د افغانيو لوړېدل او په بازار يې تاثير!
ليکنه/ رفېع الله رفېع
۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومې ۵ نېټه
تېرې دوه، درې اونيو وړاندې افغانۍ به، چې په کالدارو تبادله کېده، نو زر افغانۍ به تقريباً نولسوه اتيا/ نولسوه نوي او يا هم دوه زره پاکيستانۍ کېدې، خو له تېرو درې، څلورو ورځو راهيسې زر افغانۍ دوه زره او اويا/ دوه زره او اتيا کالدارې کېږي، يعنې افغانۍ د کالدراو په مقابل کې په لوړېدو دي، چې دې کار په بازار باندې هم مستقيماً اغيزه کړې او نرخونو ورځ په ورځ په لوړيدو دي.
که چې بازار کنټرول نه شي او افغانۍ همداسې په لوړېدو شي، نو لرې نه ده، چې د اجناسو قېمتونه به هم په لوړېدو شي او خلک به د ګڼو ستونزو سره مخ شي.
اوس پکار ده، چې په افغانيو باندې نوي ټاکل شوي نرخونه ورځ په ورځ تعقيب شي، ترڅو ياد نرخونه نور هم لوړ نه شي او هم خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
دا سمه ده، چې کالداره دې په افغانستان کې په مطلق ډول بنده شي، خو په ورته مهال دې د اجناسو نرخونو ته هم ځانګړې پاملرنه ترسره شي، ترڅو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
دلته يوه خبره د صرافانو د ناانصافۍ په برخه کې ده، چې د خلکو له مجبوريته سوی استفاده کوي او کالدارې د افغانيو په مقابل کې د عامو خلکو څخه په کم قېمت اخلي او په مقابل کې بېرته افغانۍ په عامو خلکو باندې د ټاکلي نرخ څخه په لوړ قېمت خرصوي، چې دې کار هم يو لړ ستونزې راپيدا کړي او عام ولسونه ورته ډېر اندېښمن دي، مسوولين دې دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو صرافان د خلکو له مجبوريته سوی استفاده ونه کړي او هم د کالدارو ارزښت، چې له عامو خلکو څخه يې اخلي کم رانه ولي.
که په بازار کې د صرافانو ترڅنګ د اجناسو نرخونو ته ځانګړې پاملرنه وشي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړل شي، چې کالدارې په يو نرخ واخلي او بېرته افغانۍ په بل نرخ وپلوري نو، باور شته، چې په هېواد کې به افغانۍ رواج شي او ټول خلک به راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کوي.
پکار ده، چې دا څو نقطو ته ځانکړې پاملرنه وشي، خلک به په خپل زړه په راکړه ورکړه کې يوازې او يوازې خپلې ملۍ کرنسۍ استعمالوي.
You also might be interested in
لیکوال: محمد عارف رسولي د بیوزلو ټولنو د پرمختګ لپاره[...]
په پایو کې د ګژدمکونو ډولونه . Types of Stirrups[...]
ژباړه: شرر ساپی محمد يې په غېږکې راواخيست بيا يې په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی