ژباړه: قاسم امیري
۱: د نورو د زوکړې (زېږېدنې ورځ) په یاد وساته!
۲: لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر ختو تماشا وکړه!
۳: د سبا ورځې لپاره مخکې له مخکې مهال ویش جوړ کړه!
۴: د (منندوی مو یم) عبارت ډیر وکاروه!
۵: پدې پوه شه چې چوپتیا وسله ده یواځې په مناسب ځای کې ترې ګټه پورته کړه!
۶: د ځان مینځلو پر وخت تر شاور لاندې په کراره له ځان سره زمزمه وکړه!
۷: د احمقانه کردار لپاره هر راز توجېح راوړل پخپله حماقت دی.
۸: وړې او ناڅیزه خوښۍ هم ونمانځه!
۹: هغه توکي چې ماشومان یې پلوري؛ وپېره!
۱۰: هره شېبه له هرڅه د زده کړې تابیا ولره!
۱۱: په هغو ټکو چې پوهېږي؛ نورو ته یې هم ورسوه!
۱۲: هر کال لږ تر لږه یوه ونه کېنوه!
۱۳: نوي ملګري پیدا کړه خو زاړه ملګري مه هېروه!
۱۴: له ګڼو ځایونه انځورونه واخله!
۱۵: راز ساتونکی اوسه!
۱۶: له خپلو خوښیو څخه د خوند اخېستلو لپاره ځنډ مه کوه!
۱۷: په نورو پورې ځان مه تړه!
۱۸: د خپل غذايي رژیم په اړه هېچاته مه وایه!
۱۹: خپلې تېروتنې ومنه!
۲۰: ټول خبرونه چې اورې؛ کره او دقیق ندي.
۲۱: ماشومان د له تنبیه وروسته بېرته پخلا او په غېږ کې ونیسه!
۲۲: ځينې وخت د خپل ځان سره شپېلۍ وغږوه!
۲۳: زړور اوسه که څه هم ځان درته زړور نه ښکاري!
۲۴: د خپل واده کلیزه مه هېروه!
۲۵: هر څومره چې کولی شې له کنایو کارولو ډډه وکړه!
۲۶: یواځې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه چې بېرته راستنېدل یې درته ارزښت نلري.
۲۷: خپلو بچیانو ته دا الهام ورکړه چې دوی فوق العاده دي.
۲۸: سهار وختي له خوبه پاڅېدل عادت وګرځوه!
۲۹: ځیرک او هوښیار اوسه، ځينې فرصتونه مو په کراره دروازه درټکوي او بېرته ځي.
۳۰: لږ تر لږه خپل ساعت پنځه دقیقې مخکې عیار کړه!
۳۱: هغوی چې هیله مند دي؛ هېڅکله مه ناهیلي کوه! ښایي یواځينۍ هیلې یي په تاسو پورې تړلې وي.
۳۲: له ماشومانو سره په لوبو کې دوی ګټونکي او ځان بایلونکی اعلان کړه!
۳۳: هېڅکله د ټلېفون په غږ ثبتوونکي ماشین کې بېځایه او بېهوده پیغام مه پرېږده!
۳۴: وخت پېژندونکی اوسه، وخت ته ارزښت ورکړه!
۳۵: له ناوړه او ناخلفه خلکو لېرې والی غوره کړه!
۳۶: خپلو اولادونو ته په پیسو ورکولو کې بخیلی مه کوه!
۳۷: خپل عظمت وساته خو احسان منونکی اوسه!
۳۸: پخپل سیال او رقیب هېڅکله اعتماد مه کوه!
۳۹: په مهربانۍ کې له لازم حد هم زیاتی وکړه!
۴۰: د غوسې په وخت کې هېڅ کار ته لاس مه وړاندې کوه!
۴۱: خپل خاوند/مېرمنې ته تر ټولو غوره ملګری اوسه!
۴۲: تر هغو چې د نوې دنده نه وي موندلې؛ خپله اوسنی دنده له لاسه مه ورکوه!
۴۳: ځان د ځمکې پر مخ تر ټولو ګټور او با احساسه انسان تثبیت کړه!
۴۴: حسد او کینه له ځان څخه لېرې کړه!
۴۵: ټولو ژوندیو موجوداتو ته په ارزښت قائل اوسه!
۴۶: خپله ماته په راحتۍ سره ومنه خو بریا ته رسېدل هدف وګرځوه!
۴۷: د بریالیتوب په وخت کې په نور ځان پلورنه (فخرفروشي) مه کوه!
۴۸: په بېهوده موضوعاتو کې ځان مه بوختوه!
۴۹: هېڅکله هېچاته مه وایه چې:” ستړی او ستومانه ښکارې!”
۵۰: خپلې ژمنې ته ژمن او متعهد اوسه!
۵۱: تر خپل وس فصل (واټن) په وصل بدل کړه!
۵۲: خپل ځان راحت وښایه آن که چېرې ځان ناراحته هم بولې!
۵۳: خپل ژوند د خپلو اوږو پیټی مه ګرځوه!
۵۴: هېڅکله قمار مه کوه!
۵۵: د ستونزو پر وخت ځانته قناعت ورکړه چې ماته به نه منئ!
۵۶: له خپلو وسایلو ښه ساتنه وکړه!
۵۷: هېڅکله د دې انتظار مه باسه چې پیسې او شتمني به خوښي او نېکمرغي درکړي!
۵۸: لدې وروسته د نورو د بدلون لپاره هڅه مه کوه، بسنه کوي چې پخپله بدلون وکړې.
۵۹: خوښ مزاجه او ښه سلیقه لرونکي اوسه، خپل ظاهر د نورو ته جذاب وښیه!
۶۰: پلونه مه ورانوه، لېرې نده چې بېرته له همدې پل څخه د سیند پورې غواړې ته تېر شې.
۶۱: پخپل ځان پانګونه وکړه، خپلې وړتیاوې ناڅیزه مه بوله!
۶۲: متواضع او فروتن اوسه!
۶۳: د خپل موټر او کور دروازه هېڅکله پرانستې مه پرېږده!
۶۴: د بښنې ځواک د پیاوړی کړه!
۶۵: د هغو کسانو په وړاندې ډېر محتاط اوسه چې تاته د رښتیني او بې رویا انسان لقب درکوي!
۶۶: پخوانۍ ملګرتیاوې بېرته را ژوندی کړه!
۶۷: د ژوند له هر پړاو څخه پیغام واخله!
۶۸: خپل د خوښې کتاب یو ځل بیا ولوله!
۶۹: داسې ژوند وکړه چې: د قبر په لوحه د ولیکي: (دا هغه انسان دی چې پخپل ژوند په خپل هېڅ کارنه وو پښېمانه)
۷۰: تر ټولو مهم دا چې: د انسان انسانیت هله پیل کېږي چې: د نورو د حقوقو په وړاندې ځان مسؤل وګنې او د هر کس د انسانیت کچه د هغو په دې احساس پورې تړلې چې څومره د نورو د ستونزو او کړاوونو د لېرې کولو لپاره هڅه او کوښښ کوي.
You also might be interested in
لیکنه: قاسم امیري مخکې لدې چې د موبو فوبیا (رواني[...]
ژباړه: قاسم امیري څنګه کولی شو نور په ځان میئن کړو؟[...]
لیکنه: قاسم امیري ۱: زه د دې اړتیا نه وینم[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی