ویناوال:عبد الله بن عبد العزیز ال شیخ
ژباړه:انـــــدیال ساپی
اسلام مسلمانانو ته عقیدوی اصول بیان کړي، په الله تعالی ایمان لرل، دهغه یووالی او توحید منل، او هغه ته ټول عبادتونه ځانګړی کول، او دا عقيده لرل چې پرته د الله جل جلاله څخه بل هیڅ څوک د عبادت مستحق ندی که هغه نږدی ملائک وی او که راستول شوی پیغمبر.
مسلمانانو ته يې د توحید الأسماء والصفات حقیقت واضح کړي او هغه دا چې دالله جل جلاله لپاره هغه نومونه او صفتونه ثابت کړئ چې له شان سره يې مناسب وي، ثابتونه به پرته له تمثیله وي او پاکی به پرته له پریښودلو او نه منلو وي: ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ)).الشوری: ۱۱
ژباړه: د کائناتو څخه هیڅ شی هغه(الله جل جلاله) ته ورته نشته، هغه د هر څه اوریدونکی او لیدونکی دي.
دوی ته يئ په ملائکو ایمان لرل ورښوولی کوم چې الله جلاله ته نږدی او له هر بشری عیب څخه پاک او عزتمند مخلوق دي، الله جل جلاله یې په اړه فرمايې: ((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)). التحریم: ۶
هیڅکله به د الله له حکم څخه سر نه غړوی او هر امر چې ورته کیږی هغه په ځای راوړي.
همدا رنګه فرمايې: ((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ)).الأنبیاء:۲۰
ژباړه: بی له کوم ځنډ او سستی څخه، شپه ورځ د هغه پاکی بیانوی.
همدا راز مسلمانانو ته یې د الله جل جلاله په کتابونه ايمان لرل ورزده کړی کوم چې هغه په خپلو استازو نازل کړي لکه:زبور، تورات، انجیل، قران، د ابراهیم علیه السلام صحفی، مګر دا چې قران تر ټولو غوره او بشپړ کتاب دي، پر ټولو څارونکی دي، حق ثابتوی او باطل له مینځه وړي،((وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ)).المائده: ۴۸
ژباړه: مونږ تا ته په رښتني سره دا کتاب (قران) دراستولی دی، ریښتنی کونکى دی د مخکنيو کتابونو او په هغوی ساتونکى دی.
همدا رنګه دالله جل جلاله پر رسولانو ایمان لرل کوم چې الله رب العزت دبشریت دهدایت لپاره غوره کړي ول. مونږ پر ټولو ایمان لرو او ترمنځ یې توپیر نه کو، دوی په فضیلت کې له یو بلی تفاوت لري، خو تر ټولو غوره، سردار او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم دي، پده ایمان لرل پر ټولو ایمان دي، او له ده انکار کول له ټولو انکار دي، الله جل جلاله په دی اړه وايې: (( آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ)).البقره: ۲۸۵.
ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم ایمان راوړیدی په هغه څه چې د رب له لوری پر هغه نازل شوی، او مومنانو هر یو ایمان راوړی دی په الله د هغه په ملائکو او د هغه په کتابونو او د هغه په رسولانو(دوی وایې) مونږ د الله په رسولانو کې یو له بله توپیر نه کوو(په ایمان راوړلو کې).
همدا شان په قضاء او قدر ایمان لرل، څه چې الله وغواړي هغه واقع کیږي او څه چې ونغواړی هغه نه واقع کیږي،په کون کې ټول تصرفات لوح محفوظ د لیکنی او ازلی وجود موافق د الله جل جلاله په کونی اراده ترسره کیږی، هیڅ یو شی له دی څخه بهر ندي، نه کونی پیښې او نه بشری کړنې.
الله جل جلاله انسان ته اراده ورکړی چې دهغه له لاری دخپلی خوښی کړنې او شیان انتخابوي، که چیری یې خیر انتخاب کړ نو بدله به یې غوره وي او که چیری یې شر اختیار کړ نو سزا به ورکړل شي، الله جل جلاله فرمایلې: (( فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (۷) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ)).الزلزلة ۷-۸.
ژباړه: چا چې ذره هومره نیکی کړی وی، وبه یې ګوری، او چاچې ذره هومره بدی کړی وی، وبه یې ګوری.
بل ځای فرمایې:(( قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (۹) وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا)). الشمس: ۹-۱۰.
ژباړه: په رښتیا سره بری هغه چا تر لاسه کړ چې نفس یې پاک کړ، او یقینا هغه څوک ناکام شو چې دغه(نفس یې په ګناهونو کې)پټ کړ.
پدی ایمان لرل چې ددنیا ژوند تلپاتی ندي، بلکی له دنیا څخه هرومرو د قبر په لور رحلت کیږي، هلته به يا نعمتونه وي یا عذابونه، له قبر وروسته بیا ژوندی کیدل او دحساب لپاره راټولیدل دي، عمل نامې به ویشل کیږي او عملونه به تلل کیږي.دغه مهال به مومنان له نعمتونو ډک جنتونو کې د الله جل جلاله له فضل او مهربانى برخمن کیږي، او کافرو ته به دردناک عذاب ورسي الله جل جلاله یې داسی بیانوي: ((وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ (۹۰) وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ)).الشعراء ۹۰-۹۱.
ژباړه: (په هغه ورځ به)جنت نیکانو ته نږدی راوستل شی، او دوذخ به د ګمراه شویو خلکو لپاره پرانستل شی.
الله جل جلاله خپل بندګانو ته ټول هغه څه ورښوولی چې هغه ته یې نږدی کوي او اړیکی يې ورسره لا پیاوړی کوي، دعبادت بیلا بیل ډولونه یې ورته روا کړي لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج، ذکر، او داسی نور…. تر څو بنده دخپل رب سره په تل پاتی رابطه کې وي، چې له امله یې روحی خوښی، هوسا ژوند، دنفس پاکوالی، ددنیا سعادت، او د اخرت کامیابی او نجات مینځته راځي.