لیکنه: نصیر کوټوال
پوهیږو چی اقتصاد داقتصادی قوانینو،تیوری ګانو،پالیسیانو اونوروله لاری داقتصادی جریان تنظیم دی. په داسی حال کی چی سیاست بیادتیوری اوعمل له لاری دصلاحیتونوڅخه په کاراخیستلودهیواد دسیاسی چارواووګړوتنظیم کول دی. دتیوری له مخی اقتصاد له سیاست سره کوم تړاونه لری. ځینی اقتصادپوهان وایی چی اقتصادباید خنثی وی. په دی ماناچی یوازی داقتصادی هوساینی اوغوره اقتصادی پالیسیووړاندیزوکړی اوبس.
دپورتنی تصورخلاف چی داقتصاد اوسیاست ترمنځ تړاو ردوی په عمل کی لیدل کیږی چی داقتصاداوسیاست ترمنځ غښتلی اړیکه شته، داسی چی نن سبادیوهیواد دسیاسیونوسیالی اورقابت هم په اقتصادی ډګرکی وی. د ټاکنیزو سیالیوپروخت سیاسی خلک خپل اقتصادی پلانونه وګړوته تشریح کوی اوله دی لاری غواړی ګڼ پلویان پرځان راما کړی. په دی لیکنه کی غواړو ځینی هغه ټکوته اشاره وکړو چی سیاست اواقتصاد ترمنځ تړارښایی.
اقتصادی جریان پرته له سیاسی اډانی په اغیزمن ډول فعالیت نه شی کولای:
دسیاسی ګډوډی پرمهال اقتصادی فعالیتونه په خپل عادی شکل نه پاتی کیږی اوبیلابیلی ستونزی اوخرافات پکی رامنځته کیږی. دبیلګی په ډول توربازاری،دوکه، احتکار،غلا اوګڼ داسی نورجرایم. د دی ترڅنګ داقتصادی پالیسیودپلی کولویوازینی سرچینه دولت اوسیاسی ځواک دی دبیلګی په ډول پرته له سیاسی نظام څخه پروګړو دمالیاتوقانون منل ناشونی دی.
بیلابیل اقتصادی نظریات دسیاسی کړنودبدلون لامل کیږی:
ډیرواقتصادی پیښوته له سیاسی لیدلوری کتل کیږی، همدارنګه سیاست پوهان دخپلوسیاسی منډوترړوپه لړکی داقتصادی جریان هغه برخه په نښه کوی په کوم کی ستونزی شتون ولری اوبیادهمدغه ستونزی حل دخپل کمپاین شعارګرځوی. دبیلګی په توګه که په ټولنه کی عایدیاانډوله اوغیرعادلانه ډول ویشل شوی وی نوسیاست پوهان د دی ستونزی دله منځه وړلولپاره خپلی اقتصادی پالیسی وګړوته وړاندی کوی. ځینی سیاسیون داقتصادی جریان عرضه کوونکی له اړخه بیامولدینوته پاملرنه کوی اوپه دی اړوند دمالیاتودکمولو،خصوصی کولواونورواقتصادی پالیسیواړوندخبری کوی اوځینی نوردلګښت کوونکواوکورنیوداقتصادی هوساینی لپاره خپل پلانونه تشریج کوی.
پدی برخه کی سیاسیون باید له بیلابیلواقتصادی نظریاتواوسروی ګانوڅخه ګټه واخلی اوپربنسټ یی وګړوته خپل پلانونه توضیح کړی. دمعاصری نړی یوسیاست پوه باید دټولنی داقتصادی ستونزی په اړه بشپړپوهاوی ولری ترڅوپه دی برخه کی له خپلوسیالانووړاندی اودوګړودخوښی وړوګرځی.
نن سباهغه سیاستوال بریالی دی چی دخپلونوښتګرواقتصادی پالیسیود پلی کولوله لاری خپلووګړوته اقتصادی سوکالی ورپه برخه کړی. دترکیی واکمن ګوند داڅوم ځل دی دنوموړی ګوندڅخه دولسمشرۍ اوصدراعظمۍ ته نومول شوو سیاستوالو دخپلواغیزمنواقتصادی پالیسیوپه وسیله ترکیه دپنځلسم اقتصادی قوت څخه نهم اقتصادی قوت پورته کړی.
مارکس لومړی هغه تن وو چی دټولنیزی بی عدالتی پروړاندی یی غږپورته کړاودطبقاتی توپیرونوپرضدیی لیکنی وکړی. هغه دخپلودغه نظریاتوله امله چی دهغه وخت سیاسی نظامونوته یی ګواښ پیښ کړی وودستونزوسره مخ شو،خووروسته بیادهغه همدغه نظریاتوته سیاستوالوپام شواو واک ته درسیدولپاره یی تری استفاده وکړه تردی چی دمارکس داقتصادی فلسفی څخه نړیوال سوسیالیزم راوټوکید. په همدی ډول که داقتصادی نظریاتوتاریخ ته پام وکړونوڅرګنده به شی چی معاصرواقتصادپوهانوترنظریاتوپوری ټولواقتصادی نظریاتودسیاسی نظامونوبنسټ جوړکړی.همدغه نظریاتوسیاسی نظامونه رامنځته کړی اوبیرته د نوی اقتصادی نظریاتودمینځته راتګ په ترڅ کی ړنګ شوی دی.
دکاری ځواک دحقوقومراعتول هغه څه دی چی مارکس پری ټینګارکړی.مارکس هغه وخت دکارګرودحقوقوغږپورته کړ چی کاری ځواک په بشپړډول دمتشبثینوله لری استثمارشوی وو اوهغوی یوازی دی ته ژوندی ووچی دپانګه والوپه فابریکوکی کاروکړی تردی چی ښځینه کارګروبه په خپلوکارځایونوکی بچی زیږول اوهمدابچی به یی چی رالوی شول نودکارکولو پرمهال یی دفابریکوماشینونونازک اندامونه غوڅول. دمارکس دکارګرودحقوقودمرعاتولونظریه اوس هم دسیاستوالوله لوری په پام کی نیول کیږی اوپه دی اړوند کارګروته دځانګړو امتبازاتواوآسانتیاوو دبرابرولولپاره اقتصادی پالیسی ګانی جوړیږی.
You also might be interested in
لیکنه: نصیر کوټوال تور بازاري یا Underground Economy هغه اقتصادي[...]
لیکنه: نصیر کوټوال پانګه د تولید د څلورګونو سرچینو څخه[...]
لیکنه: نصیر کوټوال ویره هغه څه دي چې د انسانانو[...]