ژباړه : عطا محمد میاخېل
د اقتصاد تعریف :
اقتصاد، د ژوند ورځنیو اړتیاو، غوښتنو، امکاناتو، د ژوند له ښو وسایلو، ګټو او لګښتونو، د ښه او غوره ژوند له کیفیت څخه عبارت دی او د دې اصطلاح په اورېدلو سره پورته یاد شوي موضوعات د انسان په ذهن کې تېرېږي . ډېر ځله به مو اورېدلي وي، چې د فلاني شخص اقتصادي وضعیت ډېر ښه دی، یانې د ژوند تر ټولو غوره امکانات او وسایل په اختیار کې لري، له آرامه او هوسا ژوند څخه برخمن دی؛ هو همدا موضوعات د اقتصاد علم بنسټیزه موضوع ده؛ دې موضوعاتو ته په پام سره، دې پایلې ته رسېږئ، چې اړتیاوې، انساني غوښتنې، ګټې، امکانات وسایل او لګښتونه یو د بل په وړاندې قرار لري. لکه څنګه چې پوهېږو له یوې خوا بې شمېره غوښتنې او له بلې خوا محدود او لږ امکانات، اوس نو څنګه کولای شو چې ډېرې غوښتنې په کمو امکاناتو پوره کړو ؟ له شته امکاناتو څخه څه ډول ګټه پورته کړو، چې د ژوند بېلابېلې اړتیاوې پرې پوره کړو ؟ د دې ښکارندې ( پدیدې ) ریښې ډېرې لرغونې زمانې ته ورګرځي. بشر د تاریخ په اوږدو کې له دا ډول ښکارندو سره مخامخ و او تل یې هڅه کړې ده، چې په څه ډول د دوی ترمنځ توازن او همغږي وساتي . څه ډول خپلې نا محدودې غوښتنې له شته محدودو امکاناتو څخه پوره کړي . دا هڅې او تدابیر د غوره او آسانه ژوند له پاره د اقتصاد علم په توګه نه، بلکې د انسان د اړتیاو پر بنسټ شتون درلوده، مګر اقتصاد د یوه ټولنیز علم په توګه هغه مهال راڅرګند شو، چې د لوېدیځ په مفهوم د بشریت له پراختیا سره اقتصادي ستونزې هم را منځته شوې. له اقتصادي ستونزو څخه موخه د امکاناتو محدودیت او د انساني اړیتاو او غوښتنو نه محدودیت دی . بناً سره له دې چې اقتصاد تاریخي ریښې لري؛ یو نوی تاسیس شوی ټولنیز علم دی .
د اقتصاد اصطلام د یوناني کلمې ( Oikonoms ) ژباړه ده، چې د کورنیو چارو د تدبیر په مانا ده او په انګلیسي کې دې اصطلاح ته ( Economics ) وایي او په پښتو، دري او فارسي ژبو کې دEconomics سمه ژباړه اقتصاد دی، چې په عربي کې کارول شوې ده.
لکه څنګه مو چې یادونه وکړه د انسان امکانات محدود، مګر اړتیاوې او غوښتنې یې نامحدودې او ډېرې دي، اوس نو څنګه کولای شو، چې دا غوښتنې په شته محدودو امکاناتو پوره کړو ؟ دې پوښتنې ته اقتصاد یا ( Economics ) ځواب ورکوي. د اقتصاد علم په مرسته کولای شو، چې دې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو، نو اقتصاد په دې ډول تعریفوو: اقتصاد د هغو تدابیرو له ټولګې څخه عبارت دی، چې د انساني نامحدودو اړتیاو او د اړینو محدودو وسایلو ترمنځ همغږي ساتي . د اقتصاد تعریف د ټینګښت په خاطر په هر اقتصادي نظام کې ځینې بنسټیز مفاهیم شتون لري او هر نظام د هغو مفاهیمو په اړه خپل نظرونه او موقف لري، چې د هغه په رڼا کې کولای شو، چې د هر نظام د ځانګړتیاو او ماهیت په اړه معلومات تر لاسه کړو . په عمومي ډول اقتصادي مفاهیم په څلور برخو وېشل کېږي، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
۱ ــ غوره ټاکنه ( Determination of Priorities ) :
دا اقتصادي اصطلاح ( غوره ټاکنه ) داده، لکه څنګه مو چې د اقتصاد په تعریف کې وویل، چې د انسان غوښتنې زیاتې او په مقابل کې یې امکانات کم او محدود دي، څرګنده خبره ده، نه شو کولای، چې ټولې غوښتنې پوره کړو، نو لا چاره یو، چې ځینو اړینو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړو او له ځینو څخه تېر شو .
د بېلګې په توګه ۲۰۰۰ افغانۍ لرو؛ په دې پیسو کولای شو چې د کور د ښکلي کولو ځینې وسایل چمتو کړو او هم کولای شو، چې له خپلې کورنۍ سره تفریح ته لاړ شو او په یوه هوټل کې خوندور خواړه وخورو، په ورته پیسو کولای شو، چې د خپل ژوند له لومړنیو اړتیاو څخه یوه اړتیا پوره کړو، اوس نو په دې اړه فکر وکړئ او تصمیم ونیسئ، چې دا ۲۰۰۰ افغانۍ د کومو اړتیاو د پوره کولو له پاره مصرف کړو؛ دې ته د غوره ټاکنه تګلاره وایي . په همدې توګه یو کارمند د میاشتې ۲۰۰۰۰ افغانۍ معاش لري، ننني بازار ته په پام سره په دې امکاناتو، نه شي کولای، چې خپل او د خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي، لاچاره دی، ترڅو اړینې او حیاتي غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي، نورې غوښتنې وځنډوي او له هوسونو څخه تېر شي .
لکه څنګه چې یو فرد له دې مفهوم سره مخامخ کېږي، نو یو دولت هم ورسره مخ کېدلای شي. د مثال په ډول : یو دولت ډېر کم طبیعي، انساني او نقدي امکانات په واک کې لري او په وړاندې یې ډېرې زیاتې اړتیاوې هم شتون لري، نو دولت دې ته اړ کېږي، چې د غوره ټاکنې له تګلارې څخه کار واخلي، چې شته امکانات د کومو اړتیاو د پوره کولو له پاره ولګوي ؟ او د کومو شیانو لاسته راوړلو ته لومړیتوب ورکړل شي ؟ د دې هېواد وګړي کومو څیزونو ته ډېره اړتیا لري ؟ دا مفهوم له فرد یا دولت سره مرسته کوي، ترڅو د اقتصادي بهیر په دوام کې له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي او همدا راز له ځپونکو ننګونو سره مخامخ نه شي .
۲ ـــ د سرچینو ځانګړنه ( Allocation of Resources ) :
دویم مفهوم د سرچینو د ځانګړنې مفهوم دی . د مثال په ډول : د شته امکاناتو په توګه په میاشت کې د یوه کارمند ۲۰۰۰۰ افغانۍ معاش په پام کې نیسو، د دې پیسو په وړاندې بې شمېره اړین لګښتونه شتون لري . خوړنیز توکي، جامې، روغ، رنځور، د برېښنا بېل، د کور کرایه او داسې نور … له دې مفهوم څخه په ګټه اخیستې کولای شو هر لګښت امکاناتو ته ځانګړی کړو یانې لګښتونه د امکاناتو تابع وګرځوو . د بېلګې په توګه د دولت په کچه په یوه هېواد کې د څو کارخانو د جوړېدو توان شته، چې د هغو په جوړېدو سره کولای شو خوړنیز توکي، جامې او درمل چمتو کړو . په همدې ترتیب د تولید یو له عواملو څخه ځمکه ده، دا چې د غنم کرلو له پاره څومره ځمکه، د وریجو کرلو له پاره څومره ځمکه او د پنبې کرلو له پاره څومره ځمکه ځانګړې کړو ؟ د اقتصاد په اصطلاح کې دې ټولو پوښتنو ته د سرچینو ځانګړنه ځواب ورکوي. له دې مفهوم څخه په ګټه اخیستنې کولای شو د دقیقې علمې محاسبې او ارزونې په مرسته د سرچینو په ځانګړنه کې ګټور تصمیمونه ونیسو .
۳ ـــ د عوایدو وېش ( Distribution of Revenue ) :
درېیم مفهوم د عوایدو وېش ( Income ) دی . د تولید د عواملو په کار اچولو څخه وروسته، لاسته راغلي عواید، څنګه او په کومو مقرراتو د ټولنې په افرادو ووېشل شي ؟ د یوه هېواد وګړي څنګه د خپل هېواد له عوایدو او طبیعي منابعو څخه ګته واخلي ؟ دې بهیر ته د اقتصاد په اصطلاح کې د عوایدو وېش وایي . کله وخت د عوایدو د وېش چارې عادلانه او یا لږ تر لږه د یوې سمې اقتصادي کړنلارې پر بنسټ ترسره کېږي او کله وخت غیر عادلانه او د ځان غوښتنې، ظالمانه او خپلې سرې کړنلارې پربنسټ تر سره کېږي، چې دې ته د اقتصاد په صطلاح کې بد وېش وایي . دا ښکارنده، د هغه سیسټم نه شتوالي ته ور ګرځي، کوم چې د عدالت له مخې بنا شوی وي، چې دا کولای شي اداري فساد او په ټولیزه توګه په هېواد کې د تولید کمزورتیا را منځته کړي .
۴ ـــ پراختیا ( Development ) :
څلورم مفهموم پراختیا ده. له پراختیا څخه موخه اقتصادي پراختیا (Economic Development ) ده، یانې څنګه کولای شو، چې خپلو عوایدو او اقتصادي محصولاتو ته پراختیا ورکړو؟ څنګه کولای شو چې د هغوی په کیفیت او کمیت کې مثبت بدلونونه را منځته کړو، ترڅو د معیار له پلوه ښه او لوړ کیفیت ولري ؟ څه ډول کولای شو، چې په خپلو تولیداتو کې د پام وړ نوښتونه او لاسته راوړنې ولرو، ترڅو له یوې خوا د کورنیو او بهرنیو مارکېټونو پام ځانته راواړوي او له بلې خوا زموږ خلک ښه او هوسا ژوند ولري او په بشپړه توګه د ژوند له اړینو او کافي وسایلو څخه برخمن وي، بالاخره څنګه کولای شو، چې له خپلو شته انساني او طبیعي امکاناتو څخه ستره ګټه واخلو . دې مفهوم ته د اقتصاد په اصطلاح کې ( پراختیا ) وایي .
که څه هم څلورګوني مفاهیم فطري دي او خلکو په یوه نه یوه ډول په خپل ژوند کې تمرین کړي، مګر د فکر او د هغوی له پاره د حل لارې د لټولو احساس په وروستیو پېړیو کې، په ځانګړې توګه وروسته له دې، چې لوېدیځه نړۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوه، تر ټولو زیات پیدا شو . په پایله کې دوه مهمې فکري کړنلارې یوه د بلې په وړاندې رامنځته شوې، چې یوه یې د پانګوالۍ اقتصادي نظام او بله یې سوسیالیستي اقتصادي نظام، چې دواړه د یادو مفاهیمو په اړه بېلابېل لید لوري لري . پاتې دې نه وي چې د دې دواړو نظامونو له رامنځته کېدلو مخکې د مسلمانانو د اقتصادي ژوند کړنلاره موجوده وه، چې خپلې اقتصادي او سوداګریزې چارې یې د شرعي ارشاداتو او نبوي سیرت په رڼا کې پرمخ بیولې، چې د وخت په تېرېدو او د اسلامي پوهانو په زحمتونو اسلامي اقتصادي او اسلامي بانکدارۍ نظامونه رامنځته شول، چې په اسلامي هېوادونو کې پلي شوي دي . اسلامي اقتصادي نظام د یادو مفاهیمو په اړه ځانګړی لید لوری لري .