لیکنه: عابد الله یوسفزی
په لمړي قدم کې راځو د بانک نوټونو تعریف ته.
ټول هغه قانونی اسناد لکه کاغذي پیسی، بانکی چیکونه، بیل، الیکترونکی بانکی کارتونه او داسی نور چې د پیسو استازیتوب وکولی شي او ژر یی نغدی پیسو ته بدل کړایشو عبارت د بانک نوټونو څخه دی
په افغانستان کې د لمړی ځل لپاره د غازی امان الله په وخت کې کاغذی پیسی چاپ او د استعمال رایج شوی
اوس راځو خپلی موضوع ته.
د افغانستان بانک د وینا په اساس هرکال د ۵ څخه تر ۶ ملیاردو په ارزښت سره افغان بانک نوټونه د زړښت له کبله له منځه ځي. په تیرو لسو کلونو کې شااوخوا ۴۰ ملیارده افغانۍ د زړرښت له کبله د چلښت څخه غورځیدلی ده.
د افغانستان بانک د وینا په اساس هر بانکی نوټ د پنځو کلونو د استعمال وړتیا لری خو د ځینو لاملونو له امله افغان بانک نوټونه د دوه او یا هم ددری کلونو پوری د استعمال وړتیا لري. چې هغه لاملونه په لاندی ډول دي
۱:- په افغانستان کې د پراخ بانکی سیستم نه شتون
۲:- د الیکترونکی بانکداری نه شتون
۳:- په بانکونو کې د پیسو د نه ساتلو کلتور
۴:- په لویه پیمانه په کورونو کې پیسی ساتل
۵:- د راکړی او ورکړی په وخت کې د بانک نوټونو سره نه پاملرنه
۶:- د تعلیم د سطحی ټیټوالی
۷:- په ودونو او د خوشحالیو په مراسمو کې د کاغذي پیسو شیندل
۸:- په جیبونو کې په زیاته اندازه بانک نوټونو ګرځول
۹:- په کلیو او بانډو کې په کلتوری ډول د پیسو ساتل. لکه په لرو او پرتو سیمو کې ښځینه قشر کاغذي پیسی د څادر په پڅکی پوری تړی چې دی سره کاغذي پیسی خپل اهمیت ډیر ژر له لاسه ورکوی
۱۰:- کوچنیانو ته د پیسو لاسرسی
د پورته لاملونو له امله بانک نوټونه خپل اهمیت ډیر ژر له لاسه ورکوي.
زمونږ په هیواد کې د اویا فیصدو څخه زیات وګړی بیسیواده دي د همدی له امله زیات شمیر وګړي د الیکترونکی بانکداری سره اشنا نه دي چی ستر لامل یی د بیسیوادی وجه کیدیشی. په کومو هیوادونو کې چې د تعلیم سطحه لوړه وی د هغه هیوادونو بانک نوټونه هم په ډیره کمه اندازی سره د زړښت له امله د چلښت څخه غورځیږی. که زمونږ په هیواد کې د بانک نوټونو د زړښت لړي په همدی ډول روانه وی نو زمونږ مرکزی بانک به هر کال میلینونه افغانۍ زیان ومومی چې دی سره به د اقتصادی پرمختګ کرښه د نزول په طرف روانه شی
څنګه کولی شوو د افعان بانک نوټونو د زړښت مخه ونیسوو؟
۱:- الیکترونکی بانکداري باید مروجه شي
۲:- په سترو پلورنځیو کې باید د ATM ماشینونه نصب کړایشی
۳:- اضافی پیسی باید په بانک کې وساتل شي
۴:- د راکړی او ورکړی په وخت کې افغانۍ باید صحیح طریقی سره استعمال کړایشی
۵:- د ضرورت څخه زیاتی پیسی باید په جیب کې ونه ګرځول شی چې دی سره د ورک او یا غلا کیدو مخه نیول کیږی
۶:- د جیب پیسی باید د جیل په بټوه کې وساتل شی
۷:-په ودونو او یا نورو خوشحالیو کې باید د پیسو شیندلو مخه ونیول شی چې د یوی خوا دا ستره کناه هم ده ځکه په کاغذی پیسو اسلامی الفاظ هم لیکل شویدي
په پای کې د ټولو هیوادوالو څخه هیله کوم چې په روزانه راکړه او ورکړه کې د افغانیو څخه استفاده واخلی
په ټول هیواد کې د افغانیو د مروجولو په هیله
لیکونکی ـ عابد الله یوسفزی

۶:- د جیب پیسی باید د جیب په بټوه کې وساتل شی