ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ بې عمله علم لېونتوب او بې علمه عمل ناشونی دی، هغه علم چې تا له ګناهونو څخه منع نه کړي او د خدای (ج) عبادت ته دې اړ نه کړي، نو د قیامت په ورځ به دې له اور څخه هم ونه شي ژغورلی. که نن دې په خپل علم او پوهه عمل ونه کړې، نو د قیامت په ورځ به د هغو کسانو له ډلې څخه یې، چې وایي : ای خدایه ! موږ یو ځل بیا دنیا ته بوځه، ترڅو ښه کارونه ترسره کړو او هغه وخت به تاته ووایي : احمقه ! ته خو له هماغه ځایه راغلی یې .
۲ ـــ هلک کوونکي څیزونه عبارت دي له : کبر، بخیلي، ریا، کینه، شهوت، له مال سره مینه او حرص .
ژغورونکي څیزونه عبارت دي له : توبه، پر ګناه باندې پېښماني څرګندول، پر مصیبتونو صبر کول، د خدای (ج) پر نعمتونو شکر کول، د وېرې او هیلې ( خوف و رجا ) برابر ګڼل، په دنیا کې تقوا، په عبادتونو کې رښتینولي، له خلکو سره ښه چلند کول او له خپل خدای (ج) سره مینه لرل .
۳ ـــ د حق لاره یوه او د باطل لارې ډېرې دي .
۴ ـــ له ناوړه اعمالو څخه ځان ساتنه اړینه ده .
۵ ـــ غوسه د انسانیت ډېوه مړه کوي .
۶ ـــ په دعوت منلو کې د امیر او غریب توپیر مه کوئ او د لارې له لرې والي سره بلنه مه پرېږدئ .
۷ ـــ د هغه علم لټه پیل کړه، چې د مرګ په وخت او په آخرت کې دې په کار راشي .
۸ ـــ د علم په واسطه د ناپوهۍ لمن ټولول غوره کار دی .
۹ ـــ ښوونه او روزنه د دنیا او آخرت د کامیابۍ وسیله ده .
۱۰ ـــ بد اخلاقي د باطني نجاست نښه ده .
۱۱ ـــ د کمزورتیا درملنه چوپتیا ده .
۱۲ ـــ ناپوه چې د چوپتیا په ګټه پوه شي، نو هوښیار بلل کېږي .
۱۳ ـــ که د خوښۍ او خوشالۍ غوښتونکي یاست، نو تل په کار بوخت اوسئ او له آرام کولو څخه ځان وژغورئ .
۱۴ ـــ ویناوې په نرمۍ سره کوئ، ځکه د الفاظو په پرتله د لهجې اغېز ډېر وي .
۱۵ ـــ د رښتیاوو دښمن درواغ دی .
۱۶ ـــ رښتینی شکر دادی، چې د الله (ج) نعمتونه د هغه د نافرمانۍ په ځای کې استعمال نه شي .
۱۷ ـــ صبر د لوړ همت پایله ده، نه د بدني ځواک .
۱۸ ـــ اړ ته مهلت ورکول د عدل غوښتنه ده، احسان پرې مه باروئ .
۱۹ ـــ که نادارو ته څه ورکړئ، نو د مننې هیله ترې مه کوئ، بلکې تاسو د هغه منونکي اوسئ، چې هغه ستاسو ورکړه ومنله .
۲۰ ـــ څوک، چې د پور د ادا کولو توان لري، خو بیا هم د مالک له اجازې پرته ځنډ پکې کوي، هغه ظالم ګڼل کېږي .
۲۱ ـــ په خپله ځان هوښیار ګڼل ستره ناپوهي ده .
۲۲ ـــ خپل ځان لوی ګڼل په حقیقت کې له الله (ج) سره دښمني ده، ځکه د لویي څښتن او وړ یوازې خدای (ج) دی .
۲۳ ـــ له ښځې سره په ښو اخلاقو ژوند وکړئ، هغې ته تکلیف مه ورکوئ، بلکې له هغې څخه تکلیفونه لرې کړئ .
۲۴ ـــ د توکل غوښتنه دا نه ده، چې سړی د حلال رزق او ښه ژوند لټون ونه کړي .
۲۵ ـــ ښځه د دنیا برکت او د آخرت ښېګڼه ده .
۲۶ ـــ علم د زړه د حالاتو د پېژندلو نوم دی .
۲۷ ـــ ماشوم له مور او پلار سره امانت دی او د هغه زړه هماغه سپېڅلی جوهر دی، چې له هر ډول زیان څخه پاک دی .
۲۸ ـــ د انسان تر ټولو لوی او ستر ویاړ دا دی، چې خپل زړه او ژبه په کنټرول کې وساتي.
۲۹ ـــ د علم په وسیله د ناپوهۍ لمن ټولول غوره کار دی .
۳۰ ـــ کوم ملګری مو، چې درد او غم په وخت کې په ښه رانه شي هغه تر ټولو ستر دښمن وګڼئ .
۳۱ ـــ درې څیزونه د زړه د ناولتوب لامل ګرځي : کینه، ځان ښودنه ( ریا )، د ځان لوړاوی او د بل سپکاوی .
۳۲ ـــ ځان تر ټولو لوړ ګڼل ناپوهي ده، هوښیار هغه دی، چې نور له ځانه لوړ او غوره وګڼي .
۳۳ ـــ د دنیا جاه او جلال، چې څومره ډېرېږي د انسان د هوی او هوس تنده هومره زیاتېږي .
۳۴ ـــ له اړتیا پرته خوراک مکروه دی، په خوړو کې بې ځایه خبرې مه پیدا کوئ که مو نه وي خوښ، نو مه یې خورئ .
۳۵ ـــ تر ټولو ښه پانګه، ذاکره ژبه، شاکره زړه او منونکې ښځه ده .
۳۶ ـــ هر ډول دې چې خوښه وي ژوند وکړه، خو پوه شه چې مرګ ستا په تمه دی .
۳۷ ـــ د غوسې او غضب سرچینه اور دی، چې ټپ یې زړه ته رسېږي او شیطان له اوره پیدا شوی دی، لکه چې وې ویل : خَلَقْتَنی مِنْ نارٍ وَ خَلَقْتَهُ مِنْ طینٍ ( اعراف ۱۲ ) او د اور کار حرکت او نارامي ده، په داسې حال کې چې د خاورې او خټې کار سکون او آرمتیا ده، په هر چا چې غوسه غالبه شوه، نو له شیطان سره ورته والی پیدا کوي، نه له انسان سره .
۳۸ ـــ راشه درشه زیاتول د مینې کمښت را منځته کوي .
۳۹ ـــ ژبه د بدن تر ټولو نرمه او بې هډوکو برخه ده، که د خبرو پر مهال ښه وکارول شي، نو ښه ده، که نه نو د زیان او تاوان په غولي به مو ودروي .
۴۰ ـــ اخلاص دې ته وایي، چې په هر کار کې د الله (ج) رضا په پام کې ونیول شي .
۴۱ ـــ تاته باید هېڅ توپیر ونه کړي، چې حق ستا له ژبې څرګند شي یا د بل چا له ژبې تل د حق څرګندولو په لټه کې اوسه، نه د بل څه په لټه کې .
۴۲ ـــ تر څو چې کولای شې، له هیچا سره په هېڅ مسله کې مجادله مه کوه، ځکه چې دا کار تر شاه ډېر زیانونه لري او زیان یې له ګټې څخه زیات دی .
۴۳ ـــ له خلکو سره داسې و اوسه، لکه څنګه چې ستا خوښېږي هغوی له تاسره وي؛ ځکه د بنده ایمان هېڅ وخت نه بشپړېږي، مګر دا چې هغه څه چې د ځان له پاره خوښوي، د نورو له پاره یې هم خوښ کړي .
۴۴ ـــ د خدای (ج) بنده ګان د آخرت له عذابه او د خپل پروردګار په عبادتونو کې له نیمګړتیاوو خبر کړه .
۴۵ ـــ د خدای (ج) بنده ګانو ته په دې امر سپارښتنه وکړه، چې د قیامت په ورځ د خپل حالت په اړه فکر وکړي او دا چې له پل صراط څخه د سم تېرېدو له پاره یې کوم کار ترسره کړی او یا داچې خدای مه کړه جهنم ته غورځېږي ؟
۴۶ ـــ د الله (ج) بنده ګان دې اړ کړه، چې د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي، دا خبره دې تل په یاد ولري، چې د خپلو اعمالو په سمونه کې دې ډېرې هڅې وکړي .
۴۷ ـــ د یو چا په نه شتون کې داسې څه ویلو ته چې مخامخ پرې خپه کېږي غیبت وایي .
۴۸ ـــ د ظالم پر مړینه خواشینی کول هم ظلم دی .
۴۹ ـــ د ماشومانو روزنه په ښوونځي کې کېږي او د ښځو په کاله کې .
۵۰ ـــ که هر څومره لمونځونه وکړئ او روژې ونیسئ، تر څو مو چې د حرام مال له خوړلو نه ډډه نه وي کړي، نو هېڅ ګټه به در ونه رسوي .
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل سترګې د انساني بدن له[...]
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ پوهېدل[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل د ټولو په ژوند کې سختې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی