ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ تجربه هغه مېوه ده، چې له خوسا کېدو وروسته را شکول کېږي .
۲ ـــ د ځوانمردانو کړه وړه او راشه درشه د بدمرغۍ او نېکمرغۍ په وخت کې یو ډول دي.
۳ ـــ نېکمرغه او پوه هغه څوک دی، چې د بیدارۍ پرمهال له ځان سره فکر کوي .
۴ ـــ د چا چې یوازیتوب خوښ وي هغه یا … دی او یا ځناور .
۵ ـــ نن هڅه کوم، چې له پرون څخه ښه واوسم .
۶ ـــ له ارسطو څخه یې پوښتنه وکړه، چې کومه خبره ډېره ښه ده ؟ په ځواب کې یې وویل: هغه خبره چې له عقل سره برابره وي . بیا کومه خبره ښه ده ؟ وې ویل : داسې خبره چې اورېدونکی یې ومني . وروسته له دې کومه خبره ښه ده ؟ ویل یې : داسې خبره چې د هغې په اړه په بشپړ دول ډاډه وې، چې تر اخره پورې زیان نه لري . کومه بله ښه خبره هم شته؟ وې ویل : که چېرې هره خبره دغو لوړو خبرو ته ورته نه وي هغه د ځناورو له غږ څخه ټیټه او بې ارزښته ده .
۷ ـــ هغه څوک، چې د موقع په تمه ناست وي، کلونه مخکې مړ شوی دی .
۸ ـــ انسان باید خپله نېکمرغي او یا بد مرغي په پوره مېړانه ومني او د نورو په خوشالۍ همدومره خوشاله شي لکه په خپله خوښۍ چې خوشالېږي .
۹ ـــ خپلې غوښتنې د عقل او ارادې د دوه پیاوړو دېوالونو ترمنځ بندې کړئ .
۱۰ ـــ په اصولو کې منځلاري او برابري انسان د کمال برید ته رسوي .
۱۱ ـــ دوه څیزونه د انسان اندېښنه له منځه وړي، یو د دوستان لیدل، بل د پوهانو او هوښیارانو ویناوې .
۱۲ ـــ د مال او پیسو په ګټلو کې منځلاري کوه، رښتیني دوستان پیدا کړه، د خیال پالنه کوه او ذهن ته پراختیا ورکړه .
۱۳ ـــ باید د بدي لیدلو په پرتله له بدي کولو څخه ډېر وډار شو .
۱۴ ـــ خوشالي د لوړو صفتونو او عادتونو په روزنه او پالنه کې ده .
۱۵ ـــ مخکې تردې چې کوم کار ترسره کړې، باید یو څوک واوسې .
۱۶ ـــ په دوستۍ کې رښتیا له افلاطون او سقراط څخه هم غوره ده .
۱۷ ـــ د ښو او غوره خلکو اغېز تر ټولو زیات هغه وخت احساسېږي، چې زموږ په منځ کې نه وي .
۱۸ ـــ پوه هغه دی، چې د نړۍ په بدلونونو حیران نه شي او ځان له لاسه ورنه کړي .
۱۹ ـــ د بښنې او احسان په څېر هېڅ شی انسان نه شي مړولای
۲۰ ـــ داسې دوستان پیدا کړئ، چې رښتیني او وفادار وي، نه چې په شمار ډېر وي .
۲۱ ـــ زموږ تکراري کارونه، زموږ د شخصیت ښکارندویي کوي .
۲۲ ـــ له لاسه تللې موده د ژوندانه هغه برخه ده، چې له حق غوښتنې پرته بې ځایه مصرف شي .
۲۳ ـــ هرڅوک چې له څه شي څخه وډار شي، نو له هغه څخه تښتي او هرڅوک چې له خدایه وډار شي، نو هغه ته پناه وروړي .
۲۴ ـــ د چا دښمنۍ ته په زړه کې ځای مه ورکوه، چې تل به غمجن وې .
۲۵ ـــ خوشالي د لوړو انساني صفتونو او ځانګړتیاو پالنه ده .
۲۶ ـــ له صبر پرته روغتیا او سلامتیا پایښت نه کوي او له ظلم پرته غم نه رامنځته کېږي.
۲۷ ـــ د خیر کار د ترسره کېدو لومړنی پړاو له هغه سره مینه ده .
۲۸ ـــ تر ټولو خراب حکومت د دیکتاتورۍ حکومت دی .
۲۹ ـــ تل له هغه څخه د ځان له پاره لوړ معیار وټاکۍ، کوم چې نور یې له تاسو څخه تمه لري .
۳۰ ـــ مفکوریي حکومت هغه دی، چې د مشرانو زړه سوی او موخه یې د ملت خوشالي وي .
۳۱ لویي د ویاړ په ګټلو کې نه ده، بلکې لویي په هغه کې ده، چې پوه شې د دې ویاړ وړ یې.
۳۲ ـــ هغه حکومت فاسد دی، چې واکداران یې ټول د ځان په فکر کې وي او هغه صالح کېدای شي، چې د خلکو د سوکالۍ او خوشالۍ په فکر کې وي .
۳۳ ـــ په انساني ژوند کې ویاړونه او مکافات د هغه چا په برخه کېږي، چې له ځانه وړتیا وښیي .
۳۴ ـــ هوښیار په هغه څه چې نه پوهېږي نه یې وایي، هغه څه وایي چې پرې پوهېږي .
۳۵ ـــ بېوزلي د بدلون او جنایت پلار دی .
۳۶ ـــ د علم نړۍ افلاطون او د مینې نړۍ مې راته مور جوړه کړې ده .
۳۷ ـــ ما له فلسفې دا زده کړي دي : هغه کار چې نور یې د قانون له وېرې ترسره کوي؛ پرته له دې چې ماته یې ووایي، ترسره کووم یې .
۳۸ ـــ په حقه زر قضاوتونه مکافات نه لري، خو په ناحقه یو قضاوت ډېر کړاونه لري .
۳۹ ـــ ټول انسانان په فطري ډول د پوهېدلو غوښتونکي دي .
۴۰ ـــ د خپل نفس ښوونکی او د وجدان شاګرد شه .
۴۱ ـــ ماتې ډېرې لارې لري، په داسې حال کې، چې بریا یوه لاره لري .
۴۲ ـــ دوست څه ته وایي ؟ یو روح په دوجسمونو کې .
۴۳ ـــ د پرهېزګارۍ غوښتنه داده، چې خپلو دوستانو ته د زړه له کومې درناوی ولرو.
۴۴ ـــ جنګېږو تر څو په سوله کې ژوند وکړو .
۴۵ ـــ یوازې د فضیلت پېژندنه کافي نه ده، باید هغه تر لاسه او عمل پرې وکړو .
۴۶ ـــ هېڅوک نه غواړي، چې له دوست څخه پرته ژوند وکړي، حتی که ټول ښه شیان هم ولري.
۴۷ ـــ طبیعت هېڅکله بې ګټې کړنه، نه ترسره کوي .
۴۸ ـــ د هیلو ځانګړتیا داده، چې هېڅکله پوره نه شي او ډېری خلک یوازې د خپلو هیلو د پوره کېدو له پاره ژوند کوي .
۴۹ ـــ قانون نظم دی او ښه قانون ښه نظم دی .
۵۰ ـــ بدي انسانان یو بل ته نږدې کوي .