سمندر په لپه کې کتاب
ټولونه او ترتیب: حسیب نورمل
دویمه برخه
1. هر څوک د هرچا پر ټاکنه نیوکه لري.
2. که یو ټولنه سل په سلو کې له عقل نه برخمنه وي، خو سل په سلو کې د تحمل وړ نه ده؛ ځکه په هغې ټولنه د عدالت تر ساړه فشار لاندې هر څه ساړه وي.
3. هنر د زړه په وینو پايي.
4. له خطرونو سره د جنګ پایله ژوند دی.
5. د هر چا قدر د هغوی د کارونو په اندازه دی.
6. بدبین خلک تل ناهیلي وي.
7. ناوړه او بې ځایه ټاکنه د انسان برخلیک له سوتونزو سره مخ کوي.
8. د نورو هېوادونو پوهان د خپل ژوند ښه کولو لپاره له خپلې پوهې او عقل نه کار اخلي خو زموږ پوهان په فکر او تصوراتو کې ډوب دي.
9. د انسان لویه دنده دا ده چې د خپل ژوند ساتنه، پالنه او روزنه وکړي.
10. تاسو باید تل حسابي واوسئ؛ هر وخت او هر چېرې مو له خپل ځانه حساب وغواړئ.
11. د انسان د پرمختګ لپاره یو معیار دادی چې باید شناخت او قرابت يې په کورنۍ او قوم پورې محدود نه وي.
12. په ژوند کې چې حرکت او فعالیت نه وي، هېڅ ارزښت نه لري.
13. د یو هېواد د مشرانو او رهبرانو یوازې دا دنده نه ده چې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅه او کوښښ وکړي، بلکې مشران د خلکو په زړونو کې مینه، هیلې او اسرې را ژوندۍ کړي.
14. چېرې چې عدالت او عدل نه وي، هلته ژوند لوی عذاب دی.
15. ژوند د بدلون او تکامل نوم دی، هغه چې بدلون او تکامل نه لري، ژوند نه دى.
16. عادي او ناپوه کسان د نورو په خبرو او فکر پسې ځي، خو هوښیار او د لوړ فکر خاوندان بیا په خپل وجدان او ضمیر پسې.
17. د بیان ازادي دې ته ویل کېږي چې ښو ته ښه او بدو ته بد وویل شي.
18. حق ویل لوی عبادت دی.
19. یوه ټولنه هغه وخت سعادت، قوت او شهامت ته رسېدلای شي چې حقایقو ته نږدېوي.
20. هغه انسان چې په زړه کې هېڅ وېره نه لري، هغه له ځناور سره هېڅ توپیر نه لري.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.