ژباړه: انــــــــدیال ساپی
اسلامى نړى نن سبا په خپل ژوند کې له سترو خطرناکو مرحلو څخه تريږى، دسختو ستونزو او ګواښونه سره مخ ده، مسلمانانو دخپل منځی ویش، خپل منځی جګړو، تیت و پرک کیدو او د دښمانانو له لورى دسختو یرغلونو، او په داخلى چارو کې د ښکاره لاسوهنى له لاسه رنځيږى.
مسلمان د دغو فتنو او فوضى په ليدو غمژنيږى کوم چې دنا امنى،نظام د ګډوډى، ورځنى ژوند او امت د مصالحو په وړاندى د خنډ کیدو، هيواد دړنګيدو، شتمنى د لوټیدو، او بى ګناه وينى د تويولو لامل ګرځى، تردى چې ډيرو خلکو د دغو فتنو او مشکلاتو څخه دتښتې په موخه خپل کورونه او هیوادونه پريښى.
دغه ستر ناورین دهر هغه مسلمان خوب نارامه کوي، چې ویښ ضمیر او په ﺯړه کې په دين او عقيده غيرت، پر اسلامى امت مهربانی، او په بى ګناه وينه تويولو رحم او شفقت ولري.
له دغى ناورين او ننګونو څخه دخلاصى لار
د دغى دردونکي او غمژن حالت په وړاندى ﺯمونږ دريځ چې مونږ ته له دى ستر ناورین څخه د خلاصى او په دغى سترو ګواښونو د برلاسى لار راښايې:
⏹له مسلمانانو دى پټه نوى چې اسلامى امت د پیاوړتیا، سلامتيا او بریالیتوب راﺯ دالله جل جلاله په کتاب او رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو باندى په عمل کولو کې دي، هر کله چې اسلامى امت په دين منګولى لګولى نو پياوړى، عزتمند، مظبوط او يو موټى شوى، دښمنان يې ويرولى او د هغوى سره هغوی د ناوړه کړنو حساب کړي، او کله چې له خپل دين نه جلا شوي، په شهواتو او خواهشاتو کې ډوب شوى، نو له امله یې کمزورى شوى، په ډلو ويشل شوى، ددښمن په سترګو کې سپک شوى او له هرى لورى يې پرى د دښمنانو له خوا بريدونه پيل شوي.
⏹اسلام تخريب، ترور او د امن اخلالول په کلکه ردوى، بی ګناه وينه تويول، شتمنى لوټول، او د ناموس بى عزته کول یې حرام کړى.
⏹اسلام د سپیڅلی دین پلی کول اسلامى امت دټولو ستونزو حل دى، پدى کې نوی نسلونو د امید وړ عادلانه ټولنى رامنځته کول، او دښه ژوند تيرولو بشپړ فرصتونه موجود دى، په اسلام سره ريښتنى هيوادوالى مينځته راځى، او ټولنی دټولو وګړو حقوق خوندى کیږی.
⏹د اسلام مبارک دین د اسلامى ولسونو لپاره يواځنى انتخاب دى، هر جاهلى شعار او د اسلامى نظام نه بل نظام ته بلنه باطله او د منلو وړ نده.
⏹ټول مسلمانان دى دخپلو ځانونو په هکله له متعال ذات څخه وويريږى، دښمانانو د لاسوهنی پرته دى خپلو ستونزو د حلولو او هوارولو کوښښ وکړي، دهغه سمتى، قومی او حزبى فتنو او تعصباتو څخه دى ځان لیری وساتى چې د مسلمانانو یووالی زیانمنوی تفرقى او اختلافاتو ته لار هواروى.
⏹د اسلامی امت پر علماوو لازم دی چې د خلکو په لارښوونه کې دامید وړ مسوولیت ترسره کړي، دټولنی په ساتنه او یووالی دی حریص واوسي، اسلامی امت د ستونزو د حل لپاره دی واقعیت پر بنا نظرونه او پروګرامونه وړاندی کړي، او ټولنه دی له فتنو او مصیبتونو وژغوري.
⏹د اسلامی نړی پر سیاستوالو او رهبرانو لازم دی چې د خپلو ولسونو ترمنځ عدالت پلی کړي، د فسادپر ضد دى مبارزه وکړي، د ولس عامه ګټې دی دخپلو لومړیتوبونو په سر کې کړي.
⏹پر ولسونو لازم دی چې د خپلو مشرانو تر څنګ ودریږی او په سولیز شکل دى د خپلو ستونزو د حلولو کوښښ وکړي.