د افغانستان د پوهنتونونو د محصلینو د پاره د 2015 او 2016 تحصیلي کال د لیسانس، تخصص، ماسترئ او دوکترا بورسونه.
د نوم لیکنې ورستئ نیټه: 3 حمل 1394.
د نوم لیکنې ځای : د لوړو زدهکړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو ریاست.
غوښتني:
* د سلو نه لږ تر لږه 65٪ نمري لرل
* د خپلو ټولو اسنادو په روسي یا انګلیسي ژباړل
* د صحي معایناتو تصدیق کول د روغتیا د وزارت له خوا نه
* د تحصلي پاسپورټ اخیستل یا تمدیدول لږ تر لږه د دوه کلو دپاره
* د خپلي خوښي پوهنتون ټاکل په مسکو یا سن پترزبورګ کې
* نوموړی بورس یوازي ستاسو د زدهکړو مصرف پر غاړ اخلي (فیس مو ورکوي) د تللو او راتللو، د روغتیایي بیمې مصرف پر محصل باندې دی.
* ټول اسناد مکمل او تر لمړی نیټي د مارچ 2015 پوري د روسیې سفارت ته په کابل کې وسپارل شي.
د نورو معلوماتو د پاره د روسیې سفارت ویبسایټ ته او یا هم لوړو زدهکړو ته مراجعه وکړی.
www.afghanistan.mid.ru