سمندر په لپه کې کتاب
ترتیب او راټولنه: حسیب نورمل
هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده.
زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي.
سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي.
ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي.
وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو.
زموږ ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي.
ځینيوايي،خوښخلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی.
ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای.
د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي.
موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو.
ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي.
په یاد ولرئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري.
جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي.
هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.
د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي.
موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو.
خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي.
هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري.
پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.
ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.
You also might be interested in
لیکنه: احسان الله ذهـــین ډېری کسان په یوه ژبه کې[...]
ليکنه : محمد جواد مصباح کيسۍ ته په فارسي کې[...]
لیکنه: محمد عالم امین دغه لیکنه کولی شي، د هغو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی