لیکنه: پوهنیارسیداصغر هاشمي
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې له وطن سره د مينې په باب ډېر شعرونه شته دي، دې باندې وطن او اولس دومره ګران و، چې له ډېرو شعرونو نه يې د وطن دمينې خوشبويي احساسولی شو.
ددې په شعرونو کې له هېواد سره مينه، له خلکو سره مينه او له ازادۍ او ابادۍ سره مينه څرګند مثالونه شته دي.
د استاد په شعرونو کې د وطن پالنې احساسات او په هغه کې د هنريت او شعريت جذبات ډېر دي.
د استاد الفت په شعرونو کې د وطن دوستۍ شعرونه په داسې صادقانه ډول او د زړه د مينې په درلودلو وړاندې شوي، چې په دقيق لوستلو يې انسان ته يو ډول فکر، له وطن سره د مينې پيدا کوي، له وطن سره د مينې په باب وايي:
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم
د وطن د شرف سپر يم نه وېرېږم
که د تورو ګوزارونه دم په دم خورم
دا خوږې غوړې ګولۍ دې وي د نورو
د وطن دفاع کې زه ګولۍ د بم خورم
کفن نه غواړم، د ژوند جامو کې درومم
د جنت باغ کې مېوې رقم رقم خورم
يم پرهېز د بې ننګۍ له خوراکونو
په غيرت ګټلی شی به ولې کم خورم
د وطن د اعتلا تږی يم ځکه
لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم
زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه
هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د وطن دوستۍ احساسات په رنګينو شاعرانه جذباتو پيدا کېږي، چې په لوستلو يې ولس ته له وطن او هېواد سره د مينې يو فکر پيدا کوي، استاد خلکو ته د وطن دوستۍ ترڅنګ د ملي وحدت لارښوونه هم کوي.
د استاد په شعري کلياتو کې د (ملت او مملکت) تر سرليک لاندې يو په زړه پورې شعر دی، چې مملکت، هېواد او وطن له يو داسې باغ سره تشبيه کوي، چې په هغې باغ کې رنګارنګ ښکلي ګلونه، چې شنه او ځلېدونکي دي شته دي، دغه ګلان ډول ډول قدونه، رنګونه، بويونه لري، دغه باغ کې ټول د ګلانو بوټي د لوېوالي له مخې يو شان نه دي او يو له بله توپير سره لري، په باغ کې دغه ډول ډول ګلان، چې رقم رقم دي، د يو ملک د خلکو، قومونو او قبايلو په شان دي او باغ يو مملکت دی، د ملي يووالي لپاره دا يو ښه شعر دی؛ لکه:
لکه باغ يو مملکت وګڼه وروره
په کې هر قسم ګلونه بوټي ګوره
ونې ډېرې خو باغ يو دی که پوهېږې
که کوې بل رنګه فکر ډېر غولېږې
استاد په وطن مين، په خلکو مين او دې وطن او خلکو ته په خدمت مين و، کوم د زړه دردوالی او همدردي مې چې ددې په شعرونو او افکارو کې وليده، د ډېرو کمو ليکوالانو او شاعرانو په ويناوو کې به تر سترګو شي.
ده ته دا وطن د خپل کور مقام درلود او د ولس هر وګړی يې د خپلې کورنۍ له وګړي کم نه دی ګڼلی، دا ډېر مينه ناک انسان و، د وطن دوستۍ په باب (شعري کليات، ص ۱۵۰) کې (د وطن پالنه) تر عنوان لاندې له وطن سره د مينې په اړه وايي:
لکه شمع که ځان وسوځې په اور ته
نو به هله کړې رڼا مېنه او کور ته
که فرهاد غوندې دې غرونه سوري نه کړه
د شېرين وطن په عشق کې يې نامتور ته
په خولو يې د تندي که آبياري کړې
د وطن د ګلو باغ به کړې سمسور ته
که په اور اوبو کې تېغ غوندې غوټه شې
نو په سر به د دښمن شې هله سور ته
لکه ونه که بار نه کړې په سر پېټی
وبه نه شيندې خوږه مېوه هر لور ته
که د باد په شان دې ځان کړ سرګردانه
نو به وچې کړې خولې له مخ د ورور ته
د پنبې غوندې ځان ورکړه حلاجي ته
چې کړې پټ د خپل وطن لوڅ او سر تور ته
استاد په پورته شعر کې اولس له وطن سره مينې او خدمت ته هڅوي او په ډېر هنري او فکري ډول خپل نظريات وړاندې کوي.
د (ګران وطنه) تر عنوان لاندې داسې وايي:
ګرانه وطنه! څومره زېبا يې
جنت د ځمکې زړه د دنيا يې
ښاغلی تاج ته د ايشيا يې
وړ د ستايلو ته په رښتيا يې
لعل و ګوهر شته ستا بدخشان کې
تمدن خور شو ستا په جهان کې
ننګيالي تا دي هر وخت روزلي
ښه ښه ځوانان دي تا زېږولي
کارنامې ستا دي تاريخ ستايلي
ستا فرزندان دي څومره غښتلي
زمريان پراته دي ستا په لمن کې
تل پسرلی وي ستا په چمن کې
له وطن سره د ابادۍ مينه، له وخت سره مينه، وطن کې سوکالي، وطن کې خوشحالي، په وطن کې د ټول ولس ښه ژوند د استاد ګل پاچا الفت له ارمانونو ځنې و.