لیکنه: سید حبیب
د افغانستان بانک د هیواد د پولي او اسعاري سیاست د پلي کوونکې ادارې په حیث لومړنی هدف د کورنیو بیو د ثبات تامینول دي او د بیو ثبات د افغانۍ د تبادلوي ارزښت د ثبات پرته امکان نه لري، ولې په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو خصوصا د ډالرو په وړاندې د افغانۍ تبادلوي ارزښت کې پرلپسې ډول کموالی راغلی دی او ورځ تر بلې ورځې پورې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت کمیږي، او که چیرته په همدې ډول سره دوام وکړي لرې نه ده چې د افغانی تبادلوي ارزښت کموالی د هیواد ملي اقتصاد له رکود سره مخامخ کړي.
د یو هیواد د پیسو ارزښت په حقیقت کې د اجناسو او خدماتو د خرید د قوت څخه عبارت ده او یا هم په لنډ ډول سره ویلای شو چې د یو هیواد وګړي د خپلو پولي عوایدو په بدل کې څومره اجناس او خدمات تر لاسه کولای شي.
کله چې د اسعارو د تبادلې د نرخ بحث مطرح کیږي هدف ترینه د کورنیو پيسو د تبادلې ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې دی، سره له دې چې د اسعارو د تبادلې نرخ د اجناسو او خدماتو د تبادلې په نرخونو (قیمتونو) باندې مستقیمه اغیزه لري.
د آزاد بازار په اقتصادي نظام کې د پیسو تبادلوي ارزښت د پیسو د عرضې او تقاضا په واسطه ټاکل کیږي، په عمومي ډول سره د یو هیواد د اسعارو پولي ارزښت د لاندې شاخصونو په واسطه ټاکل کیږي:
- د یو هیواد اقتصادي غښتلتیا ( د داخلي تولیداتو سطح)
- د بهرنۍ سوداګری وضعیت (خصوصا صادرات)
- د انفلاسیون اندازه
- اسعاري زیرمې.
د یوهیواد د اسعارو د نرخ ثبات تر ډیره حده په کورنیو تولیداتو پورې اړه لري، چې په کومه اندازه د هیواد په داخل کې استفاده کیږي او په کومه اندازه تر کومو شرایطو لاندې د هیواد بهر ته صادریږي ځکه د صادراتو زیاتوالی د هیواد د تجارت د بیلانس د تامین ترټولو مهمه وسیله ګڼل کیږي.
هغه هیواد چې د کورنيو تولیداتو سطحه یې لوړه وي د اسعارو د نرخ ټیټوالی د صادراتو د زیاتوالي باعث ګرځي چې په دې سره بهرنیو اجناسو ته تقاضا کمه او ورسره د وارداتو په اندازه کې کموالی رامنځته کیږي او برعکس د اسعارو د ارزښت زیاتوالی د وارداتو د تشویق او د تولید د کموالي سبب ګرځي چې په دې سره د کورنۍ پانګه اچونې په اندازه کې کموالی راځي.
باید په یاد وساتل شي چې د پیسو د تبادلوي ارزښت کموالی او زیاتوالی په مختلفو هیوادونو کې مختلف تاثیرات لري او د تبادلوي ارزښت تغیرات په دایمي ډول سره ښه او بد نه ګڼل کیږي بلکه د یو هیواد د اقتصادي وضعیت او سوداګرۍ د سطحې سره ارتباط لري.
په افغانستان د وروستیو کلونو په جریان کې د افغانیو تر څنګ امریکایی ډالر، پاکستانۍ کلدارې، او ایراني ریال په پراخه پیمانه په چلند کې دي او ډیرې اقتصادي راکړې ورکړې په همدغه اسعارو تر سره کیږي چې دا چاره په خپله په افغانیو د بې اعتبارۍ او د افغانۍ د ارزښت د کموالي سبب ګرځیدلې ده.
د افغانستان د اسعاري سیاست په نظر کې نیولو سره د افغانۍ تبادلوي ارزښت د امریکایي ډالرو په واسطه ټاکل کیږي او افغانۍ د ډالرو په وړاندې د مصرفي اجناسو په شکل ده کله چې د ډالر قیمت لوړ ځي د افغانۍ په شمول د ټولو کالیو او خدماتو ارزښت ټیټیږي ددې علت د کورنیو تولیداتو د سطحې ټیټوالی او دافغانستان د اقتصاد په بهرنیو مرستو باندې اتکا ده چې دا یو کامله واضحه خبره ده چې د تیرو کلونو د جګړو په نتیجه ټول کورنۍ تولیدي او خدماتي زیربناوې نړیدلې دي او افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستور تړل شوی دی خو تر دې لا بده خبره داده چې د تیرو څوارلسو کلونو بې حسابه بهرنیو مرستو سره سره تر دې دمه د کورنیو زیربنا د بیا رغونې او ملاتړ په اړه هیڅ ډول اقدام نه دی تر سره شوی.
د اقتصادي تعادل د نشتوالي، د کورنیو تولیداتو د سطح د ټیټوالي، د اسعارو د عرضې د کموالي، د انفلاسیون د لوړ نرخ شتوالی او د اقتصادي سیستم نیمګړیتوب ددې سبب ګرځيدلی تر څو د هیواد وګړي په خپل ملي پیسو باندې بې اعتباره شي په نتیجه کې هغه په بهرنیو اسعارو تبدیل کړي او اسعار د ذخیرې په شکل په راکد حالت کې له ځان سره وساتي او یا یی هم په غیر قانوني بڼه بهر ته ولیږدوي.
د اقتصادي سیستم نیګړتیاوې لکه د دولت د غیر منظمو لګښتونو لوړوالی، د بودجې کسر زیاتوالی، د پرمختیایی پلانونو نشتوالی، د مرکزي بانک د مناسبې اسعاري او پولي پالیسی نشتوالی، د انفلاسیون د لوړ نرخ او همدارنګه د بهرنیو پورونو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت د کموالی سبب ګرځي.
په لنډ ډول سره ویلی شو چې بهرنیو اسعارو ته د تقاضا زیاتوالی ددې باعث ګرځي تر څو د بهرنیو اسعارو قیمت لوړ شي ولې مهمه خبره داده چې د افغانۍ د تبادلوي ارزښت د ټيټوالي د بهرنیو اسعارو خصوصا د ډالرو په وړاندې په تیرو څو هفتو کې په بې ساري ډول سره کم شوی ځینې یې تیوریکي او اقتصادي لاملونه دي او ځینې نور لاملونه هم لري چې په لنډ ډول ترینه یادونه کوو:
- په بهرنیو مرستو اتکا: مخکې مو ولوستل چې په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو باندې تړل پاتې شوی دی او زیاتره دغه مرستې مستقیمې او یا غیر مستقیمې په غیر منظم ډول سره د افغانستان اقتصاد ته شامل کړل شوي دي، په دې سره افغانیو خپل ارزښت د ډالرو او هم د بازار د کالیو او خدماتو په وړاندې له لاسه ورکړی دی. اوس چې په کراره کراره دغه مرستې مخ پر کمیدو دي او په بازار کې د ډالرو کمبود احساس کیږي او په افغانستان کې میشت زیاتره بهرنیان له هیواده د وتلو په حال کې دي چې دې سره د خدماتو په اندازه کې هم کموالی رامنځته شوی او همدارنګه داخلي تولیدات هم نه تر سترګو کیږي تر څو د صادراتو له لارې ډالر تر لاسه شي نو طبعا د عرضې او تقاضا د قانون په اساس د افغانۍ تبادلوي ارزښت ټیټیږي.
- بهر ته د اسعارو غیر قانوني لیږد: په داومداره ډول د بهرنیو اسعارو قاچاق په ډيره پراخه پیمانه جریان لري، او بهر ته د اسعارو د غیر قانوني لیږد سره نه یوازې چې د بهرنیو اسعارو عرضه کمیږي بلکه د سوداګري له نظره له بهر څخه د هغه په مقابل کې اجناس او خدمات هم نه تر لاسه کیږي. همدارنګه د اسعارو خصوصا د ډالرو قاچاق ایران ته ډیر د تشویش وړ دی چې زیاتره سیاسي لاملونه لري.
- د مناسب پولي سیاست نشتون: د څو کلونو په تیریدو سره د اقتصاد بازار په سیستم کې تر دې دمه دولت په دې ندی توانیدلی چې د افغانستان د اقتصادي شرایطو ته په کتلو سره یو متوازن، خپلواک او یا مختلط پولي پالیسۍ او سیاستونه اختیار کړي او د هیواد مرکزي بانک یوازې او یوازې د د مبادلې د نرخ د متحول مدیریت شوي رژیم په اساس د ډالرو د لیلام له لارې د تبادلې نرخونه کنټرولوي چې په زیاتره برخو کې دغه چاره د مافیا ښکار کیږي او دولت ورباندې د کنترول صلاحیت نه لري، دا پالیسي په هغه وخت کې چې د ډالرو عرضه زیاته وه او په مسلسل ډول سره د بهرنیو نقدي مرستو او خدماتو له لارې ډالر اقتصادي دوران ته شاملیدل او همدارنګه چا نشو کولای په اسانی سره اسعار قاچاق کړي نسبتا موفقه پالیسی ګڼل کیده ولې د ننیو شرایطو په نظر کې نیولو سره نشي کولای د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره ځواب ووایي.
- په افغانۍ باندې د خلکو د باور نشتون : افغانۍ د تبادلوي ارزښت د ټیټوالی یو مهم لامل په افغانۍ باندې د خلکو د باور نشتون دی چې د افغانۍ د تاریخچې، فعلي وضعیت په نظر کې نیولو سره په راتلونکي کې د خلکو تشویش ته ځواب نشي ویلای، همدارنګه د اقتصادي تعادل نشتوالی خلک مجبور کړي تر څو خپلې پیسو په خارجي اسعارو باندې تبدیل یا یې نقدا د ځان سره وساتي او یا يې په غیر قانوني ډول بهر ته واستوي.
- رواني عوامل: د تیر یو کال په جریان د اقتصادي پرمختګ نشتون او د جنګ او جګړې شدید تبلیغات او پرمختګونه ددې سبب ګرځیدلي چې د خلکو باور په خپل دولت او اقتصادي نظام باندې کم شي او اکثر ملي سوداګر او پانګه اچونکي نه غواړي خپلې پانګې اچونې وکړي او خپل ټولې پانګې یې په ډالر زیرمه کړي دي.
د اسعارو غیر ثابت نرخ د هیواد په اقتصادي حالت کې د اقتصادي رکود سبب ګرځي پداسې حال کې افغانستان نسبتا د کورني او کوچني اقتصاد درلودونکی هیواد دی په زیاتره هیوادونو کې د اسعارو د ارزښت ټیټوالی د داخلي تولیداتو د حمایت لپاره تر سره کیږي تر څو وارداتي اقلامو قیمت نسبتا تولیداتي موادو ته لوړ شي، ولې د افغانستان د نني اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره د افغاني تبادلوي ارزښت ټیټوالی داجناسو او خدماتو د قیمت د لوړوالي سبب ګرځیدلی دی پداسې حال کې چې افغانستان تولیدي تاسیسات په نشت حساب او زیاتره اولیه مواد وارداتي اجناس تشکیلوي.
په پای کې په لنډ ډول سره ویلای شو تر څو چې دولت سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیز ثبات تر لاسه نه کړي د افغانۍ د تبادلوي نرخ لوړوالی د هیواد د اقتصاد لپاره په زیان دی.
تر څو چې کورني تولیدات حمایت نشي، د مناسبې پالیسۍ له لارې واردات په صادراتو تعویض نشي، او د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه و نه نیول شي، بهرنۍ مرستې په موثره ډول د داخلي تولید د تشویق لپاره استفاده نشي، په افغانی د خلکو باور تر لاسه نشي او په دې اړه د مافیا او اداري فساد سره په کلکه مبارزه ونشي او بالاخره کاذب اقتصاد د منځه ولاړ نشي هیڅ پالیسي او اقدام نشي کولای د افغانۍ ارزښت بیا را ژوندی کړي