه پیل کیږی او په پیښمانۍ سره پای ته رسیږی
۳۲ـ غوره اخلاق د ارام او خوشاله ژوندون سبب ګرځي
۳۳ـ که څوک درسره بد وکړې اویا تاسو له چاسره کومه نیکی وکړه دواړه هیر کړه
۳۴ـ له ټولو نه ګټور او اسانه کار چوپتیا ده
۳۵ـ له دوستانو سره داسې اخلاق وکړئ چې په لږ تغیر زوال نه قبلوی
۳۶ـ له غوره اخلاقو څخه بغیر ښایست د هغه ګل په څیر دی چی پاڼې یی ډيرې وی خو خوشبویی یی نه وی
۳۷ـ وخت د الله ج یو امانت دی د هغه ضایع کول خیانت او بربادی ده
۳۸ـ وخت د دنیا روح دی
۳۹ـ هر څومره چی د غوښتنو تله سپکه وی انسان دومره نیکمرغۍ ته نیږدی وی
۴۰ـ هر نوی شی ښه معلومیږی مګر دوستی چی څومره زړه وی هغومره ټینګه وی
۴۱ـ هرڅومره چی د یو سړی فکری او عقلی پانګه زیاتیږی هغومره یی اړیکی له دنیا او د دنیا له خلکو څخه کمیږی
نور بیا …