زما د اروپا تاریخ سره زیاته مینه ده، زیات مې لوستی او لولم یې. اروپا هم د تاریخ په اوږدو کې تر عجیب او غریب پړاوونو تېره شوې ده. لومړۍ دوره کې اروپا د جهالت په تکو تیارو کې را ګېره وه، دوئ ورته Dark Age وایي. بیا د بیدارۍ، غوړېدا، او پرمختګ دوره پیل شوه، دوئ ورته رینیسانس وایي. بیا چې کله د دوئ اقتصادي او پوځي ځواک زیات شو، د واکمن کېدلو او راج چلولو تنده یې زیاته شوه. په خپل مینځ کې په جګړو اخته شول او نړۍ یې هم په ستونزو کې را ګېره کړه. لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه له دوئ پیل شوې او دومره وژنې یې وکړې چې د تاریخ په اوږدو کې په هیڅ ډول جنګونو کې نه دي شوې؟ هغه اروپا بیا د یووالي په خوا ولاړه؛ تاریخي دوښمنان، مینه ناک څنګلوري هیوادونه شول. اروپایي اتحادیه او یوروسیمه یې جوړ کړل او پوره اروپا په واحد اقتصادي جوړښت بدله شوه. اروپایي هیوادونو تر خپل مینځ پاسپورت له مینځته یووړ او ازاد تګ-راتګ یې ممکن کړ. دوئ د توکو لېږدونه هم اسانه کړه؛ له المانه ایټالیا ته توکي داسې لېږل کېږي لکه له هرات نه چې کابل ته توکي راځي، نه پرې بندیز شته او نه تعرفه. دوئ د ناټو په پوځي تړون کې هم را ټول شول او یو واحد سیاسي-پوځي بلاک یې جوړ کړ. اخر خبره دې حد ته ورسېده چې د نړۍ په اوسني ساینسي او تکنالوژيکي تمدن یې خپل اغېز خورا څرګند او پیاوړی پرېښود.
یو وخت ؤ چې مسلمانان به له عربي شګلنو دښتو ولاړل، افریقا نه به واوښتل او هسپانیه کې به میشت شول. یو وخت ؤ چې علم او پوهې به خپل سفر له اسلامي هیوادونو پیل کړ او اروپا ته به یې لاره وکړه. یو وخت ؤ چې د پوهې او پرمختګ باران په اسلامي هیواونو اورېدی، ورڅخه به څو څاڅکې پر مسیحي اروپا هم وڅڅېدل. یو وخت ؤ چې اروپایان به اسلامي اندلس ته ګوته په غاښ پاتي ول. یو وخت ؤ چې اروپایي هیوادونو څخه به زده کوونکي او محصلین اندلس ته د زده کړې لپاره راتلل. خو بیا دا هرڅه بدل شول، اوس خلک وایي چې د پلاني زده کړې خورا لوړې دي، اروپا کې یې پوهنتون لوستی دی. نور بیا وایي، د پلاني اسیایي هیواد زده کړې معیاري دي، سند یې اروپا کې هم چلېږي.
افغان مساپر وړونکو الوتکو نه شوای کولی اروپا ته سفر وکړي، لامل یې دا ؤ چې اروپایي ستندردونو سره برابرې نه وې. په بله وینا، اروپا ډارېدله چې هسې نه اریانا-افغان اسمان نه یو دم سقوط ونه کړي او د دوئ پر سر بلا را کوزه نه کړي. هند چې په تولید او صنعت کې خورا مخته دی، ان اوس یې هم زیات مالونه اروپا ته نه شي استول کېدای، ځکه هغه معیارونه یې نه دي پوره کړي چې اروپا ورته ايښي دي. دلته دی چې د اروپا سویه د معیار په توګه اسیا ته معرفي شوه. موږ اوس د یو شي پرتله له اروپایي معیار سره کوو او بیا وایو چې ښه دی که بد. زه مې د ملګرو تر مینځ زیات ځلي وایم چې دا ځل به پلانی کار د اروپا په سویه کوو او پلانی پلان به د اروپا په سویه پلی کوو. ته وا د اروپا سویه په رښتیا زموږ لپاره اوچت معیار دی.
[review]