• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د امريکې متحده ايالتونو په هکله ۲۰ جالب ټکي

Home د نړۍ هېوادونهد امريکې متحده ايالتونو په هکله ۲۰ جالب ټکي

د امريکې متحده ايالتونو په هکله ۲۰ جالب ټکي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

 

ځينې په دې هېواد مئين دي او ځينې ترې کرکه لري، په هر صورت، که د دې دوو، د هرې برخې څخه واوسو نو له دې انکار نشو کولی چې د امريکې متحده ايالات د نړۍ يو غښتلی او پياوړی سوداګريز هېواد دی.

دلته غواړو تاسو ته د امريکا په هکله هغه شل جالبو او نه باوروونکو ټکو په هکله وغږېږو چې د رسمي شمېرو له مخې ثبت شوي دي. دا واقعيتونه دومره جالب او زړه راښکونکي دي چې ښايي ډېری امريکايان يې هم په هکله مالومات ونه لري.

۱- که تاسو په خپل جب کې فقط يو ۱۰ ډالری ولرئ، نو د ٪۲۵ امريکايانو څخه د ډېرو پيسو خاوندان ياست.

۲- د اپل امريکايي کمپنۍ شتمني، د امريکا د خزانه دارۍ وزارت د شتمنيو څخه لوړه ده.

۳- د هرو درې امريکايانو څخه، يو يې په چاغښت  ککړ دی.

۴- ٪۲۵ امريکايان په تناسخ ايمان لري.

۵- په اوسط ډول د يوه امريکايي مصرف د ۳۲ کينايي وګړو د مصرف سره برابر دی.

۶- که څه هم په ټولې امريکې کې د سېګرټو مصرفول د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره منع کړل شوي، خو سګرټ د دوی لخوا په قانوني ډول مصرفېږي.

۷- لږ تر لږه  د امريکا ټولو ولسشمرانو، د ويريجينيا ايالت د نورو ايالاتونو په پرتله خپلو ځانونو ته غوره ګڼلی او خوښ کړی يې دی.

۸- د امريکا په پوهنتونو کې د ځينو ورزشي سياليو څخه ډېر تود هرکلی کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبو ګډون کوونکي يوازې هغه زده کړيالان دي چې په خپلو زده کړو کې ترټولو برلاسي دي.

۹- د هرو ۸ امريکايانو څخه يو يې حتما په مک ډونالډ کې د کار کولو کاري تجربه لري.

۱۰- د مونټانا په ايالت کې د انسانان په پرتله غواګانو درې پر يو دي.

۱۱- سره له دې چې ډېری امريکايان په انګليسي ژبه خبرې کوي، خو دا هېواد رسمي ژبه نه لري.

۱۲- د امريکا د کنګرې کتابتون، نه يوازې دا چې د علمي او تاريخي مالوماتو په ټولولو او ساتلو بوخت دی، بلکې ټوېټونه هم ثبتوي او ساتي يې.

۱۳- په امريکا کې د الکولي څښاکو د بنديز په موده کې، د دولت له لوري د الکولي څښاکو په لمنځه وړلو کې په زرها امريکايان ووژل شول.

۱۴- ٪۴۰ امريکايان د مجرده ( نه واده کړل شويو ) مورګانو څخه زېږي.

۱۵- په امريکا کې د ورځې دوه ميليونه چرګان خوړل کېږي.

۱۶- په امريکا کې هره ورځ ۴۰۴ زره او ۶۸۷ متره مربع پيتزا خرڅېږي.

۱۷- په امريکا کې د ډېرې مړينې شپږم لامل طبي تېروتنې دي.

۱۸- په اوسط ‌ډول امريکايان په خپله هره دنده کې ۴  کاله او پنځه مياشتې خپل عمر تېروي.

۱۹- امريکا يو له هغه هېوادونو څخه دی چې تاسو کولی شئ د دې هېواد، په ځينو ځينو ځايونو کې يې بېرغ اوچت ووينئ.

۲۰- ٪۲۰ امريکايان په دې باور دي چې ګواکې امريکا هېڅکله هم د سپوږمۍ پر مخ پښه نه ده ايښې.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پرساختمانونو د زلزلې اغیزې څه شی دي؟ What are the Effects of Earthquake on Structures?

Nov 28, 2019

پرساختمانونو د زلزلې اغیزې څه شی دي؟ What are the[...]

هغه رازونه چې هوښيارې ښځې پرې پوهيږي!

هغه رازونه چې هوښيارې ښځې پرې پوهيږي!

Oct 21, 2016

ژباړه: محبوبه اکبر پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه[...]

د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی بايد کومې ځانګړنې ولري ؟

د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی بايد کومې ځانګړنې ولري ؟

Oct 19, 2015

ژباړن: محب الله آرمل د يوويشمتمې پېړۍ وضعيت ته په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022