ژباړه: نورولي سعيد شينوارى
د امريكا متحده ايالاتو له ۱۹۹۳ كال راپه دېخوا د الاسكا ايالت په ۳۰ هكټار ځمكه كې د هارپ ((HAARP)) په نامه داسې سېسټم او پروژه په كار اچولې چې كولى شي د هغې له مخې موسمونه كنټرول دغه راز مصنوعي باران، مصنوعي توپان او نور ډېر څه د هوا د څپو په اختلاط منځته راوړي.
د دې سېسټم دنده دا ده چې د يوې سيمې موسمي حالت له ارامې او نورمال نقطې څخه په اضطراري هغې واړوي.
د هارپ كلمه اصلا د ((High Frequency Active Aruroral Research Program )) له مخففاتو جوړه ده او د پروژې كاركوونكي يې له كلونو راهيسې په دې څېړنه كوي چې له كومو لارو كولى شي په نورمال موسم كې طغيان راپورته كړي؟
د هارپ د پروژې څېړونكو په دغه ځاى كې د (ELF)(Extremely Low Frequency) په نامه يو شمېر دستګاوې په برياليتوب سره نصب كړي، چې څپې توليدوي او موجونه (ټكان) يې د فضا ((اتوسفير)) او ((لونو سفير)) طبقو ته په چټكۍ سره لېږدوي، هلته همدا امواج فريكونسي اخلي او بېرته د زمكې په لور له ډېر شدت سره راستنېږي چې بيا يې كنټرول هم د چا په لاس كې نه وي، دا دستګاه كولى شي چې د هرې سيمې په موسمي تغيراتو كې مهم رول ولوبوي، په ځنګلونو اور بل كړي، په نښه شويو سيمو كې باران او توپان راولي او د خداى مخلوق له ستونزو سره مخ كړي.
دا دستګاه د امريكايي ساينسپوه نېكولاټيسلا د تيورۍ پر اساس رامنځته شوې، هغه د ۱۹۴۰ كال د سپټامبر د مياشتې په ۲۲مه نيويارك ټايمز ته ويلي وو: (( په داسې تيورۍ كې يوې نتيجې ته رسېدلى يم چې له مخې يې په موسم كې د باران، زلزلې او توپان دغه راز د وړانګو په وسيله د يوې سيمې محاصره او نور ډېر څه ممكن دي.))
خو وروسته بيا نيكولاټيسلا له خپلې دغې تيورۍ په دې تېر شو چې په خبره يې دا چاره به د نړيوالو په زيان تمامه شي، مګر اوس پينټاګون د دغې پروژې پر مخ بيولو ټولې چارې په خپله اوږه اخستې دي.
اوس پنټاګون همدا پروژه د الاسكا ښار په ۳۲۱ كېلومټرۍ كې په ډېره پراخه ځمكه پيل كړې، هلته يې د نړۍ تر ټولو قوي ټرانسميټر نصب كړى او ۱۸۰ داسې ۷۲ متري برجونه يې ورته جوړ كړي چې درې مليارډ واټ برېښنايي امواج يا فريكونسي توليد او لېږدوي، خو خطر يې په دې كې دى كه دا پروژه په بشپړ ډول بريالۍ شوه نو كه امريكا د ځمكې په هر ګوټ كې وغواړي د الاسكا د سټېشن له لارې يې د موسمي تغيراتو باعث كېدلى شي.
د هارپ پروژه له امريكا حكومت سره په ۴۶۸۶۶۰۵ نمبر راجسټر ده او زياتره ساينسپوهان دې سټېشن ته د اور د وړانګو ويشتونكى ټوپك وايي.
امريكا به له دې لارې وكولى شي د ځان پر وړاندې په نړۍ كې منځته راتلونكې ټوله اټومي قوه خنثى كړي، د هېوادونو سېټلايټ سېسټمونو كې مداخله وكړي او يا هم د يو هېواد ټول راډار سېسټمونه د خپلو عملياتو پر مهال جام كړي ((شايد دا چاره ايبټ اباد كې د اسامه ضد عملياتو كې هم شوې وي.)) او د الوتنې پر مهال د كومې الوتكې مسير وربدل كړي يا يې د وړانګو په وسيله انجن خنثى او ويلي كړي.
دا ټولې خبرې له امريكايي حكومت سره د پټينټ ((patent)) په نامه راجسټر كې د همدې پروژې په اړه ثبت دي، دغه راز پرې دوه ساينپوهانو جين مانېنګ او ډاكټر نېك بيچ د ((Angles Don’t play this Haarp)) کتاب هم ليكلى دى، دوى دواړه په خپل كتاب كې ليكي، د ځمكې ماورا (پورته) نظام لكه لونو سفير د لمر د مضرو وړانګو چاٰڼ كوي او ځمكې ته يې رااستوي، خو هارپ سېسټم بيا دا توان لري چې د لونو سفير طبقه په خپله خوښه كنټرول كړي.
دغه دواړه ليكوالان هارپ سېسټم ته د ((Ionospheric Heater)) نوم وركوي او وايي دا سېسټم د لمر په وړانګو كې د پروژې د څېړونكو د خوښې مطابق د كنټرول چارې پر مخ وړي.
په دې اړه په ۱۹۵۷ كال د سپينې ماڼۍ د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر كپټن هاورډ يوازې دومره ويلي وو، چې امريكا دا مهال د چاپېريال او موسم د كنټرول په اړه تجربې پر مخ وړي، بيا په ۱۹۸۶ كال پروفيسور ګورډن جى ايف مكډونلډ هم يوه مقاله خپره كړه او ليكلي يې وو، امريكا به ډېر ژر د پوځي اهدافو لپاره د چاپېريال او موسم د كنټرول ټكنالوژي په كار واچوي، خو په ۱۹۹۷ كال چې دا پروژه تازه پيل شوې وه، د هغه وخت د امريكا دفاع وزيل ويليم كوهن دا يوه له جنجال ډكه پروژه وبلله.
د هارپ پروژه چې د تكميل لپاره يې ۲۰۲۲ كال ټاكل شوى، سر له اوسه د نړۍ او انسانيت په ضرر تمامېږي، د روسيې د ستراتيژيكو اړيكو د بنسټ مشر اندرې اريشيف وايي، څه موده وړاندې امريكايانو د هارپ سېسټم په زور د روسيې په ځنګلونو كې اور بل كړى و.
ددې موضوع په اړه ځینې انځورنه او یوه ویډیو