• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د افغانستان او پاکستان سیمې به د یوې سختې زلزلې شاهد و اوسئ!

Home چاپېريالد افغانستان او پاکستان سیمې به د یوې سختې زلزلې شاهد و اوسئ!
د افغانستان او پاکستان سیمې به د یوې سختې زلزلې شاهد و اوسئ!

د افغانستان او پاکستان سیمې به د یوې سختې زلزلې شاهد و اوسئ!

ژباړه: زکریا شنېزی
د يوې نوې څیړنې په اساس چې د اینسار سټلایټ انځورونو د تعبیر او تفسیر پر بنسټ شوې، په نیژدې راتلوکي کې به د افغانستان او پاکستان سیمې د یوې سختې زلزلې کوربه وي. دا څیړنه ښیئ چې د غازي بند ماته (شکستګی) چې د چمن د ماتې یوه برخه ګڼل کیږي، د یوریشیا او هند-استرلیا د پلیتونو نیمایي حرکت لري. یعنې په کال کې له 16 ملی مترو زیات سرعت لري او زیات فشار په ځان کې را نغاړي، او د راتلونکې یوې زوروې زلزلې د واقع کیدو فیصدي لکه څنګه یې چې مخکې اټکل شوی وو نوره هم زیاته وي. کویټه چې د بلوجستان ایالت مرکز او د غازي بند ماتې ته نیژدې پرته سیمه ده، په 1935 کال کې یې د 7.7 مګنیتیود زلزلې په کیدو سره نیژدې نیمایي نفوس یې له منځه لاړ. نو دا ځل هم امکان ددې شته چې دیته ورته او یا له دې څخه زوروره زلزله په سیمه کې رامنځ ته شي.
په څیړنه کې همدا راز د چمن ماته هم تر مطالعې لاندې نیول شوې ده. د چمن ماته چې په سیمه کې تر ټولو ستره ماته بلل کیږي، د ماکران ساحل ته نیژدې چې د هند-استرلیا، یوریشیا او عربي پلیتونو د یوځاي کیدو له ځایه شروع کیږي، بیا له بلوچستان، کویټې، چمن، کندهار، زابل، او په غزني وردګو کې عمومي سړک ته نیژدې بیا کابل او د پغمان له لارې بیا شکردرې، استالف، چاریکارو او جبل سراج پورې رسیږي. همدا راز د چمن ماته هم د زیات فشار د ذخیره کولو کوربه ده چې د هند او یوریشیا د پلیتونو دریمه برخه حرکت لري. یعنې په کال کې له لسو ملی مترو زیات حرکت کوي. همدا راز د سټلایټ هوایي عکسو په پایله کې هغه برخې هم په نښه شوي چې هلته خوځنده حرکت بدون د فشار د راټولیدو څخه موجود دی او ډبرې یو د بل د پاسه شوي. دا برخه تقریبا 340 کیلومتره اږده لیکه ده، او دا خوځنده حرکت د زلزلې د رامنځ ته کیدو سبب شاید وي. دا زلزله کیدای شي د ډیورینډ په هیخوا یا دیخوا د افغانستان په یو د ذکر شویو سیمو کې رامنځ ته شي.
په مختلفو څیړنو کې د چمن د ماتې د سرعت په باره کې بیلابیل نظریات موجود دي، چې د اکثرو څیړونکو په اند په کال کې له 25 میلي متر زیات حرکت کوي چې آن په بعضو برخو کې یې حرکت 35 ملي متره ښودل شوی. په هر صورت، د پورته او یا ورته څیړنې د پوره تصدیق لپاره اړینه ده چې په ساحه کې عملي کار وشي.
د یادونې وړه ده چې تر اوسه د زلزلې د پیښیدو مطلقه وړاندوینه ناشونې ده. ولې اوس مهال د مخکینیو زلزلو د شواهدو د شتون پر بنسټ او همدارنګه د هغه فشار او کشش چې د یوې ماتې یا تکتونیکي پلیټ د حرکت په پایله کې په یوه مشخصه سیمه کې راغونډیږي کیدای شي هغه ساحې مشخصې کړي چې هلته زلزلې د رامنځته کیږي. کیدای شي دا وړاندوینه تر شلو یا دیرشو کالو پورې د شپیتو فیصدو په شاوخوا کې رامنځ ته شي، او بعضې وخت ددې امکان هم شته چې له دې هم زر واقع شي. بل د احجار یا د ماتې خوځنده حرکت دی چې په امتداد یی ډبرې یو د بل د پاسه کیږي یا لغزش کوي، نو بیا دا هم د زلزلې د پيښیدو لپاره ښه نښانه ده. همداراز د سایزموګرام په وسیله د هغو لړزو ثبت دی کوم چې د زلزلې د پیښیدو څخه مخکې رامنځته کیږي، ولې دقیق وخت یې نشي معلومولی. که په کال کې د ماتې حرکت پیدا کول وي هغه بیا دقیقه او سل په سلو کې د مطلق عمر او بې ځایوالي په بنسټ کیږي. پایله دا چې هغه سیمې په ښه ډول په ګوته کیږي کوم چې هلته د زلزلې د پیښدو امکان په نیژدې یا لرې راتلونکي کې وي.
منبع: د میامي پوهنتون ویب پاڼه او جیوفزیکي راپور

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022