لیکنه: ګل رحمن رحماني
په دې وروستيو کې د پښتو داستاني ادب لمن ورو ورو د غوړېدو په حال کې ده او هره اوونۍ د نوو تازه خپره شوو لنډو کيسو او ناولونو د خپرېدو خبرونه خپرېږي، چې اکثره يې افغان ځوان ليکوال ليکي ، خو يوه برخه نور بيا له نورو ژبو را ژباړل کېږي او خپرندويې ټولنې يې هم د کتاب په بازار کې غوره خرڅلاو او مينه والو ته په پام سره په پوره لېوالتيا خپروي.
د پښتو داستاني ادب په دغه ځوانو ليکوالو کې يو هم انجنيراصف عمر دى، چې د خپل مسلک تر څنګ يې پښتو ادب ته هم ډېر څه وړاندې کړي دي، خو غوښنه برخه يې د هغه خپاره کړي ناولونه جوړوي. دى هغه ځوان ناول ليکوال دى، چې تر اوسه يې ٦ ناولونه خپاره شوي او دده د څرګندونو له مخې ٤ نور نالونه يې هم چاپ ته چمتو دي.
دده ناولونه په موضوعي لحاظ روانې ټولنيزې ناخوالې، ناوړه دودونه، په ټولنيزو سنتي ارزښتونو او پخوانيو رواجونو باور او ناوړه پايلې را نغاړي، چې نور ښاغلي ګډونوال به ورباندې ليکنې ولري، خو زه غواړم، دهغه د ناولونو ژبې او ژبنيو جوړښتونو ته په خپله مقاله کې لنډه کتنه ولرم.
ناول د يوه داستاني ژانر په توګه خپله ځانګړې ژبه لري، دغه ژبه د خبري، علمي، څېړنيزې، طبي او بلې هرې ژبې سره توپير لري او د هنر خواږه او شاعرانه مهارتونو رنګ په کې ګډېږي او لوستونکى ورسره اخلي.
ددې ترڅنګ ليکوال له علمي او لوستې کړۍ وځي، خپلې ټولنې ته ننوځي، په ښارونو، بانډو، کليو او لرې پرتو سيمو کې د بېلابېلو قشرونو، چې د علمي کچې، دود دستور، سيمه ييزې لهجې او عادتونو له مخې له يو بل سره توپير لري، مخ کېږي او داستان ليکونکى اړ دى، چې دا هر څه په خپله اصلي بڼه د يوه ماهر انځورګر غوندې په طبيعي ډول انځور کړي.
په داستان کې په يوه کلي کې را لوى شوى او تجربه کار بزګر، چې ټول عمر يې په بزګرۍ کې تېر کړى؛ نه شي کولى، چې د يوه انجنير، ښوونکي، يا ډاکټر په څېر خبرې وکړي او ددې برعکس د يوه بل مسلک اړوند کس بيا هېڅکله د يوه بزګر مکالمه او ژبه نه شي کارولى او که داستان ليکوال يې په زور تحميل کړي، نو د داستاني اثر خوند او منطقي تړاو په لوى لاس له منځه وړي.
دا چې ښاغلي عمر ډېره موده په يوه داسې رسنيزه اداره کې کار کړى، چې سروکار يې، له ټولنې او بيا د ټولنې د بېلابېلو وګړو سره په اړيکه ولاړ دى، مرکې، خپرونې او له هغوى سره خبرې او تمثيلونه په کې شامل دي، نو ځکه خو به يې له دغه چارې د داستاني مهارتونو او داستاني ژبې د جوړښت لپاره هم کار اخيستى وى.
که چېرته د ښاغلي عمر د ناولونو پاڼې واړوو، نو ژبه يې د هنري او ولسي رنګ له خوږلت نه تر ډېره ډکه او په نالونو کې يې د داستان او اړوند کرکټر ژبه کارولې ده، چې همدا د داستان د طبيعي رنګ ساتلو، منطق او لوستونکو د موندلو يو راز دى.
-څه دې ويلې لالا؟
– هغه بيا ورخطا غوندې شو او په بېړه يې سترګې ور واړولې:
-آ… م … اغه …
زر يې د موبايل ټوټې ور وښودلې:
– دا وګوره شالا، داه ؟
شهلا له ډېرې حيرانتيا په خوله لاس کېښود:
الللا دا ولې؟ دا چاوکه ؟
-ايچا، را نه وولېده، په زمکه، په کانکريت. آغه ما ويلى ځمه چې دا جوړ کمه، تاسې بيا ځان ته ټکسي ونيسى او کور ته لاړې شي.!
-ښه ښه، ځه غم مه کوه ! موږ لاره ليدلې. آغه … جوړ به شي؟
کومه مانا نه شي رسولى.
مکالمه ډېره ساده او ژبني توري او لهجه هم پر ځاى کارېدلې دي، موږ په ولسي او عاميانه محاوره کې د هېچا په ځاى ايچا او په ځينو لهجو کې د ولوېده پر ځاى ووليده کاروو، کړمه هم کمه وايو، ددې ترڅنګ د اللللا حرکت د شهلا حيراني او تعجب راته ښه انځوروي، حال دا چې دا کلمه له اکټ پرته د “لږ په ځان پام کوه” کوه ناول کې د ارين په نوم زلمى يو خوشباوره او په زړه پاک انسان دى، چې د هوټل په يوه واده کې په پرښته نومې نجلۍ زړه بايلي، دى غواړي خپله خور وويني او د ښځو برخې ته ورځي، خو يوه ښکلۍ نجلۍ په نڅا ګوري حيرانېږي، له خور يې په اړه پوښتنه کوي، خور يې ورته خاندي او ورته وايي:
پوييږې اغه څوک ده؟
ارين چې له خدايه همدا شېبه غواړي، وار خطا او تلوسه يې اخلي او خور يې ورته زياتوي:
اغه ستا د امصنفي خور ده. هو! بلې نجلۍ ته يې ويلي.. ويلې ورور مې زرائت پوونځي کې دى . دويم
صنف يې ياد که. تم په دويم کې يې کنه.
-ښه ؟ ورور يې څوک دى؟ اغه ، ويمه… د ورور نوم يې څه شى دى، نوم يې؟
-نوم يې … اغه …م م م … دسې ښه نوم يى واخيسته..ممم.. طا… طاير… طاير… دسى امصنفى دى
شته؟
-هو طاير شته … ووو، ښه ښه !
دلته نه يوازې چې مکالمه ساده او منطقي ده، بلکې کارېدلې ژبه رښتيا هم د يوه وارخطا مين او يوې داسې نجلۍ ده، چې خپل ورور ورته ګران او د خپلې ملګرې په اړه د ورور پوښتنې ورته زړه را ښکونکې، خندوونکې او عجيبه برېښي.
د ښاغلي عمر په ټولو ناولونو کې دغه ځانګړتيا ته پاملرنه شوې او د کرکټر لپاره د هغوى موقف ته په پام سره محلى لهجه او ژبه کارېدلې او څه يې چې ويلي دي، هغه که ډېر نا مناسب او ناسم الفاظ هم وي، نو له راوړلو يې ډډه نه ده کړې، خو ددې ترڅنګ يې خپله ژبه بيا د يوه ليکوال په توګه په معياري ډول کارولې او د سيمه ييزو ګړدودونو پيروي يې نه ده کړې او څوک په کې د ليکوال د سيمې لهجه نه شي حس کولى.
دده په ناولونو کې کرکټرونه، تر ډېره د ټولنې محروم وګړي، ځوانان او د بېلابېلو قشرونو کسان دي، موږ چې څه وايو، نو هغه په ليکنۍ ژبه کې نه کاروو، خو په داستاني ادبياتو کې بايد د کرکټرونو ژبه او لهجه را وړل شي او څه چې وايي دهغو ليکل اړين دي.
د بېلګې په توګه عام کرکټرونه او عاميانه لهجه کې موږ اشاره ته ايشاره وايو، عمر هم کله چې د کرکټر له ژبې څه وايي، نو ايشاره ليکي، خو کله چې خپلې ژبې او بيان ته راځي، نو بيا ايشاره نه، بلکې اشاره ليکي، چې د معياري ليکنۍ ژبې اصل دى.
د عمر په ناولونو کې د کرکټر له ژبې اکس، نيامت، اتمن، امدسې، اېڅوک، اېڅکله، اغوى، اتبار، نکي، وکي او همداسې نورې … کلمې هر ځاى کارېدلې، چې معياري ليکنۍ بڼې يې عکس، نعمت، حتمي، همداسې، هېڅکله، هغوى، اعتبار، نکړي او وکړي دي… خو که چېرته دا کلمي په ميعاري ليکنۍ بڼه راغلى وى، نو د داستان مکالمې، منطقي او طبيعي رنګ ته يې زيان رسول حتمي وو.
ددې لپاره، چې ټول پښتانه يوه ليکنۍ معياري ژبه ولري، نو هر ليکوال اړ دى، چې په ليکنو کې د خپلو سيمه ييزو لهجوله کارونې ډډه وکړي او په خپل ټول توان معياري کلمې وکاروي، چې دا به نه يوازې راتلونکي نسل او لوستونکو ته غوره خدمت وي، بلکې ليکوال به هم عموميت ورکړي او د سيمې او ولايت له قيده به وتى او ټولو به منلى وي.
د عمر په داستاني ژبه کې دغه ټکي ته پام شوى، خو په ځينو داستانونو کې هسې کله کله د معياري په ځاى پر ځاى ناسمې کلمې کارېدلې او ځينې جملې له تکلف او روانۍ څخه لوېدلې دي. د بېلګې په ډول د نر جمعه نارينه، يا نران او اوښتې بڼه يې نارينوو دي، خو ليکوال نارينه ګان ګان ليکلي، همداسې ټال خوړل د زنګېدل په مانا دي، خو هغه زانګېدل ليکلي دي.
همداسې لکه څرنګه چې د يوه ساده ولسي کرکټر ژبه د هغه له لهجې را اخلي، خو کله کله ځينې کلمې داسې ليکي، چې کرکټر يې روانې مکالمې ته په پام سره ممکن هسې ونه کاروي، مثلا يو کرکټر هسې ته اسې ياني د هى په ځاى الف کاروي، خو په همدغه مکالمه کې بيا طبعه او طاير، په طبه، طاير او مريضه، هم په خپله بڼه ليکي، حال دا چې دغه ساده کرکټر ته د (ط) او (ض) مخرج ادا کول، شوې مکالمې ته په پام سره ګران دي او په(ت) او ( ز) بدلېږي.
په تلوتلو کې بايد ووايو، چې دا د عمر حق و چې بايد ستايل شوى وى، هغه يوه ځوان ليکوال په توګه پښتو داستاني ادب ته ډېر څه ورکړي، ده په خپلو داستانونو کې د ټولنې د محرومو وګړو غږ پورته کړى او د ځينو حاکمو ناوړه دودونو څخه د خلاصون پيغام يې په داستاني بڼه رانغاړلى دى. قلم يې تاند او عمر يې اوږد.