لیکنه : څېړندوی رفیع الله نیازی
د سعودي عربستان د دولتي اژانس (واس) د هغه خبر پر بنسټ، چې د لیندۍ پر ۲۴ مه خپور شوی، داسې پتېل شوې، چې د سعودي په مشرۍ ۳۴ اسلامي هېوادونو په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې یوه ټلواله جوړه کړې ده .په ټوله کې عربي او ناعربي هېوادونه ددې ټللوالې غړيتوب لري .په عربي خلیج کې له عمان پرته سعودي، امارات، قطر، بحرین او کویټ يې غړیتوب لري، پر دې سربېره، تورکیه، اردن، بنګله دېش، مالیزیا،پاکستان، بنین،توګو،، مصر، تونس، لیبیا، مراکش،موریتاني، ګابون، نیجر،چاد، ګینه، عاج ساحل، مالي، نایجریا، مالديپ، یمن، سنیګال، سوډان، سیرالیون، فلسطین، کومور، جیپوتي، او سومالیه يې هم غړيتوب لري، خو اوس ځينو هېوادونو په دغه ټلواله کې له خپل غړيتوب څخه ناخبري څرګنده کړې ده . د روان کال دلیندۍ پر ۲۴ مه په کابل کې دسعودي عربستان سفیر ښاغلي مسفر عبدالرحمن ال غاصب د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني سره کتلي او ترې غوښتي يې دي، چې افغانستان دې هم د سعودي عربستان په مشرۍ دترهګرۍ په وړاندې د دې ګډې نظامي ټلوا لې غړی شي. افغان حکومت تر دې دمه په دغه ټلواله کې د ګډون او نه ګډون په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې . ګڼې پوښتنې شته ، چې دا ټلواله ولې جوړه شوه، د ترهګرۍ دمخنيوي په وړاندې به څومره اغېزمنه وي، په دغه ټلواله کې به د افغانستان ځای ځایګی په کوم دریځ کې وي، دترهګرۍ په وړاندې دمبارزې هغه ټلواله چې ځينې غړي يې په سیمه کې د ترهګرو د روزلو، پاللو او تمویلولو ډېره بدنامه مخينه لري، څنګه به وکړای شي، په اسلامي هېوادنو کې ددغې پديدې په وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي او دې ورته نورې ډېرې پوښتنې شته، دا لیکنه به ټولو پوښتنو ته له ځواب ویلو عاجزه وي ، خو هغه څه چې دلته پرې خبرې کېدای شي، دادي، چې دا ټلواله ولې رامنځته شوه ؟ منځنی ختيځ د خپل تاریخ له تر ټولو بحراني او جګړه ییز حالت سره مخامخ دی،له څو کلونو راهیسې سوریه له یوې خونړۍ جګړې سره مخامخ ده، عراق هره ورځ دځانمرګو بریدونو شاهد وي، په یمن کې د شیعیه حوثي ملېشو او دولت تر منځ جګړې روانې دي، په مصر کې د کودتا له لارې د اخوان المسلمین حکومت له ړنګېدو راوروسته ددغه هېواد سیاسي او امنیتي حالات له ګواښ سره مخامخ شوي، ليبیا د کورنۍ جګړې په لمبو کې سوځي، لبنان دشیعیه او سني مذهبي اختلافاتو ښکار دی، بحرین هم لکه د لبنان په څېر د مذهبي اړدوړ شاهد دی او له اسراییلو سره د فلسطینیانو د کړکېچ خو هېڅ حللار ه نه لیدل کېږي. په سیمه کې د اسلامي دولت په نامه د وسله والې ډلې رامنځته کېدل او په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلافت فکر درلودل بل هغه فکتور دی، چې عربي هېوادونه ،په ځانګړي ډول د عربي خلیج او ځينو نورو عربي هېوادونو د مادام العمره واکمنانو په سر کې یې دسعودي عربستان واکمنه کورنۍ له خورا ننګوونو سره مخامخ کړې ده . دا اندېښنې هغه مهال د سعودي په واکمنه کورنۍ کې ډېرې شوې، چې جګړه دیمن له لارې دشیعیه حوثي ملېشو پر مټ د سعودي عربستان پولو ته ورسېده او د لومړي ځل لپاره د سعودي په څېر د خوندي هېواد په جوماتونو کې هم ځانمرګي بریدونه وشول او پړه يې د اسلامي دولت جنګیالیو پر غاړه واخیسته .د نړیوال نظام په اډانه کې په منځني ختيځ کې په سیمه ییزه کچه درې ستر سیمه ییز لوبغاړي، اسراییل، عربستان او ایران په سیمه کې دسیاسي ، امنیتي او مذهبي نفوذ پر سر په خپلو کې پر سیالۍ بوخت دي . اسراییل یو اړخ ته او اسلامي نړۍ بل اړخ ته ، خو په خواشینۍ سره چې ځينې اسلامي هېوادونه، چې ټول په نړيواله کچه د امریکا د پلوۍ په تله کې ځای لري په پټه یا ښکاره د فلسطینیانو پر سر سیاسي سودا کوي، یانې په دې معنا چې ځينې عربي او نا عربي هېوادونه اسراییل د ځان لپاره ګواښ ځکه نه ګڼي ، چې دوی ورسره پټې یا ښکار ه اړيکي لري . په منځني ختيځ کې د سیاسي سیالۍ بل اړخ د ایران – سعودي او ایران اسراییل دوه اړخیزې معادلې دي، چې ایران په یوازې ځان په منځني ختيځ کې د ځينو مذهبي شیعیه وسله والو ډلو، لکه : حزب الله، المهدي، فاطیمیون او حوثي ملېشو پر مټ هم ډېری عربی هېوادونه په ځانګړي ډول د سعودي په مشرۍ د عربي خلیج هېوادونه او هم له اسراییلو سره ډغرې وهي. سعودي او نور سني عربي هېوادونه داسې فکر کوي، چې عراق په بشپړ ډول دایران لاس ته لوېدلی، ځکه چې اوس هلته دداعش په وړاندې په جګړه کې ایراني جنرالان د جګړو رهبري پر غاړه لري، په سوریه کې د سعودي په خوښه کوم بدلون رانغی، لبنان کې د سعودي پلوي لومړی وزیر رفیق حریري د ترور تور په ایران پلوې ډلې حزب الله پورې دی، په بحرین کې د حکومت ضد لاریونونو رهبري ګواکې د تهران په لاس کې ده او اوس اوس د سعودي په ګاونډ کې د سعودي پلوي یمني حکومت پر وړاندې د حوثي شعیانو جګړه هم ایران رهبري کوي. له دې سره په څنګ کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د یورانیمو د نه غني کولو پر سر څه ناڅه هوکړه شوې سعودي فکر کوي، چې لوېدېز او په سر کې يې امریکا په سیمه ییزه کچه عربي هېوادونه له پامه غورځولي او په عراق او سوریه کې يې ایران ته په خلاص مټ د لاسوهنې اجازه ورکړې، یانې د عربي هېوادونو مشران داسې انګیري ، چې په سیمه ییزه کچه يې نږدې ده چې لوبه د ایران په ګټه تمامه شي، ورسره داسلامي دولت دپرمختګ خطر چې ورځ تر بلې ډېرېږي پر عربي شیخانو سربېره د ایرانیانو خوبونه هم تښتولي دي. همدغو ټولو ټکو ته په کتو عربي هېوادونه په ځانګړي ډول سعودي په سیمه کې د خپل سیاسي او مذهبي نفوذ د ټينګښت او پیاوړتیا لپاره ددغه ډول یوې ټلوالې د جوړېدو په فکر کې شوي دي . افغانستا له تیرو درېیو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له ډول ډول ګواښونو او خطرونو سره مخامخ و او دی او د همدغه ایتلاف ځینو غړو په نامشروع ډول د خپلو ګټو د خونديتابه لپاره په افغانستان کې د اور لمبې بلې ساتلي دي ، خو له بده مرغه له هېڅ اسلامي وجدان او ضمیره د ا غږ نه اوچتېده، چې ولې د یوه اسلامي هېواد مسلمان وګړي په دغه ډول ناروا وژل کيږي، افغانانو بار بار پر ګاونډیانو ، اسلامي هېوادونو او پر سعودي عربستان غږ کړی ،چې دترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وکړي، خو چا يې پر غوښتنو غوږ هم نه ګروه. دسعودي عربستان او افغانستان د اړيکو څېړونکي په دې اند دي، چې سعودي عربستان تل د افغانستان مسایلو ته د پاکستان په عینکو کتلي، څنګه کېدای شي باور وشي، چې دغه ټلواله به د افغانستان مسایلو ته هم هغسې پاملرنه وکړي، لکه د خپلو هېوادونو په اړه يې چې کوي. په هر صورت دا چې اوس د نړۍ ډېرو مهمو اسلامي هېوادونه په اسلامي نړۍ کې دترهګرۍ په وړاندې دمبارزې هوډ کړی ، نېک ګام دی، باید له دغه ایتلاف څخه دترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې افغانستان هم ګټه پورته کړي. که افغانستان ددې ټلوالې غړی شي، نو کولای شي په ګډو غونډو او کنفرانسونو کې د اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو او په خاص ډول د سعودي عربستان د مشرانو پام دې ته راواړوي، چې افغانستان هم د هغې سیمه ییزې ناروا سیالۍ د جګړې ښکار دی له کومې چې اوس تاسو سر ټکوئ، که تاسو په رښتيني ډول په اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ د خاتمې لپاره هوډ کړی وي، نو په دې مبارزه کې د خپلو هېوادونو تر څنګ د افغانستان جګړې او غمیزې ته هم د یوه اسلامي هېواد په توګه لومړيتوب ورکړئ، چۍ په ګډه له سیمې څخه دنا امنۍ او جګړو تغر ټول شي . سعودي عربستان یو له هغو درېیو هېوادونو څخه وو، چې د طالبانو اسلامي امارت يې په رسمیت پېژندلی و، له هغوی سره یې حسنه اړيکې وي، طالبان هم سعودي عربستان ته درناوی لري، نو افغان حکومت ته پکار دي، چې ددې ټلوالې په مرسته سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولو ته وهڅوي . افغانستان باربار دا ویلي، چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانستان نه ده ، سیمه ییز اړخونه لري، د سیمې هېوادونه باید په ګډه ددې د ختمولو هڅې وکړي. لکه څنګه چې په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ په برخه کې نسبي سیمه ییزه اجماع لیدل کېږي، نو د سیمې د امنیت او خوندیتابه لپاره هم یوې سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ليدل کېږي، لکه څنګه چې اوس ځینو اسلامي هېوادونو دا حس کړې او په ګډه غواړي په دې برخه کې هلې ځلې وکړي. یوه اندېښنه هم شته ، چې ایران او ځينې هغه هېوادونه لکه عراق او سوریه چې ایران پکې مذهبي نفوذ لري په دې ټلواله کې غړيتوب نه لري،دسیمه ییزو مسایلو ځېنې څېړونکي په دې اند دي ،چې خدای مکړه له دې ایتلاف څخه په سیمه کې د سني شیعیه مسلې په برخه کې کار وانخستل شي، افغانستان چې له نېکه مرغه دشیعیه سني له داسې اختلافاتو څخه لکه د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې چې د جګړې تر بریده رسېدلي، تر یوه بریده خوندي دی، نو افغان حکومت او چارواکي باید دې خبرې ته ډېر پام وکړي، په دې اړه مشروط او په خورا ځیرکتیا هڅه وکړي، چې افغانستان له دغه ډول مسایلو لري وساتي، یوازې دافغانستان او په سیمه کې له ترهګرۍ څخه د زېږېدونکو ګواښونو د ختمولو او په اسلامي نړۍ کې د سولې او ثبات په برخه کې تر ې ګټه واخلي .
You also might be interested in
لیکنه: څېړندوی رفیع الله نیازی له وړاندې د یوه پلان[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی