لیکنه: محمدحامد اکبري
د ا چې نننۍ نړۍ د تحول اوتغیر په حال کې ده،ورځ تر بلې د اقتصاد په برخه کې بدلونونه او نوښتونه رامنځ ته کیږي، د هېوادونو تر منځ په ډېره پراخه کچه سوداګریزې راکړې ورکړې کیږي.
خو دا ټولو ته څرګنده ده چې د نړۍ ټول هېوادونه له ځانګړو پولي واحدونو څخه ګټه اخلي،اوسمهال ګورو چې د جنسي پیسو ځای برېښنایي پیسو نیولی دی او په راکړو ورکړو کې له الکترونیکي پیسو کار اخيستل کیږي.
زموږ د بحث اصلي موضوع دا ده ،چې ولې د اسعارو نرخونه کله ښکته او کله پورته ځي؟
په حقیقت کې د اسعارو د نرخ ټاکنه د اقتصاد په نړۍ کې یوه پېچلې مسئله ده، دا ځکه چې د اسعارو د نرخونو په ټاکلو کې ګڼ فکتورونه ښکېل دي او نشو کولی چې د هغه لپاره څو ځانګړې دلایل راوړو.
هر هېواد د اسعارو د ځپل مینځي ادلون بدلون لپاره له بېلابېلو کړنلارو او میتودونو استفاده کوي او له ډېر پخوا راهیسې د اسعارو د تبادلې او نرخ موضوع د نړیوالو د پام وړ ګرځېدلې.
له ۱۸۸۰ م کال څخه تر ۱۹۱۳ م کال پورې د اسعارو تبادله د سروزرو د سیستم پر بنسټ تر سره کېده. هغه مهال به کرنسۍ پر وړاندې د سروزو یو ځانګړی مقدار په نښه کېده او د سرو زرو د کچې له مخې به د اسعارو نرخ ټاکل کېده.
د بېلګې په ډول که د یو امریکایي ډالر پر وړاندې به د سروزرو مقدار څلور تولې، او د یو انګلیسي پونډ پر وړاندې به دوه تولې سره زر وټاکل شول، نو د ډالر او پونډ تر منځ تبادله به داسې کېده چې دوه ډالره به له یو پونډ سره بدلېدل، په دې ډول به د پونډ د تبادلې نرخ د ډالر په پرتله زیات و.
خو د یو لړ ستونزو له کبله د سروزرو د سیستم عمر لنډ و، انګلستان په ۱۹۱۳ م کال کې طلایي سیستم په بشپړ ډول بند کړ،ځکه چې هېوادونه د سروزرو له کمښت سره مخ شول.
یعنې چا به نشوای کولی چې نور د اسعارو په بدل کې سره زر تر لاسه کړي.
همدارنګه د هېوادونو تر منځ د اسعارو د نرخ نا انډولي د دې سبب ګرځېدلې وه،چې د یو هېواد اسعار به بل هېواد ته او د هغه په مقابل کې به یې سره زر لاسته راوړل.
یعنې د سروزرو او کرنسۍ تر منځ اړیکه په لویه سوداګرۍ اوښتې وه،چې همدغه کار د اقتصادي ستونزو او اسعارو د تبادلې په برخه کې خنډونه جوړ کړل.
له دې وروسته نړیوال په دې هڅه کې شول چې د سروزرو پر ځای د زرو نوی نظام منځ ته راوړي.
له ۱۹۳۰ م کال وروسته نړۍ له اقتصادي ناخوالو سره مخ شوه، له دې کبله ټولو هېوادونو د کرنسۍ (نوټ ) پر وړاندې د سروزرو ورکړه وتړله، نو د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلب او همدارنګه د زرو د نوي سیستم د رامنځ ته کېدو په موخه د لویدیځو هېوادونو او امریکې لخوا د امریکا د بریټین ووډز په ښار کې کنفرانس پرانیستل شو تر څو په نړۍ کې د اقتصادي بحرانونو په وړاندې خبرې اترې وشي.
مخکې مو یادونه وکړه چې پخوا به کرنسي یوازې او د هغه ارزښت له سرو او سپینو زرو سره تړلی و چې د هغه پر بنسټ به د اسعارو نرخونه ښکته او پورته تلل.
اوسمهال د اسعارو نرخ د هغوی د پير (اخیستلو) له ځواک سره تړلی،ځکه خو د سرو یا سپینو زرو زیادښت اوکمښت د اسعارو پر نرخ چندان اغېزه نه لري.
نن سبا د کرنسۍ د پير ځواک یو ځانګړی معیار ټاکل شوی، او هر هېواد د ځانته ځانګړی معیار لري، د بېلګې په ډول په افغانستان کې افغانۍ، په عربستان کې ریا ل،په امریکا کې ډالر نو په همدې اساس د هېوادونو د بېلوالي له کبله معیارونه هم بېليږي.
ځکه چې د هر هېواد د کرنسي ارزښت د نرخونو په بیو، او د هغوی د صادراتو او وارداتو له مخې ټاکل کیږي او کوم داسې مادي شی شتون نه لري چې د بېلابېلو معیارونو تر منځ تلپاتې انډول وساتي. بلکې د هر هېواد د اقتصادي حالاتو او سیاستونو د بدلون پر بنسټ، موجوده انډول هره اونۍ،هره ورځ حتی هر ساعت بدلون مومي، نو د بېلابېلو هېوادونو د کرنسیانو تر منځ داسې یووالی او تړون شتون نه لري چې یو د کرنسیو تر منځ یو شان چلښت رامنځ ته کړي.
مخکې مو هم لنډه یادونه وکړه چې اوسمهال د اسعارو نرخ په یو هېواد کې له بیو سره تړاو لري،کله چې د توکو بیې ښکته شي نو د کرنسیو نرخ لوړیږي او د پير ځواک یې کميږي.
یا په ساده ډول داسې ویلی شو چې د کرنسۍ ارزښت ټيټيږي او بیې ورسره لوړیږي.
نو هغه مهال چې بیې لوړې شي د اسعارو نرخ ورسره رالویږي یا په بله اصطلاح د کرنسۍ د پير ځواک کمیږي.
هغه مهال چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او بیې لوړوالی ومومي اقتصادپوهان دا حالت د انفلاسیون په نوم یادوي.
او برعکس هغه وخت چې د پیسو په ارزښت کې زیاتوالی راشي،نو بیې ورسره تنزیل مومي.
له دې خبرې څخه دا پایله اخلو چې د اسعارو د پیر ځواک د هغوی د نرخ په ټاکنه کې یو ډېر مهم معیار ګڼل کیږي.
کله چې په یوه هېواد کې د وېشل شوو اسعارو کچه د دغه هېواد د توکو او چوپړتیاوو په پرتله زیاته شي،نو بیې ورسره لوړیږي.ځکه چې په یو هېواد کې وېشل شوې کرنسي د توکو او چوپړتیاوو د طلب استازیتوب کوي.
همدا رنګه کله چې په یوه هېواد کې وېشل شوې کرنسي د خدمتونو او شیانو په پرتله ټیټه شي،په نتیجه کې یې د پیسو ارزښت زیاتوالی مومي او نرخونه رالویږي او په بازار کې د توکو د آرزانۍ سبب ګرځي.
ځینې وخت حکومت اقتصادي او سیاسي حالاتو ته په کتلو سره د بېلابېلو کرنسیانو نرخ ټاکي، د بېلګې په ډول که په اټکلي ډول ووایو د افغانستان حکومت د یو امریکايي ډالر نرخ پنځوس او یا هم پنځه پنځوس افغانۍ ټاکي.
د اسعارو د نرخ په ټاکنه کې ګڼ نور فکتورونه هم ونډه لري. د بېلګې په ډول د وارداتو او صادراتو په کچه کې توپیرونه،په هېواد کې د نورو هېوادونو د اسعارو چلښت، د حکومت مالي او پولي سیاستونه،د مرکزي بانک تګلارې، امنیتي خنډونه، اداري فساد (درغلي)، قاچاق او داسې نور هغه عوامل ګڼلی شو چې د اسعارو د نرخ په ټاکنه کې د پام وړ رول لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ