لیکنه: امین ولی صافی
زمونږ په ګران هیواد کی لکه د نفاق او ددې په شان نوری ناروغی هم شتون لری ، خو دا ټولی کله یو یو او کله څو ګډ عوامل لری ، د مثال په ډول زمونږ په ټولنه کی نفاق څرنګه ، څه وخت؟ او د چا له خوا رامنځته شوی؟ ، څرنګه دوام لری؟ څرنګه به یی درملنه وشی؟ او له درملنی وروسته څرنګه به یی د بیا نفاق اچونی څخه ژغورنه وشی؟ ، دا هغه اساسی پوښتنی دي چه هر یوه ته یی ځواب ویل ډیرو لیکلنو او پلانونو ته اړه لري او په ځانګړی ډول په عملي چاپیریال کې یو ملي ، اسلامي ، مخلص اوخپلواک حکومت باید شتون ولري .
د نفاق له منځه وړل او هغه هم زمونږ په ګران وطن کی (چه څو لسیزی دی ناروغی شتون درلود ) اسانه خبره نه بریښی لکه د سرطان ناروغی چه په اوله کی یی درملنه ونه شي، لوړی کچی ته ورسیږی او هغه ناروغ زوړ او کم قوته هم وی نو بیا ورته لا علاجه ویل کیږي ځکه د بدن ټولو مهمو برخو ته رسیدلی او ډیر غړي یا سیستمونه یی کمزوري یا غیر فعاله کړي وي.
ددې ناروغی یو عامل هم دننه په هیواد ، سیمه او نړی کی استثمار ګر قوتونه دی ، هغوی نه یواځی دا ډول ناروغی رامنځته کړی بلکه ددی ناروغیو د ساتنی د پاره هم بی شمیره پیسی ، وسیلی او وسلی کاروي . او دوهم عامل یی ځما په اند ځمونږ حریص، د شخصي ګټو لټونکي مشران دي هغوی د شخصي ګټو د ساتلو لپاره د ملي، ژبني، مذهبي او قومي تعصب څخه کار اخلي او په دې نامه خلک ځان ته جلبوي او همیشه یې په جنګ او نفاق کې ساتي ځکه چې داسی د هغوی ګټی خوندي وي.
مونږ ناروغان بیا بی سلاح او هیڅ نه لرو ، له ټولو لمړی مونږ یوی حکومتی سالمی او خپلواکی اداری ته اړه لرو چه د ملی او اسلامی یووالی د پاره پیاوړی او هر اړخیز پلانونه په کار واچوی ، هغه اداره بیا پوه ، متقی ، مبتکر او پرمخ تللو استعدادونو او نیکو شخصیتونو ته چه په دی هکله مسلکی تجربه ولری ، اړه لری .
مونږ له ټولو لمړی یو نسبی خپلواک ، مخلص ملی او اسلامی حکومت لرلو ته اړه لرو ، په یوه کورنی کی د هغه کورنی د اولادونو ترمنځ له مور او پلار غیره د هغو تر منځ یووالی راوستل له امکاناتو لری ښکاری نو په دومره لوی کور کی د غلام او فاسد حکومت څخه ( نه حکومت ) ډیر شرف لری خلک کولی شی چه په جرګو ډیر مشکلات نسبی حل کړی .
یعنی زمونږ اولنی مرحله د پوره خپلواکی لرل دي ، بیا سالمه ملی او اسلامی اداره ، او بیا سالم نظام چه هغه اسلام دی .
شک نه شته ، ډیر خلک به ولیکی ، چه بی اتفاقی د جهالت او بی علمی څخه را منځته کیږی خو زه بیا دا وایم چه جهالت او بی علمی ولی شتون ولری؟ بیا هم دهماغه سالمی او خپلواکی اداری نه شتون دی .
ځینی بیا وایی چه غریبی ددی ټولو خبرو مور ده ، دوی هم سمه وایی ، خو زما پوشتنه هماغه ده چه مونږ ولی غریب یو؟ ، له بی نظمی خو بی نظمی ولی ده ؟ نړیوال او سیمیز ملکونه زمونږ په چارو کی لاس وهنه کوی ، دا له ټولو مهم او لوی عامل دی خو د هغه ملکونو په داخلی چارو کی ولی لاس وهنه نه کیږی؟ ، زمونږ په ملک کی لاس وهنه ځکه اسانه ده چه مونږ نه خپلواکی لرو او نه خپل ملی حکومت او نه خپل اسلامی نظام لرو .
نو درنو وروڼو مونږ د ملی او اسلامی یووالی مخکی ، خپلواکی ، اسلامی نظام او یوه سالمه او له فساده ه ژغورل شوی اداره چه دکوم ملک ، قوم او کوم استعماری ایزم پوری تړلی نه وی اړه لرو ، بیا د هغه اداری په واسطه د ملی او اسلامی یووالی او ورورولی د پاره هر اړخیز او دوام داره پلانونونو جوړول او د هغو پرله پسی عملی کول دی .
د ټولو فسادونو او وینو تویولو منشا او منبع حرص دی ، حرص دی چه کینی ، جنګ وجدال را منځته کوی ، حرص دی چه استثمار او استعمار یی رامنځته کړی دی ، مونږ جنګ نه غواړو جنګ په مونږ تحمیل شوی ، مونږ نفاق نه دی کړی نفاق په مونږ تپل شویډی . ددی د پاره دیره سرمایه ګذاری شوی او کیږی چه مونږ باید وویشل شو ، مونږ باید یوله بله کرکه وکړو ، ولی نور قومونه ددی مشکل سره مخ نه دي؟
مونږ ولی خپلواک نه یو او ولی لاس پوڅی او فاسد حکومتونه لرو ، څه زمونږ ګڼاه ده چه مونږ له یوی خوا یتیمان ، ناداره ، ناپوهه ، او ویده قوم یو ، او څه ګناه د نړی حریصو استثمارګرو او استعمارګرو استثماری پالیسی دی ، هغوی له خپل ټول توان ، وسلو ، پیسو ، وسیلو او دسیسو څخه زمونږ په ګران هیواد کی کار اخلی ، زمونږ په ویښو خلکو د دهشت ګر او تروریست نوم ږدی او زمونږ ویده او ناپوهه ، بیضمیره او بی وجدانه خلک یی له ځانه سره ملګری کړی او یا یی په کوم ایزم کی ننویستی دی .
د نړی ټوله میدیا د دوی په خدمت کی ده چه د میډیا په واسطه تور ته سپین او سپین ته تور وایی .