– ډاکټر نويد خپلواک
– د وړانديز شوې ټولنې نوم: د افغانستان طبی کونسیل(A.M.D.C)
AFGHANISTAN MEDICAL AND DENTAL COUNCIL
که داسې یوه کميټه جوړه شي زه ډاډه یم چې له يوی خوا به مو طبي ډیپلومونه نړیوال ارزښت پیدا کړی او له بلی خوا به د نویو نا پیژاندو ناروغیو په وړاندی لازم تدابیر ونيولای شو.
غړي: دوه ډایرکټر
الف: لمړۍ ډله دې د ټاکنو له لارې و ټاکلی شي ددغه ډلې غړي عبارت دي له:
۱-یو غړی د سترې محکمې له لوري
۲-اته غړي د مختلفو طبي مراجعو (طبی ډاکټران)، يو د روغتیا عمومي ډایرکټر، یو یو غړی د هر ولایت څخه، څلور غړي د روغتیا وزارت لخوا او یو یو غړی د هیواد د مسلح پوځ له قول اردو ګانو څخه
ب: دویــمه ډله: انتصابي غړي دې چې د همدغه کونسیل له لارې ټاکلی کیږي او دا غړي عبارت دي له:
یو غړی له ولسي جرګې
یو غړی د سنا له مجلسه
یو، یو غړی د هیواد د هر هغه دولتي پوهنتون څخه چې طبي ډيپلوم عرضه کوي.
یو غړی د هیواد د هر هغه خصوصي پوهنتون څخه چې طبي ډيپلوم عرضه کوی.
يو غړی په هیواد کی د هر هغه بهرني پوهنتون چی طبي ډيپلوم عرضه کوی.
څلور طبي ډاکټران
څلور د غاښونو ډاکټران
څلور درمل جوړونکي یا فارمسسټان.
یادونه: پرته له یوه غړي چې د سترې محکمې لخوا به د ټولټاکنو له لارې راځي؛ نور ټول غړي باید د طب د مختلفو څانګو متخصصین وي.
[review]