• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ازموينې ارزښت

Home ژوند او بریالیتوبد ازموينې ارزښت
د ازموينې ارزښت

د ازموينې ارزښت

ليکنه: حافظ محمد یعقوب نايل
وايي چې د سقراط په زمانه کې یو تن چې سرتیري یې دو خواو ته روان ول ، چیغې او نارې وهلې او ژړل یې، د سقراط ورته پام شو، ورغی ترې ویې پوښتل:

ـ ولې داسې وارخطا یې او ژاړې؟

سړي وویل:

ـ وژلو ته مې بیا یي.

سقراط د ملنډو موسکا وکړه ویې ویل:

ـ دا نو څه خبره ده ، ما ګومان وکړ چې ازموینه لرې.

دا له چا پټه نه ده چې د انسان په تعليمي ژوند کې ازموينه خورا ارزښتناک او اړين کار دی، په کال کې څو ځله ازموينې د زده کوونکو د لوړې سويې او استعدادونو راژوندي کولو لامل ګرځي او د راتلونکي لپاره يو ښه زېری ثابتوي.
همدې ټکي ته په پام سره هر نصاب لرونکي ادارې د خپل تعليمي نصاب، ځانګړې علمي تګلارې او غښتلي نظم راوستلو لپاره هم مهاله مياشتينۍ، درې مياشتينۍ، چا هم مېنځنۍ او کلنۍ ازموينې د خپل مهالوېش سره سم ټاکلي او دا لړۍ يې همداسې روانه ساتلې.
د زده کړې په برخه کې د ازموينې مختلف اړخونه څېړل کېږي، د بېلګې په ډول:
(۱) د ازموينې عمومي ګټې
(۲) له امتحان څخه وېره او د وېرې په ليرې کولو کې د کورنۍ ، ښوونکو او زده کوونکو ونډه
(۳) د ازموينې نه وړاندې تياری
(۴) د ازموينې پرمهال ځينې اړينې لارښوونې.
د ازموينې د هر اړخيزې څېړنې لپاره پوره وخت ته اړتيا ده؛ خو دلته يې د نمونې په ډول د يو څو شاخونو يادول اړين بولم.
( ۱) د ازموينې عمومي ګټې دا دي چې همت ويښوي، ذهن تېزوي، د بې ځايه بوختیاوو څخه يې ليرې کوي، هر چاته دا ډاډ ورکوي چې موخې ته رسېدل يوازې په خوبونو او تشو خيالونو نه کېږي؛ بلکې يو همت ته اړتيا لري.
(۲) د کتاب نه کتلو پرمهال په سر درد، د بدن ګرموالی او ساه بندي پيدا کېږي.
د وېري ليرې کېدل او د بريا پيدا کېدل په لاندې ډول پيدا کيږي : د ښوونکي او کورنۍ له لورې زده کوونکي ته د ښو نومرو د تر لاسه کولو پرمهال ښه امتيازات ورکول او که په نومرو کې رانشي د کورنۍ او ملګرو له خوا دا ډول خبرې: چې که نومرې وانخلي؛ نو شرمنده او خجالت به وي.
(۳) تر ازموينې وړاندې اغېزناکه او ځواکمنه کتاب کتنه، د کتاب کتلو پرمهال د لوی الله جل جلاله يادول، په هغه توکل کول او يوازې له هغه مرسته غوښتل.
(۴) په ټاکلي وخت د ازموينې ځای ته حاضرېدل، په سوال ځان پوهول او د ځوابي پرچې په سپارلو کې تلوار نه کول او په پای کې د لوی الله جل جلاله څخه د ښې پايلې اميد لرل.
د ټولو هغو وروڼو چې ازموينې ورکوي د لوی الله جل جلاله په دربار کې ورته د بريا لپاره لاسونه لپه کوم.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022