لیکنه: شمس الرحمن شاکر
افغانستان که څه هم د ځمکې په سر یو له غریبو هیوادونو څخه دی خو د ځمکې لاندې شتمنی د دې هیواد یو تر ټولو لویه اقتصادي سرچینه بلل کیږي. افغانستان د یو شمیر منرالونو لکه: اوسپنه، مس ، سره زر، سپین زر، یورانیم، طبیعي ګاز، قیمتي ډبرو له پلوه یو له غني هیواد دی.
د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې پر اساس افغانستان د درې تریلیون( ۳۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت منرالونه لري، چې له دې جملې څخه یې یوازې د عینک د میسو کان د شپږ میلیون ټنه په اندازه میس لري. همدا ډول لیتیم چې د موبایل، کمیپوټر، کیمرو او داسې نورو برقي وسایلو په بیټریو کې ترې استفاده کیږي په غزني ولایت کې یې د نړی تر ټولو غټې زیرمې اټکل شوې دي.
په افغانستان کې د مشهورو کانونو موقعیتونه عبارت دي له:
بدخشان: سره زر، لاجورد
بغلان: سره زر
بلخ: تیل
بامیان: د حاجي ګک د اوسپنې کان
دایکندي: تنګسټن(سخت عنصر دی چې تنګستن کاربایډ مرکب یې د کیندلویا drilling په ماشینونو کې استعمالیږي)، تین(زیاتره د فلزي موادو د زنګ کولو څخه د ساتنې لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي)
فراه: میس، لیتیم
غزني: لیتیم، سره زر
غور: سیماب، سرپ، جست
هلمند: سره زر، یورانیم، میس
هرات: د آهکو ډبرې(په سیمنټ جوړولو کې استعمالیږي) بیرایټ
جوزجان: تیل او ګاز
کابل: قیمتي ډبرې
کندهار: میس، د آهکو ډبرې
کندز:طبیعي ګاز
لوګر: میس
ننګرهار:ټالک( په دست شويي، صابون جوړولو او نورو کې ترې استفاده کیږي)، مګنیسایټ
نورستان: قیمتي ډبرې
پنجشیر:زمرد
پکتیکا: د کټواز تیل ، سره زر
سمنګان: میس، د ډبرو سکاره
سرپل: د بلخاب د میسو کان( په نړی کې د میسو یو له غټو زیرمو) ، تیل
تخار: د ډبرو سکاره
اروزګان: فلورایټ
زابل: سره زر، میس
د عینک د میسو کان: د دې کان قرارداد په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ۳۰ کاله لپاره د چین د یوې کمپنی سره د ۳ بیلیون ډالره په ارزښت امضا شو، دا د افغانستان په تاریخ کې د یوې بهرنی کمپنی تر ټولو غټه پانګونه بلل کیږي. د دې کان ارزښت ۸۸ بیلیون ډالره اټکل شوی دی او په افغانستان کې یو د لرغونیو توکو تر ټولو لوی مرکز هم بلل کیږي. د دې کان د راایستلو لپاره د چینایي کمپنی سره په قرارداد کې اوس څه ستونزې رابرسیره شوي دي او د کان د راایستلو پروسه اوس په ټپه ولاړه ده. پر میس عینک برسیره په سرپل ولایت کې د بل خاب د میسو کان د امریکا د جیولوجیکي سروې په اند په نړی کې تر ټولو غټه د میسو زیرمه بلل شوې ده.
بریلیم: بریلیم چې په وزن کې تر المونیم سپک دي خو د اوسپنې څخه قوي دي په طیارو، هلیکوپتر، کښتی، مزایل جوړولو کې ترې استفاده کیږي د هلمند په خانشین ولسوالی کې په زیاته اندازه زیرمې لري
د ډبرو سکاره: افغانستان دcoking coal څخه چې د زیات حرارت د تولید وړتیا لري یو غني هیواد دی او دا ډول ډبرو سکاره زیاتره په سمنګان او تخار ولایتونو کې پیدا کیږي.
قیمتي ډبرې(جواهرات): لاجورد، زمرود، یاقوت د افغانستان په بدخشان، پنجشیر، نورستان او جګ دلک کې زیاتې زیرمې لري،چې زیات شمیر یې اوس هم هند او پاکستان ته قاچاق کیږي.
سره زر: د بغلان د قرازاغان د سرو زرو کان یو له مشهورو کانونو څخه دی همدا ډول سره زر په زابل، غزني ، تخار او بدخشان کې هم زیاتې زیرمې لري.
اوسپنه: په بامیان ولایت کې د حاجي ګک د اوسپنې کان چې ټوله زیرمه یې په ۱۶ ساحو کې پرته ده ۵ کیلو متره اوږدوالی او ۳۸۰ متره سور لري په نړی کې یو له مشهورو زیرمو څخه بلل کیږي.
لیتیم: لیتیم په غزني، هرات، نیمروز، ننګرهار، نورستان، ارزګان، او بدخشان کې زیاتې زیرمې لري.
د مرمرو ډبرې( (marble: دا ډبرې چې په سپین، زرغون، تور او نورو رنګونو کې پیداکیږي چې سپین رنګه یې په نړی کې زیات مینوال لري په هرات، غور، بغلان، ننګرهار ولایتونو کې زیات پیداکیږي. هرات کې د مرمرو ډبرو بعضې فابریکې هم شته چیرته چې د دې ډبرو ټول پروسس لکه پریمینځل، په معین سور پرې کول او نور کیږي.
تیل او طبیعي ګاز: افغانستان د ۳،۸ بیلیون بیلره په اندازه تیل لري چې زیاتې زیرمې په بلخ ، جوزجان (د شمال د تیلو حوزه) او کټواز(د پکتیکاولسوالی) کې دي.