لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست ټولټاکنې د دې هېواد د اساسي قانون د ۱۲مې ۲۲مې او ۲۳ مې مادې په اساس تر سره کېږي. په دې ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دوو تنو نوماندانو (آغلې هیلري کلنټن او ښاغلي ډونالډ ټرمپ) تر منځ د انتخاباتي کمپاین سیالۍ خپل اوج ته رسېدلې او د نوموړي هېواد د جمهوري غوښتونکو او دموکرات ګوندونه هڅه کوي چې نومول شوی کاندید یې د جمهوري ریاست انتخابات و ګټي او د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ لار و مومي. که څه هم چې د امریکا د متحده ایالاتو ټولټاکنې خپله د امریکا، د دې هېواد د ګاونډیانو او نړۍ لپاره مهمې ګڼل کېږي خو محدود شمېر کسان د انتخاباتو له بهیر څخه دقیق معلومات لري. په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې د امریکا د جمهور رییس د انتخاب په هکله ګام په ګام معلومات له درنو لوستونکو سره شریک شي.
لومړۍ مرحله
د امریکا هغه سیاستوال چې په سر کې یې د جمهوري ریاست د مقام د ګټلو خیالونه ګرځي نو لومړی یوه داسې کمېټه تشکیلوي چې دنده یې د سیاسي وضعیت ارزونه او د پيسو ټولول وي او دغه مرحله شاید له ټولټاکنو څخه دوه کاله مخکې پيل کېږي. د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ یوازې هغه کسان کولای شي چې د جمهوري ریاست د مقام لپاره ځانونه نوماند کړي چې په امریکا کې زیږیدلی، عمر یې لږ تر لږه ۳۵ کلن وي او ۱۴ کاله په امریکا کې اوسېدلی وي خو دا خیال سم نه دی چې هر څوک کولای شي چې د نوموړي هېواد په ټولټاکنو کې خپل ځان نوماند کړي. په وروستیو ۷۰ کلونو کې چې هر شخص چې د خپل ګوند له لوري د امریکا د جمهوري ریاست د نوماند په توګه منل شوی یا خو فعال او یا هم پخوانی سناتور دی او یا یې په ایالتي کچه دنده اجرا کړې او یا هم پنځه ستوریز جنرال تېر شوی دی. خو د هغه فعال جمهور رییس کیسه بیا بېله ده چې د دویم ولسمشر کېدو لپاره نوماند کېږي. همدارنګه دا خبره هم باید یاده کړو چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال په ټولټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ښاغلی ډونالډ ټرمپ د امریکا یو شتمن سوداګر دی او په حکومت کې د کار کولو مخینه نه لري. کله چې د امریکا د متحده ایالاتو د ټولټاکنو د کمپاین څخه د مخه یو نوماند و کولای شي چې د دې هېواد د خبري رسنیو، ګوندي مقاماتو، د ټولټاکنو د پروګرامونو د طرح کوونکو او مالي مرستندویو اړخونو مرسته او پاملرنه جلب کړي نو خپله نوماندي اعلانوي او د امریکا د متحده ایالاتو له مهمو ایالتونو څخه خپل کمپاین پيل کوي.
د نوماندۍ مبارزه
د چمتوالي تر اعلان وروسته د خپل اړوند ګوند د کاندید کېدلو لپاره یو نوماند د ټاکنیز کمپاین فعالیتونه پيل کوي او خپل لومړني مجلسونه په (آیوا، نیو همپشایر او جنوبي کارولینا) کې جوړوي. البته دغه فعالیتونه چې د ګوندي نوماندانو د مشخص کولو لپاره په لاره اچول کېږي د جمهوري ریاست د ټولټاکنو څخه یو نیم کال د مخه پيل کېږي او د دې هېواد دوه لوی ګوندونه د خپلمنځي ټاکنو په ترځ کې د جمهوري ریاست مقام ته کاندیدان وړاندې کوي. د امریکا په پلازمېنه واشنګټن، پنځوسو ایالتونو او د دې هېواد په نیمه خودمختاره جزایرو کې هستوګن امریکایان د دې هېواد په ټولټاکنو کې ګډون کوي او خپل استازي انتخابوي او په زیاترو مواردو کې دغه استازي ژمنه کوي چې د ولسمشرۍ لپاره به له مشخص کاندید څخه ملاتړ کوي. په ځینو ایالتونو کې استازي د ایالتي غونډو پر ځای د محلي ټولنو له خوا انتخاب کېږي. د ټولټاکنو ایالتي مبارزې تر جون میاشت پورې دوام کوي څو یو کاندید و کولای شي چې د خپل ګوند کاپي رایې لاس ته راوړي او نور نوماندان د انتخاباتي سیالیو له ډګر څخه لرې کړي.
ګوندي کنوانسیون
د ګوندي کنواسیونونو غونډې د اوړي په آخر یانې له عمومي ټولټاکنو څخه دوې میاشتې د مخه را غوښتل کېږي او په دې کنوانسیونونو کې هر ګوند خپل نوماند په رسمي توګه معرفي کوي. همدارنګه له دې څخه لږ د مخه یا په همدې وخت کې بریالی نوماند خپل مرستیال هم معرفي کوي. خو باید وویل شي چې نوماندان د دې کنوانسیون څخه د مخه معرفي شوي وي او دا ډول کنوانسیونونه په دې موخه جوړېږي چې د یو ګوند د نوماند د ټاکل کېدو رسمي پروسه بشپړه، د هغه پروګرامونه معرفي او په ټولنه کې یې مشهور کړي.
وروستی ګام
له دې څخه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د دواړو لویو ګوندونو (جمهوري غوښتونکی او دیموکرات) نوماندان یو د بل په مقابل کې په ټول قوت سره انتخاباتي کمپاین پیل کوي، د سترو ایالتونو پاملرنه را جلبوي، په تلویزیوني مناظرو کې ګډون کوي او د رایه ورکوونکو پاملرنه خپلې خواته جبلوي. هر یو نوماند په میلیونونو ډالر ایالتونو ته د خپلو سفرونو او انتخاباتي اعلاناتو په برخه کې لګوي. په ۲۰۱۶ کال کې د دواړو مخکښو نوماندانو (آغلې هیلري کلنټن او ښاغلي ډونالډ ټرمپ) تر منځ درې مناظرې او یوه مناظره د دوی د مرستیالانو په کچه شوې ده چې د زیاتره لیدونکو، شنونکو او د مسایلو د کارپوهانو په نظر په دې مناظرو کې آغلې هیلري کلنټن له خپل سیال ټرمپ څخه وړاندې وه. د دې کمپاین په وروستیو ورځو کې نوماندان هڅه کوي چې هغه ایالتونه د خپل کمپاین مرکزي ټکی و ګرځوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې برخلیک ټاکونکی رول لري.
ټاکنې
د امریکا د متحد ایالاتو د جمهوري ریاست ټولټاکنې د نومبر د میاشتې د لومړۍ سه شنبه په ورځ صورت مومي چې د همدې میاشتې ۸ مه نېټه کېږي او رایه اچوونکي په مستقیم ډول په ټولټاکنو کې ګډون نه کوي. هغوی په الکټرل کالج کې خپلو هغو استازو ته رایه ورکوي چې یو مشخص نوماند ته د رایې ورکولو ژمنه وکړي او الیکټرل کالج د افغانستان په حساب انتخاباتي حوزې ته ورته دی او د امریکا هر ایالت د نفوس له مخې معلوم شمېر الیکټرل کالج لري. د امریکا په ټولو انتخاباتي حوزو کې بریالی نوماند هغه دی چې ډېر الیکټرل کالج یې ګټلي وي. د دې سیستم له مخې کېدای شي یو نوماند په عمومي توګه د رایه اچوونکو زیاتې رایې و ګټي خو سپینې ماڼۍ ته بیا هغه نوماند د جمهور رییس په توګه لاره مومي چې ډېر الیکټرل کالج یې ګټلي وي لکه په ۲۰۰۰ مېلادي کال چې د ښاغلو جورج بوش او الګور تر منځ همداسې پېښه رامنځته شوه.
مبارکي
کله چې بریالی نوماند د امریکا د متحد ه ایالاتو د جمهور رییس په توګه انتخاب شي نو د نورو تر څنګ سیال نوماند هم ورته تبریکي ورکوي ځکه چې ولسمشر یوازې د بریالي ګوند نه بلکي د ټول هېواد ولسمشر دی.
د دندې پيل
کله چې بریالی نوماند د ګټونکي ولسمشر په توګه انتخاب شي نو نوی ولسمشر د رسمي دندې د پیل له نېټې څخه د مخه د خپلې کابینې د غړو د غوراوي په هکله غور او د خپلو چارو بشپړې برنامې وړاندې کوي. پخوانی جمهور رییس چې د کار موده یې پای ته رسېدلې وي له دې وروسته په خپله پاتې موده کې نه شي کولای چې د هېواد په کچه لویې ملي او مهمې پرېکړې وکړي او خپل وخت یوازې هغه میراث ته د پاملرنې لپاره وقف کوي چې د جمهور رییس په توګه ور څخه پاتې کېږي. د امریکا د اساسي قانون له مخې د نوي جمهور رییس د لوړې مراسم د راتلونکي کال د جنوري په شلمه نېټه صورت مومي.
د رسمي ژوند بېلګه
د دې ټولو ستړي کوونکو هڅو سره سره چې نوماندان یې سپینې ماڼۍ ته د جمهور رییس په توګه د رسېدو په موخه کوي، د امریکا نوی ولسمشر د یو زنداني مثال لري ځکه چې نوموړی نه شي کولای له ساتونکو او امنیتي کسانو پرته حتی په سړکونو قدم و وهي، جمهور رییس ۲۴ ساعته تر نظر لاندې دی او د هغه هرې خبرې او هرې چارې ته د نیوکې په سترګه کتل کېدای شي. د امریکا نوی جمهور رییس د داسې ملګرو په محاصره کې قرار لري چې د خاطراتو لیکل پ خپلو مغزونو کې ګرځوي څو په ملګرو کې نفوذ پیدا کړي، سیاسي ځواک لاسته راوړي او خپل ملګري ډېر کړي. جمهور رییس باید له رسنیو سره د وقفې پرته مخامخ کېدو ته چمتوالی و لري او نوموړی باید د مخالف ګوند سختو نیوکو ته تیار وي چې په ټولټاکنو کې یې ماته خوړلې او د نوي جمهور رییس پروګرامونو ته د انتقاد په نظر ګوري. له همدې کبله یوازې د هېواد په کچه ستر ملي تصمیمونه نیول په جمهور رییس پورې اړه لري او د عادي چارو اجرا یې د ملګرو او ادارې دنده ده.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د شوال میاشت د رمضان[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ښاغلی ډونالډ جي ټرمپ د[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ په افغاني ټولنه کې ماشومان[...]