• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د افغانستان او پاکستان استخباراتي تړون

Home لومړيتوبد افغانستان او پاکستان استخباراتي تړون
Zarifa Ghafari ظریفه غفاري

د افغانستان او پاکستان استخباراتي تړون

لیکنه: ظریفه غفاري

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده نو د یو هیواد ثبات او ټیکاو په هره برخه کې د هغه هیواد د امنیتي او بیا استخباراتي حالاتو یا امکاناتو پورې مستقیم تړون لري نو، هر یو هیواد د دې هڅه کوي چې تل په هرڅه سمبال، مناسب او منظم امنیتي او استخباراتي سیستم ولري ترڅو د خپل او پردي نه د هر ډول رسیدونکي خطر مخه ونیول شي.
تیرو ورځو کې ښاغلي حامد کرزي هم ویلي ؤ چې
“دا تړون به د ډیورنډ او ګندمک تړونونو ته ورته تړون به وي او یوځل بیا د تل لپاره به افغانان ورسره ځوریږي.”
محترم امر الله صالح د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني مشر هم ویلي چې
“دا تړون د افغانستان د استخباراتو خرڅلاو لپاره زمینه جوړول دي”
ښاغلي رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریس هم د دې تړون سره خپل کلک مخالفت اعلان کړی او تړون د ریاست د معاون لخوا لاسلیک شوی.
دغه تړون په هکله بیلابیلې نظریې او نیوکې موجودې دي خو، دا واضح ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل دریځ پدې اړه واقعأ د ملاتړ وړ دی او هیله ده ښاغلي ولسمشر او بیا د افغانستان د ولس د کور نمایندګان هم پدې اړه صداقت سره فیصله وکړي او د دې اجازه دې ورنکړي چې د پاکستان د آی اس آی اداره کوم چې تل زمونږ د لستوڼي مار پشان پاتې شوی یوځل بیا زمونږ خاورې سره لوبې وکړي.
ځکه چې: افغانستان کې تېرو څو لسیزې جګړې هرڅه تباه او برباد کړي ؤ، استخباراتي ریاستونه، امنیتي سرچینې، دفاعي سیستم او بیا اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او نورې ټولې برخې د خارجي مداخلو او داخلي سرغړونو له کبله نامنظم او ډیرې ژوبل شوې وې. په ۲۰۰۱ کال کې د نوي حکومت د راتګ سره سم افغانستان وروسته له ۳۰ کلونو بیا د یوه څه هلو ځلو سره  منظمې  استخباراتي او امنیتي سرچینې یې جوړ کړي چې د ګاونډیانو بلخصوص د پاکستان د آی اس آی ادارې د سترګو اغزي ګرځیدلي. پاکستان هغه هیواد دی چې که تیر ته ځیر شو نو هیڅ یوه برخه د تاریخ به داسې ونه مومو چې دا هیواد زمونږ د هیواد ملاتړ یا دوست پاتې شوي وي او نه هم ترې دا  تمه لرلاي شو چې دا هیواد به مونږ سره د دوستۍ او د ترهګري سره د مبارزې لپاره لاس یو کړي، بلخصوص د آی اس آی ادارې څخه دا تمه لرل زما په نظر حماقت او ځان غولونه ده. پاکستان هغه هیواد دی چې د افغانستان او افغانانو په سر یې القاعدې، طالیانو او نور تروریستي ډلو سره معاملې کولې او کوي. څه موده مخکې مې یو خبر کې ولوستل چې د پاکستان د آی اس آی ادارې پخواني مشر لندن کې یوې ټلویزیوني ناسته کې ویلي ؤ چې
“مونږ طالبانو سره د افغانستان په سر معاملې کولې.”
د القاعدې مشر اسامه بن لادن د پاکستان ایبت آباد کې وموندل شو سره د دې چې دا هیواد له القاعدې سره د مرستې ادعاوې ردولې، کویټ ته د مذاکرې لپاره د طالبانو لوړپورې چارواکي له پاکستان څخه تګ راتګ کوې، د طالبانو ویاندویان او مشران د پاکستان له آدرسه تل نړۍ او افغانستان سره مخ کیږي….او داسې نور
نو، له دې نه واضح معلومیږي چې دا اداره هیڅکله زمونږ په ښه نشي کیدلاي او اوس هم د دې کوښښ کوي چې زمونږ څو کلنې لاسته راوړنې رانه واخلي لکه څنګه چې کلونه پخوا د څو داخلي داړه مارانو او وطن فروشانو په مرسته یې د ډاکتر نجیب الله د وخت استخبارات له پښو وغورځول.  دا ځل هم په همدې کوښښ روان دي خو هیله ده نور مشران له خوب څخه پاڅیدلي اوسي او د داسې ناسزاؤ مخه ونیسي.

د یو آزاد او سرلوړې افغانستان په لور

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ورکې سکې

ورکې سکې

Sep 6, 2015

لیکنه: رفيع الله آرمان ورکې  سکې ژباړه/ رفيع الله آرمان[...]

مریم امرخېله  د ملګرو ملتونو د سولې جایزې ته نومانده

مریم امرخېله د ملګرو ملتونو د سولې جایزې ته نومانده

Sep 23, 2016

لیکنه: سایمه صدیقی مریم امرخيل څوک ده ؟ مریم! له نوم[...]

مڼه سوداګري او مارکېټ

Nov 5, 2017

لیکنه: ګل اغا احمدي د مڼو بڼوالي تر یوه حده[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d