لیکنه: بریال نایب
کرهڼه د افغاني کورنیو په ژوند کې حیاتی رول لري ، وروستي څیړنه ښیی چېد افغان وګړو ژوند ۶۰٪ سلنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول له کرهڼې سره تړاو لري، خو په هیواد کې د ټولې پانګونې ۴٪ سلنه د کرهڼې په برخه کې لږول کیږی ، په افغانستان کې د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې په یاده برخه کې پانګونه کولای شې هیوادوالو ته خورا کاری زمینه برابره کړي او د اقتصادی پرمختګ لامل شي، په یاده برخه کې پانګونه به و کولای شی افغانستان په سیمه کې د کرهڼې قوی تولیدونکی وګرځوی .
د تیرې وروستۍ لسیزې په درشل کې ، نړیوالې ټولنې په هیوادکې په پراخه کچه د کرهڼې پر بنیاد رغونه او پرمختګ زیاته پانګونه وکړه، چې داکار په زیات بهرني مالی ملاتړ تر سره شو، چې د کرهڼې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی ، خو د یادونې وړده چې په یاده برخه کې لا هم پراخې ستونزې شتون لرې، نو له دې کبله ویلی شو چې دکرهڼې په برخه کې په افغانستان کې روانه د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ پروژه کولای شي د بزګرو په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راولی او له یادې څانګې سره مرسته وکړي، د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ پروژه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیایی پروګرام له لوری تمویلیږی اصلي هدف یې د خوراکی توکو په تولیدي چاروکې ښه والی او د شپږو شمالی ولایتون په کلیوالو برخو کې اقتصادی ثبات رامنځته کول دي، داچې ټاکلی هدف ترلاسه کړي، د بزګرانو په ټرینینګ او ظرفیت لوړونه یې خپل پام ساتلی ده ترڅو د غنمو تولیداتو ته پراختیا ورکړي ،په لوړه کچه کرهڼیز محصول د حیواناتو په ژوند پورې هم تړاو لرې، یاده پروژه پدې ټینګار کوي چې بزګران باید خپل اقتصادی شتون په ټولنه کې ثابت کړي او د بازار له غوښتنو سره سم تولید ته چمتووالی ولري، چې پدې سره کولای شي د لا ډیرې ګټې زمینه برابره کړي او د کورنیو وړتیاوی لوړې کړي چې د ژوند ضرورتونه پوره کړي.
د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ دپروژې د غړی په توګه چې هڅه کوی افغان کرهڼیزې سوداګرۍ ته پرمختګ او پراختیا ورکړي یولس تنو افغان کرهڼیزو سوداګرو ته دا زمینه برابره کړه ترڅو د ( استانبول نړیوال خوراک) ترنامه لاندې نندارتون کې چې د ترکیی په هیواد کې د ۲۰۱۵ کال د سپمتبر د میاشتې له دریمې نیټې څخه تر شپږمې نیټې پورې وو ګدون وکړي، د (استانبول نړیوال خوراک) نندارتون چې د نړۍ په کچه ستر نندارتون ده چیرته چې د نړۍ د کرهڼیزو تولیداتو کمپنۍ پدې نندارتون کې ګډون کوی او خپل کرهڼیز تولیدات ننداری ته وړاندې کوي، پدې نندارتون کې د نړۍ د کرهڼې د برخې پانګه اچوونکی چې د نړۍ له هر ګوډ څخه راغلی وو هغوی هم له کرهڼیزو تولیداتو څخه لیدنه وکړه او پدې سره یې د بزګرانو په هڅه ونه د نویو کرهڼیزو سوداګریو په ستراتیژی او د اتحادیو او ګډون کولو په برخه کې پراخې ژمنې ترسره شوې.
د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ پروژه د سولې له ګروپ سره په ګډه یوه غرفه د افغان کرهڼیزو سوداګرو لپاره د میګا په نړیوال نندارتون کې په پام کې نیول وه چې پدې سره افغان سوداګرو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل او په یاد نندارتون کې له نورو سره یې خورا توپیرکیده، ځکه چې دافغان کوچنیو او نیمه کوچنیو سوداګرو په غرفو کې کرهڼیز تولیدات لکه بادام، ممیز، غوزان، پسته، وچ انځر او داسی نور نندارې ته وړاندې شوی وو ، د افغانی وچې میوې ښه کوالټې د دې سبب شوې وه چې په یاد نندارتون کې یې د زرګونو سیلانیانو او سوداګرو پام ځانته راخپل کړي وو ، بهرنیو سوداګرو پدې سره خپله د پام وړ لیوالتیا ښکاره کوله چې پدې برخه کې یې له افغان سوداګرو سره د سوداګری تړونونه لاسلک کړل.
همدارنګه افغان سوداګرو د افغانی تولیداتو په اړه د بهرنیانو لیوالتیا ولیدله چې د افغانی وچې میوې سره یې ښکاره کړه ، په ترکیه کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د وچې میوې او خوراکې توکو د سوداګری د پراختیا په موخه بیلابیلې ناستې په پام کې نیول شوې وې چې پدې ناستو افغان کوچنیو او نیمه کوچنیو کمپنیو ته زمینه برابره شوې وه ترڅو وکولای شی دخپلو تولیداتو لپاره فرصتونه پیداکړي او خپل کاروبار ته پراختیا ورکړی او د یو قوی تویلیدونکی په توګه نړیوال مارکیټ ته لاره ومومی او نړیوالو کمپنیو ته د ښه چمتو کوونکی حیثیت غوره کړي، چې د سوداګر او سوداګر ترمنځ ناستو افغان سوداګرو ته دا زمینه برابره کړه ترڅو پراخې اړیکې له بهرنیو سوداګرو په ځانګړی ډول له ترکی سوداګرو سره ټینګې کړې، ځکه چې ترکی سوداګر ډیر لیواله وو ترڅو له افغان سوداګرو سره د کرهڼیزې سوداګرۍ په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي
برسیره پردې د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ پروژې دا زمینه برابره کړې وه ترڅو افغان سوداګر د ترکیې هیواد له سیمه ئیزو مارکیټونو څخه هم لیدنه وکړی او د وچې میوې د تولیداتو لپاره په استانبول ښار کې د اړتیا وړ مارکیت ومومي ترڅو د مارکیټ د غوښتنې سره سم خپله وچه میوه ترکیی هیواد ته صادره کړي، داډول لیدنې افغان سوداګرو ته دا زمینه برابروی ترڅو وکولای شی د ترکیی هیواد مارکیټ وڅیړې چې په کومه کچه او په کوم معیار وچې میوې ته اړتیا ده ترڅو د ترکیی هیواد ته صادره شي .
له دې سره سره چې په دې سفر کې په پام کې وه د افغان کوچنیو او نیمه کوچنیو سوداګرو وړتیاوې د نویو لاروچارو په اړه اضافه شی، د شمال ساحوی زون دکرهڼې د پرمختګ پروژې ښه وګڼله تر څو افغان سوداګر د ترکیی هیواد د وچې میوې له تولیدونکو کمپنیو څخه لیدنه وکړي ترڅو د تولید په چارو کې له نویو پرمختګونو ښه خبرشي، ګډونوالو په عملی بڼه دا ولیدل چې د وچې میوې بيلول،مینځل، تړل او نښان لګول په څه ډول ترسره کیږی، هیره دې نه وې چې دا ډول لیدنې کتنې له سوداګرو سره مرسته کوي ترڅو نوې تکتیکونه په کار واچوی او مقابل لوری له مهارتونو څخه ګټه پورته کړي د نوې ټیکنالوژی په کار اچونه کولای شی د تولیداتو په زیاتوالی کې خورا مرسته وکړي له بل لوری به زموږ سوداګر د نړیوال مارکیټ له غوښتنو خبرشی او د هغو معیارونو او کوالیټیو په اړه به پوهاوی ومومی چې په نړیوال مارکیټ کې د تولید په برخه کې ورته اړتیا ده داخبرې د نوروز کمپنۍ مسئول چې د یاد نندارتون له ګډونوالو څخه دی وکړې.
د میلاد جیحون سادات کمپنۍ مشر چې د یاد نندارتون یو ګډون کوونکی وو وویل چې زموږ سفر او ګډون د استانبول په نړیوال خوراک نندارتون کې زموږ د سوداګری لپاره خورا موثراو تاثیر کوونکی وو، هغه زیاته کړه داچې موږ پدې وپوهیدو چې په ترکیی هیواد کې افغانی تولیداتو ته په څه کچه مارکیټ موجود ده چې پدې سره به موږ خپلو بهرنیو صادراتو ته پراختیا ورکړو او ډیره مهمه لاسته راوړنه هغه داوه چې موږ پدې نندارتون کې له بهرنیو کمپنیو سره د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهمې اړیکې ټینګې کړې اود یوشمیر ترکیی کمپنیو سره مو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل، متحده عربی اماراتو او د سیمې نورو هیوداونو هم خپله لیوالتیا ښکاره کړه ترڅو له موږ څخه وچه میوه وپیرې، چې پدې ډول نوښتونو او وړاندیزونو سره کولای شو د هیواد دکرهڼې څانګه پیاوړې کړو اوپه مدبرانه رهبریت سره افغانی تولیدات نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې کړو