که چیرې ستاسو الوتنه په بلجیم کې په هوایی ډګر کې د کاربندیز (اعتصاب) له امله لغوه شي، تاسو لاندې حقونه لرئ:
۱. د هوایي شرکت مکلفیتونه:
کله چې الوتنه لغوه شي، هوایي شرکت لکه بروکسل ایرلاینز باید تاسو ته دا دوه انتخابونه درکړي:
بدیله الوتنه: شرکت باید تاسو ته په لومړني ممکن وخت کې بله الوتنه پیدا کړي.
د پیسو بېرته ورکول: که تاسو نه غواړئ په بله الوتنه کې لاړ شئ، شرکت باید ستاسو د ټکټ پیسې په بشپړ ډول بېرته درکړي.
۲. د خوړو او اوسېدو ځای:
که د بلې الوتنې لپاره انتظار کوئ او دا انتظار اوږد شي، شرکت باید تاسو ته وړیا خواړه او څښاک درکړي.
که الوتنه بلې ورځې ته پاتې شي، د هوټل مصرف او د هوټل تر منځ ټرانسپورټ باید دوی درکړي.
۳. ایا اضافي خساره (Compensation) ترلاسه کولی شئ؟
دلته یو مهم ټکی شته چې هغه دا دی که اعتصاب د هوایي شرکت د کارکوونکو (لکه پیلوټانو او عملې) لخوا وي، تاسو کولی شئ له 250 څخه تر 600 یورو پورې اضافي نغدي خساره وغواړئ.
خو که اعتصاب د هوایي ډګر د کارکوونکو (لکه امنیتي کسانو یا د سامانونو وړونکو) وي، دا د هوایي شرکت له کنټرول څخه بهر ګڼل کیږي او په دې حالت کې معمولاً اضافي نغدي خساره نه ورکول کیږي، خو لومړني خدمات (خواړه او بل ټکټ) بیا هم ستاسو حق دی.
۴. څه باید وکړئ؟
a, د خپلې الوتنې د لغوه کېدو خبرتیا (ایمیل یا پیغام) له ځان سره وساتئ.
b, د هوایي شرکت په ویب پاڼه کې د “Claim” یا “Refund” برخه وګورئ.
c, که تاسو په هوایي ډګر کې بند پاتې یاست، د هوایي شرکت “Desk” یا استازولۍ ته ورشئ او خپل حقوق ترې وغواړئ.
You also might be interested in
ډېر خلک د خپل کاروبار پیل کولو او خپل رئیس[...]
نن په بلجيم کې د کارویګرو لپاره د سهولتونو د[...]
په بلجیم کې هر هغه ماشوم چې دلته په قانوني[...]
