لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
افغانستان د ۱۳۹۴ کال د لړم د میاشتې په ۴ مه نېټه چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر د ۲۶ مې نېټې سره برابر دی د یوې داسې لویې او خطرناکې زلزلې شاهد وو چې د دې هېواد په تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی او په تېرو ۵۰ کلونو کې په دې پيمانه زلزله نه وه پېښه شوې. دغه زلزله د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه بجه او ۳۹ دقیقو پېښه شوه چې تقریبا ۲ دقیقې یې دوام درلود او د رېختر په مقیاس یې د شدت اندازه ۷.۵ درجې اټکل شوې او د امریکا د زلزله پېژندنې مرکز هم دغه اندازه تایید کړې ده. د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان د ولایت فیض آباد په ۸۲ کیلومتري د جرم په ولسوالي وو چې د ځمکې له سطح څخه ۲۰۰ کیلو متره لاندې پېښه شوه او ټکانونه یې په افغانستان، تاجکستان، پاکستان او د هندوستان په ځینو سیمو کې احساس شول. دغې زلزلې د ګڼو بشري او مادي زیانونو سره سره په یادو هېوادونو کې یو شمېر کورونه وران او یو شمېر عامه المنفعه تاسیسات لکه لارې، پلونه، جوماتونه، ښوونځي، د حکومتي اداراتو دفترونه او داسې نورو یې له ورانۍ سره مخ کړل. د همدې زلزلې د ټولو تلفاتو او زیانونو بیانول به وخت و غواړي ځکه چې زیاتره انساني تلفات او زیانونه په غرنیو سیمو کې خلکو ته رسېدلي او له ټولو سیمو څخه د معلوماتو را غونډول آسانه خبره نه ده خو هغه معلومات چې تر دې دمه د مختلفو رسنیو له لارې خپاره شوي په لاندې ډول دي:
په دې زلزله کې د افغانستان ۱۴۵ کسان مړه او ۵۴۰ تنه ژوبل شوي دي او دغه تلفات په بدخشان، بغلان، سمنګان، کابل، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې رامنځته شوي دي. همدارنګه د د دې زلزلې په نتیجه کې په خیبر پښتونخوا کې ۲۳۱ تنه مړه او ۲۰۰۰ تنه ټپیان شوي دي. د همدې زلزلې په پایله کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۷۶۳۰ بابه کورونه، ۱۲ بابه ښوونځي، ۱۷ بابه جوماتونه، ۲۰ بابه ساختماني ادارې او داسې نور تاسیسات وران شوي. همدارنګه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ۸۴۴۳ کورونو ته زیانونه رسېدلي، یا خو په بشپړه توګه وران شوي او یا د ورانېدو له خطر سره مخ شوي دي. باید وویل شي چې افغانستان داسې ادارې نه لري چې مخکې له مخکې د زلزلې د پېښېدو په هکله پېشګويي وکړي او د ګڼو علمي هڅو سره سره د دې کار امکان په نړیواله کچه هم نشته چې مخکې له مخکې د زلزلې د پېښېدو پېشکويي وکړي. له بلې خوا د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې قوي اقتصاد، پياوړې ادارې، لازم وسایل، د عامه پوهاوي آسانتیاوې او امنیت نه لري څو د دې ډول پېښو په ترځ کې د زیانمنو کورنیو سره په خپل وخت مرستې ته و دانګي او له هغوی سره په خپل وخت مرسته وکړي. په همدې ورځ د افغانستان جمهور رییس ټولو مرکزي او ولایتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د زلزلې له اغیزمنو کورنیو سره مرستې ته را ودانګي، والیانو سره یې وېډیويي کنفرانسونه دایر کړل، له عامو وګړو یې مرسته و غوښته او یو پیغام یې هم په دې هکله خپور کړ. همدارنګه اجراییه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله هم له طبیعي پېښو سره د مقابلې اړوندې ادارې را وغوښتې او یو بیړنی مجلس یې ورسره جوړ کړ څو اړو کسانو ته په خپل وخت مرستې و رسوي او د هېواد په مختلفو سیمو کې یې مرستې ته ور ودانګي. همدارنګه د افغانستان حکومت اعلان کړی دی چې دوی به له ولایتونو څخه د زلزلې له کبله ټپيان شوي کسان کابل ته را لېږدوي. خو دا چې آیا دغه ادارې به په خپل وخت مرستې اړو کورنیو ته مرستې و رسولی شي او که نه وخت به ځواب ورته ووایي. کله چې په افغانستان دا زلزله پېښه شوه نو د امریکا متحده ایالاتو، هندوستان، اېران، چین، ترکیه او برازیل هېوادونو له افغان ولس او حکومت سره د مرستو د چمتووالي اعلان وکړ خو دا چې آیا افغانستان د دې هېوادونو د مرستو غږ ته څه ځواب ویلی دی تر دې دمه معلومه نده او تر دې مهاله له زلزله ځپلیو سره د کوم هېواد مرسته افغانستان ته نه ده را رسېدلې. د دې زلزلې په هکله تر ټولو لومړني راپورونه او عکسونه د فېسبوک پاڼو له لارې خپاره شول او بیا په ترتیب سره د هېواد راډیويي، تلویزیوني او چاپي رسنیو د زلزلې اړوندو خبرونو ته پوښښ ورکړ. خو په دې اړوند یو شمېر هېوادوال نیوکه کوي چې د افغانستان تلویزیوني خپرونو هېوادوالو ته له زلزلې څخه وروسته لازمې لارښوونې و نه کړې بلکي خپل عادي پروګرامونه یې خپرول په داسې حال کې چې باید ټوله پاملرنه یې زلزلې او په دې هکله عامه پوهاوي ته جلب کړې وای. یوه لویه اندېښنه چې د دې زلزلې څخه وروسته له خلکو سره پيدا شوې دا ده چې د افغانستان زیاتره کورونه او ودانۍ په نړیوال ستندرد، انجنیري او ساختماني معیارونو نه دي جوړ شوي او ځینو هغو لوړ پوړو ودانیو ته جدي زیانونه رسېدلي دي چې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې جوړ شوي دي. په دې هکله یو افغان زلزله پېژندونکی ښاغلی انجنیر صدیق قیام پخپله فېسبوک پاڼه کې ویلي دي: که چېرې دغې لویې او خطرناکې زلزلې یوه دقیقه نور دوام کړی وای نو کابل ښار به په قبرستان بدل شوی وای ځکه چې د دې ښار ۷۰ سلنه کورونه او ودانۍ د انجنیري نورم خلاف جوړ شوي دي. همدارنګه نوموړي ویلي دي چې دغې زلزلې تقریبا ۲ دقیقې دوام وکړ او مخکینۍ چې کومې زلزلې په دې سیمه کې رامنځته شوې تر ۴۰ ثانیو پورې یې دوام کړی دی. ښاغلي انجنیر صدیق قیام ویلي دي چې د کابل ځمکه له ۵ منزلونو څخه د لوړو منازلو د اعمار ظرفیت نه لري او باید هېوادوال د څو ورځو لپاره د څاګانو له اوبو څخه استفاده و نه کړي ځکه چې د څاګانو اوبه د راډیو اکتیف په موادو چټلې شوې او دغه مواد د انسانانو لپاره ډېر مضر دي.
یو ټکی چې ډېر د پام وړ دی هغه دا چې د افغانستان زلزله د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه پېښه شوه او داسې ویل کېږي چې په نړۍ کې زیاتره زلزلې د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه صورت مومي. باید وویل شي چې په نړۍ کې وروستۍ ورانوونکې زلزله د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په میاشت کې په نېپال کې پېښه شوه چې زرګونو کسانو ته یې په مرګ ژوبلې اړولو سربېره په نوموړي هېواد کې پراخه وراني رامنځته کړه او د ریختر په مقیاس اووه اعشارته آته درجې اټکل شوې وه.
باید وویل شي چې ځمکه یوه خوځنده سیاره ده او زلزله د هغو طبیعي عواملو او خوځښتونو په سبب رامنځته کېږي چې د ځمکې د لاندې د ځمکې د لویو ټوټو د ټکرونو له امله صورت مومي او د ځمکې په سر له هوا او نورو طبیعي عواملو سره نېغه اړیکه لري. د زلزلې پېښېدل په انسانانو او ژوندیو موجوداتو کې په لویه پيمانه وېره خپروي، وراني او مرګ ژوبله رامنځته کوي او د ځمکې په سر خپلې اغیزې پرېږدي. ځینې خلک زلزله د لوی خدای (ج) د عظمت او قهر نښه بولي او ځینې یې د ګنهکارو انسانانو د ظلم او ناوړه اعمالو نتیجه بولي خو په دې کې شک نشته چې که د ځمکې د لاندې او یا د ځمکې په سر هر راز خوځښتونه د طبیعي پېښو له امله هم رامنځته کېږي او په نتیجه کې یې زلزلې پېښېږي، د لوی خدای (ج) د ارادې او تقدیر له مخې صورت مومي. ځینې زلزلې دومره شدت نه لري خو ځینې لویې وي چې له امله د ځمکې په سر ودانۍ ورانېږي، په ځینو سیمو کې غرونه او غونډۍ د ښویېدو له خطر سره مخ کېږي او په پراخه پيمانه وراني او مرګ ژوبله رامنځته کوي.
همدارنګه هغه زلزلې چې د بحر په منځکې واقع شي د اوبو د پورته کېدو او سونامي سبب کېږي چې بحرونو ته څېرمه ځمکې او ټاپوګان لاندې کوي او د زیاتې مرګ ژوبلې، وېجاړتیا او ورانۍ سبب کېږي. د افغانستان د اوسنۍ زلزلې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکې پېژندنې یو ماهر ښاغلي توماس پرېت د ۱۳۹۴ کال د لړم په ۶ مه نېټه د آشنا تلویزیون له پښتو خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان اوسنۍ زلزله چې د ریختر په مقیاس اووه اعشاریه پنځه درجې وه، ډېره لویه زلزله ګڼل کېږي او افغانستان نېکبخته دی چې په هغه کې یې زیاته وراني رامنځته نه کړه چې سبب یې د زلزلې عمق دی چې د ځمکې په ډېره ژوره سطح یانې ۲۰۰ کیلومترۍ کې پېښه شوې ده. نوموړي همدا راز وویل چې زلزله د طبیعي عواملو له کبله رامنځته کېږي، څوک یې په هکله پېشګويي نه شي کولای خو وګړي کولای شي چې ودانۍ کلکې جوړې کړي او د زلزلې په اړه عامه پوهاوی تر خپل منځ زیات کړي.
د نیویارک د پوهنتون د اسلامي زده کړو په څانګه کې د دوکتورا محصلې آغلې سینا وردګ په خپله فېسبوک پاڼه کې د زلزلې په هکله لنډ دیني او ساینسي معلومات راکړی دی چې لنډیز یې په دې ډول دي:
زلزله د اسلامي نظره د خدای (ج) د قهر په اساس صورت مومي او په هغه ولس کې پېښېږي چې د خدای (ج) له اوامرو څخه سرکشي کوي. نوموړې د یو حدیث شریف ټکو ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې زلزله د یو شمېر عواملو له کبله په یو قوم، ولس، ټولنه او سیمه کې صورت مومي چې په لاندې ډول دي:
۱.کله چې بدترین کسان د قوم مشران شي،
۲.کله چې د قوم لارښوونه فاسقو اشخاصو ته په لاس ورشي،
۳.کله چې اشخاص د غنیمت او بیت المال مالونه لوټ کوي،
۴.کله چې په ټولنه کې د یو شخص عزت د هغه له وېرې وکړای شي،
۵.کله چې په یو قوم کې په پخوانیو مړو پسې بد ویل پیل شي،
۶.کله چې وکړي زکات په خپل ځان بوج او دروند و ګڼي،
۷.کله چې په اسلامي ټولنه کې شرابیان او د شرابو چښل زیات شي،
۸.کله چې اشخاص بد او ناوړه اشخاص ځانته نږدې ملګري کړي او خپل پلرونه له خپلې خوا څخه لرې کړي.
۹.کله چې په ټولنه کې ځوانان د خپلې مېرمن په مقابل کې د مور بې احترامي وکړي،
۱۰.کله چې په جوماتونو کې د عبادت پر ځای دنیوي چارې پیل او جومات ته تلونکي کسان هلته شور او غالمغال جوړ کړي.
د زلزلې پوهانو و ځمکه پېژندونکو هم نظریات ورکړي چې دي د ځینو نظریات په دې ځای کې را اخلو:
لومړی: د جیولوجي یو عالم ښاغلی ژان اون کراین ویلي دي: ځمکه له دریو قشرونو څخه تشکیل شوې ده چې تر هغه لاندې ذوب شوي سلکاتي مواد (سلیکان او اوکسیجن) دي چې تل په حرکت کې وي. همدارنګه له ځمکې د لاندې د حرارت درجه له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۷۲۰۰۰ سانټي ګرېډ پورې رسېږي نو که چېرې د دې غازونو یا موادو حرکت له یو ځای څخه بل ځای ته زیات شي نو له هغه څخه په رامنځته شوې خالیګاه کې زلزله صورت مومي او ذوب شوي مواد په اور غورځونکو موادو بدلېږي او د ځمکې په سر آتش فشانونه پېښېږي.
دویم: ښاغلی مارک ذوګ براین په دې نظر دی چې ځمکه د لاندې هم خلا یا خالیګاه لري خو دغه خالیګاه د ځمکې د مخ د خلاوو په شان نه وي بلکي تل له اوبو څخه ډکه ده. که چېرې دغه اوبه له نوموړې خلا څخه ووزي نو ځمکه کیني او په نتیجه کې یې زلزله رامنځته کېږي.
دریم: ښاغلي ډېوېډ ګاري انتونیس ویلي دی چې ځمکه په خپله داخلي سطح کې د ځینو مقناطیسي او الیکټرونیکي حرکتونو یا شعاوو درلودونکې ده چې د شمال له قطب څخه د جنوب د قطب په لوري حرکت کوي نو که چېرې دغه حرکتونه له یو بل سره په ټکر کې واقع شي نو زلزله را منځته کېږي.
اخځلیکونه:
۱.د جمهوري ریاست خبرپاڼه
۲.د بي بي سي راډیو
۳.د امریکا غږ آشنا راډیو تلوېزیون
۴.د آزادۍ راډیو
۵.مختلف تلویزیوني چینلونه
۶.د خپلو سترګو لیدلی حال
۷.د انجنیر صدیق قیام فېسبوک پاڼه
۸.د سینا وردګ فېسبوک پاڼه
۹.سرخط ورځپاڼه، ۷۱ مه ګڼه، د ۱۳۹۴ کال د لړم شپږمه