لیکنه: ملک ستیز
ژباړه: جمیل وقار
پنځلس کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکا د نظامي مداخلې په پیل کې روسیې استراتژيک سکوت وکړ. دې سکوت دوه عمده لاملونه درلودل: لومړی دا چې روسیې ته څېره د منځنۍ اسیا په سرحدونو کې په نړیوالو ترهګرو چې د روسیې ملي امنیت ته ګواښ و، کړۍ را تنګېده او دویم دا چې په استراتژیک سکوت یې په قفقاز او کریمه ټاپووزمې کې خپلې موخې ښې تعقیبولای شوای او د لاس وهنو پراختیا یې بهترینه زمینه وه.
د روسیې دا پالیسې د دې سبب شوه چې غرب هم یادو سیمو ته سترګه ور واړوې، خو په ښه شکل یې کنترول نه کړای شوای.
امریکایان په دې ښه پوهېدل چې په افغانستان کې د روسیې له ملاتړ او همکارۍ پرته د ناټو ماموریت له ناکامۍ سره مخ کېدای شي. په همدې خاطر امریکایانو په ۲۰۰۳ کال کې له روسیې سره د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د امنیتي دهلیز په نوم خبرې وکړې. کریملین د ناټو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او د منځنۍ اسیا هېوادونه چې د روسیې تر اغېز لاندې دي له دې اقدام څخه هرکلی وکړ.
ناټو د افغانستان په اړه په ښکاره او تکتیکي ډول له روسانو سره د همکاري چیغې وهلې، خو په ختیځه اروپا په ځانګړې ډول اوکراین او منځني ختیځ کې د روسیې له پالیسي سره استراتژیک ټکر پیدا کړ.
د داعش په وړاندې د امریکایانو د ښکاره او غوڅې استراتژي نشتون او د عربو د پسرلي پاڅونونو را پورته کېدا روسیې ته په منځني ختیځ کې د ښه فعالیت لار خلاصه کړه.
اتیایمه لسیزه او سړه جګړه
که په افغانستان کې د امریکایانو او روسانو پخواني رول ته متوجې شو، دواړو دولتونو هڅه کړي چې د افغانستان د استراتژیکې جغرافیې مسله په ښه شکل درک کړي. دا کیسه په ښکاره او روښانه توګه له دویم نړیوال جنګ وروسته او د سړې جګړې په پیل کې معلومه شوې ده. د سړې جګړې په دوران کې دواړو دولتونو پراخ اقتصادي او نظامي منابع په افغانستان کې مصرف کړل.
په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان د شوروي اتحاد او متحده ایالتونو د بهرني سیاست لومړۍ او تر ټولو مهمه برخه وه. په مسکو کې بریژنفي دوکتورین په دې باور و چې له افغانستان څخه نظامي ملاتړ د اسیا په سوېل کې د سوسیالیزم بلاک فعالیت پراختیا ته لار پرانیزي او هند د بې منسلکه هېواد په توګه د لوېدیځ په وړاندې تکتیکي ملاتړ کولای شي.
په همدې دلیل افغانستان په نړیواله کچه په اتیایمه لسیزه کې له شوروي اتحاد څخه لوړه مرسته په لاس راوړه. په مقابل کې په واشنګټن کې برژنسکي دوکتورین د شوروي اتحاد د ملاتړي دولت په ضد د دولت ضد کړیو ملا ټینګوله. دې دوکتورینو امریکايي دولت ته په ایران او افغانستان کې د اسلامي افغان نظامي کړیو د ملاتړ سپارښتنه کړه. امریکایانو د شوروي له لوري د رامنځ ته شوې دولت ضد کړیو سره پراخې اقتصادي او نظامي مرستې وکړې.
اتیایمه لسیزه په نړیواله کچه د افغانستان په سر د امریکا او شوروي اتحاد له ټکر ډکې دورې څخه ګڼل کېږي. له سړې جګړې وروسته افغانستان د دواړو زبرځواکونو له لورې هېر شو.
د روسیې استراتژیک سکوت ماتېدل
نن روسانو او امریکانو د افغانستان ارزښت درک کړی دی. روسان په دې باور دي چې امریکایانو د سختې سړې جګړې او په افغانستان کې د روسیې جنګېدونکو عسکرو د شتون په دوران کې ښه درس نه دی اخیستی. په همدې خاطر روسانو په افغانستان کې د نظامي مداخلې په اړه حتا د امنیت شورا د پرېکړه لیک په بنیاد هیڅ نه دې ویلي.
روسانو د افغانستان د وضعیت د درک سره هڅې کړې په افغانستان کې د سیاسي اغېزمنو ډلو لکه جمعیت اسلامي او نظار شورا سیاسي ملاتړ وکړي. په سوریه کې د داعش په وړاندې د روسیې موقف په افغانستان کې له طالبانو سره چې د داعش ضد ډله ده علایق زیات روښانه کړي.
روسان د افغانستان په شمال کې له خرابېدونکي حالت څخه په ویره کې دي، دا سیمه د منځنۍ اسیا هېوادونه ګواښي. په دې وروستیو کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادیمرپوتین سره په لیدنه کې د افغانستان په شمال کې له خرابېدونکي حالت څخه خواشیني او ناخوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې په دې وروستیو کې روسان په بې ساري اقدام کې د افغانستان دولت ته لس زره کلاشینکوفونه ورکړل، دا وسله په چریکې جګړه کې خورا اغېزمنه وسله ګڼل کېږي. بل لورې ته ولسمشر غني د هېواد دفاع وزارت ته سپارښتنه کړي چې له روسیې سره د استراتژيکو او نظامي همکاریو په طرحه کار وکړي.
داسې ښکاري چې روسان د افغانستان وضعیت ته په کتو خپل استراتژیکه خاموشي ته د پای ټکی ږدي. داسې هم ښکاري چې افغانستان به په لنډ وخت کې له امریکایانو سره له مشورې پرته د روسیې همکارۍ ته شین څراغ ولګوي.
له دې ټولو سره سره امریکایان د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د روسیې همکارۍ ته په احتیاطانه ډول خوښي ښکاره کوي. د خوښۍ دا زیګنال د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري تايید شوی دی. خو واقعیت دادی چې روسیه د پوتین په مشري د افغانستان او منځني ختیځ په اړه ډېر بدلونونه په سر کې لري. دا تغیرات به په افغانستان د روسیې رول لا فعال او پياوړی کړي.
افغانستان ته سخت انتخاب
افغانستان ته به سخته وي چې د امریکا او روسیې په منځ کې یو انتخاب کړي. سیاسي بې ثباتي، د امنیت نشتون او ټولنیزې ناخوالې د دې سبب شوي چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د لویو ځواکونو لکه امریکا او روسیې پورې وتړل شي.
روسیه په نړۍ کې د وسلو ستر تولید کوونکی هېوادی دی. د روسیې جنګي ماشینونه، جنګي الوتکې او درنې وسلې د افغانستان د اراضي لپاره تر ټولو ښې وسلې ثابتې شوې دي. امریکا د افغانستان له اداري، جنګي او اجتماعي جوړښتونو سره اقتصادي او سیاسي مرسته کوونکی هېواد دی.
د افغانستان لپاره ښه انتخاب له دواړو سترو هېوادونو سره د فعال بهرني سیاسي رامنځ ته کول دي. افغان دولت باید هڅه وکړي چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره له دواړو هېوادونو سره د اړیکو توازن وساتي، ترڅو افغانان وکولای شي د امریکا اقتصادي او د روسیې جنګي ملاتړ را جذب کړي.
دا استراژیکه لاس ته راوړنه به هغه وخت تحقق پيدا کړي چې امریکایان او روسیان دواړه په افغانستان کې مشترک استراتژیک ماموریت رامنځ ته کړي. د افغانستان د سولې په اړه باید روسیې ته ځای ورکړل شي. افغانستان باید له هند، چین او اروپايي اتحادیې څخه د سولې د خبرو په تړاو د روسیې ګډون لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د جګړې تجربې ښيې چې د افغانستان په سیاسي وضعه پاکستان ډېر رول لري. امریکا او چین په پاکستان اغېزمن تاثیرات لري. د افغانستان ثبات د نړیوالې همپالنې د رامنځ ته کېدو په مانا دی. په افغانستان کې ثبات راتلل او د افغانستان وضع کېدل به د نړیوالو همکاریو یو ښه فرصت وبولو.
دا فرصت باید د رهبرانو او د داخلي او بهرني سیاست د جوړونکو له لورې مدیریت شي. دا روند “خو او مگر” هم له ځان سره لري. که دا فرصت په سالم شکل مدیریت نشي افغانستان دولت ته به نورې ستونزې هم را پیدا کړي. د دې په ځای چې د دولتونو ترمنځ روانې ستونزې حل کړي، په افغانستان کې به یې په خپلو ګټو کې نور ټکرونه هم رامنځ ته شي او موږ به په دې هېواد کې د نورو ورانیو او بدبختیو شاهدان یوو.
د افغانستان ډيپلوماسي باید دا ظرفیت په ځان کې پیدا کړي چې د روسیې تازه هڅې لوېدیځ دې ته وهڅوي چې د نړیوالو ترهګرو په ځپلو کې ريښتینی رول ولوبوي.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی