ژباړه: ذبیح الله اېمان
- عقل د الله تعالی لومړی او تر ټولو لوی نعمت دی، ورسته د عقل څخه خاکسري او د خپل روح اعتدال یا برابري ده، که دغه دوه نعمته له شجاعت سره یو ځای شي چې څلورم نعمت دی، نو دریم نعمت یعنې عدالت ترې جوړیږي.
- د ښو او نیکو اخلاقو خاوندان په دې فکر کې وي چې ښه نوم ورڅخه په یاد پاتې شي.
- تقوا او پرهیزګاري خپل عادت وګرزوئ ځکه چې دا د آخرت توښه او د دنیا بریالیتوب دی.
- د انسان لپاره نیک اخلاق او فضیلت د لویو نعمتونو څخه دی، له بدکاره خلکو څخه لرې اوسئ او هغوی ته مه نیږدې کیږئ، که چیرې دغه لاره خپله کړئ او له ګناه څخه ځان لرې وساتئ نو بیا مرګ ستاسو لپاره له ژوند څخه بهتره ندي.
- فضیلت عبارت دی له: له لوړ مثال سره د انسان نږدې والی یعنې له خدای ج سره د انسان نږدېوالی.
- د ځمکې پر مخ او ترې لاندې ټول سره زر د یوه فضیلت په اندازه ارزښت نلري.
- له فضایلو څخه باید نه په وېره او زیات ورته هیله من شو بلکي د خپل اطمینان لپاره هغه حاصل کړو ځکه د روح ښایست او صحت پر هغه پورې تړلی دی، فضیلت د بریالیتوب او هوساینې د روح سرچینه ده.
- پر خپل ځان بریالیتوب بهترینه کامیابي ده.
- څوک چې د ځان ښایست د روح له فضیلت څخه بهتره ګڼي خپل روح ته سپکاوی کوي، خپل روح ته سپکاوی روا ګڼي، ځکه په واقعت کې ځان له روح څخه ارزښتمن ګڼي، په داسې حال کې چې هغه څه پر ځمکه پیدا کیږي هېڅکه له آسماني څېزونو څخه لوړ کېدای نشي، هغه څوک چې نه پوهیږي روح یو اسماني موجود دی، پدې هم نه پوهیږي چې خپل روح له یو واړه یا ناچیزه څیز سره برابروي.
- ډیر امیدونه افکار بدلوي.
- په شهوت او هوس باندې بریالیتوب د نیکبختۍ لامل ګرزي، خو د هغه په مقابل کې ماتې د بدبختۍ سبب کیږي.
- پوهه او هوښیاري بهترینې همغږۍ دي او تنها هغه څوک له دې څخه برخمن کیدای شي چې په هر قدم کې د عقل له قوانینو څخه پیروي وکړي، هغه څوک چې له دغه خدایي ورکړې څخه بې برخې وي هم خپل کور او هم ټولنه د تباهۍ لور ته بیایي.
- د انسان ښایست دری شیان دي: علم، محبت او ازادي.
- دنیا ته نه راتلل له ناپوهۍ څخه بهتره دي ځکه ناپوهۍ د ټولو بدبختیو سرچینه ده.
- عوام شتمن خلک خوښوي او خاص خلک عالمان او پوه خلک خوښوي.
- کوم خوند چې په علم او پوهه کې دی بې تکلُفه دی او په بل څه کې نشته.
- د خلکو لپاره یوازینۍ او ښه لارښود پوهه، مثبت فکر او ښه تدبیر دی.
- د لارښود او پلان پرته د ډیرو معلوماتو لاسته راوړل د مطلقې ناپوهۍ څخه ډېر زیانمن دي.
- په نړۍ کې دوې قوې (توره او تدبیر) شتون لري چې ډېری وخت تدبیر په توره باندې غالب وي.
- چې د کامیابۍ درته مخه شي هر څه ښه دي او که د ناکامۍ درته مخه شي نو هر څه بد دي.
- که ورځنی کاروبار دې زیانمن شي نو مه ناهیلی کیږه، ځکه چې لمر هم د ورځې په آخر کې لویږي او د بلې ورځې پر سهار بېرته راپورته کیږي.
- د بوډایۍ د ورځو لپاره په ځوانۍ کې شمع بله کړه.
- د ژوند په قدر ځان پوه کړئ، بې ځایه وخت مه ضایع کوئ.
- په ژوند کې بې حرکته او ساکن پاتې کیدل تدریجي مرګ دی.
- که په هر پسرلي کې مو له تیر پسرلي څخه پرمختګ نه و کړی نو وخت مو بې ځایه تیر کړی.
- د ضرورت لپاره نړۍ ته راغلي یو په حیرت کې ژوند کوو او په تکرار سره به له دې نړۍ ځو.
- هر څوک چې د نورو د نیکمرغۍ غوښتونکي وي. لرې نده چې خپله به یې هم نیکمرغي په نصیب شي.
- خوشحاله زړه، بیداره بخت او روغ صحت لویه نیکمرغي ده.
- د نیکمرغۍ لاسته راوړلو لپاره باید نیک اخلاق پیاوړي او د بدو اخلاقو سره مبارزه وکړو، حکومت د یو فرد په شان دی او دنده یې د اخلاقي فضایلو په دایره کې د افرادو روزل دی.
د کس له نیکمرغۍ څخه د ټولنې نیکمرغي په څو ځله غوره ده.