ژباړه او زیاتونه: محمد اشرف ياد
سريزه:
په سیاست کې تلپاتې دښمني او دوستي نشته، نن د نړې دوه هېوادونو دې سیاسي معقولې ته د عمل جامه واغوسته، د ډېرې اوږدې دښمنۍ څخه وروسته د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري يوه اوونۍ وړاندې د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې د امریکا د سفارت په پرانستغونډه کې وويل دا مراسم یوه تاريخي لاس ته راوړنه ده او دا را په ګوته کوي چې د امریکا او کیوبا تر منځ اړيکې مخ په زیاتېدو دي ځکه د 54 کالو راهیسې مو د کیوبا سره ډېپلوماټيکې اړېکې نه درلودې نو دا ورځ د پخوانيو خنډونو د لېرې کولو او نويو فرصتونو ته د لارې پېدا کولو ورځ ده.
جان کیري د امریکا د بهرنيو چارو لومړنی وزير دی چې په تېرو 70 کلونو کې کیوبا ته سفر کوي، د يادونې وړ ده چې د روان 2015 کال د جولاي په شلمه نېټه د دواړو هېوادونو سفارتونه یو ځل بیا پرانیستل شول.
جان کيري سره پدې سفر کې د امریکا د کانګرس ځنې غړي هم هاوانا ته تللي وو، درې تنو لاری موریس، مایک ایسټ او جیم ټراسي چې په 1961 م کال کې يې په هاوانا کې د وروستي ځل لپاره د امریکا بيرغ په خپلو لاسونو را ښکته کړی وو، څه دپاسه پينځه لسيزې وروسته يې یو ځل بیا د امریکا په سفارت کې د بېرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ، دا درې تنه د امریکا د سمندري ځواکونو کورناستي چارواکي دي.
کیري د کیوبا د بهرنيو چارو له وزیر برونو روډ ريګیز سره لیده کاته وکړه خو د کیوبا د ولسمشر راول کاسټرو سره یې ليدنه نه درلود.
دې امریکايي چارواکي وویل چې په دې مراسمو کې به د کیوبا سره د مخالفتونو يادونې ته کومه اړتیا نه وي خو د نوموړي دا خبره بیا هم د بشري حقونو د فعالانو د نيوکې سره مخ شوه.
فرانک کالزن یو کیوبایوالاصله امریکایی د بشري حقونو فعال دی، هغه وايې دا حرکت د اړیکو د نارمل کولو او د کیوبایانو د مخالفتونو د ارامولو لپاره دی.
جان کیري زیاته کړه، د بشري حقونو اړوند موضوعات زمونږ د اجنډا په سر کې قرار لري چې د کیوبا د حکومت سره د مستقيم ارتباط په ترڅ کې به پرې تمرکز وکړو.
امریکا په کیوبا کې په سیاسي اصلاحاتو او د بشري حقونو په بیا کتنه ټينګار کوي.
د همدې ورځې یوې بلې لویي غونډې ته چې په کیوبا کې د امریکا د ډيپلوماټيک پلاوي د مشرتابه جیفري ډيلاورينټيز په کور کې جوړه شوې وه، د کیوبا د سیاسي، بشري حقونو او مطبوعاتي فعالانو تر څنګ د مدني ټولنې غړي هم ور بلل شوي وو. د یادونې وړ ده چې تر اوسه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کیوبا لپاره خپل سفير نه دی ټاکلی چې په امریکا کې د کیوبا د سفارت چارې د شارژدافیر په کچه د جوز رامون کاباناس روډ ريګیز له لوري او په کیوبا کې د امریکا د سفارت چارې د شارژدافیر په کچه د ګونزالو ګاليګوس له لوري په مخ وړل کيږي.
د جان کيري د سفر نه وړاندې د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر خپل سفارت په واشنګټن کې پرانست، بیا يې د کیري په بلنه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې ګډې خبري غونډې ته وینا هم وکړه، د امریکا سره يې د اړيکو په پياوړتیا ټينګار وکړ.
دواړو هېوادونو د 54 کلنې شخړې په لړ کې د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه د یو بل په خاوره کې دفترونه درلودل چې د سويس هېواد له لوري يې چارې پر مخ وړل کېدې ( د ویانا د 1961م کال د ډېپلوماټيک کنوانسیون یو اصل دا دی چې د دوو هېوادونو تر منځ د جګړې یا شخړې پر مهال د دواړو لوريو د هوکړې په صورت کې دوۍ کولی شي چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره چارې یو درېيم هېواد ته وسپاري لکه په پورته وخت کې چې د دواړو خواو په موافقه د سویس هېواد د هغوۍ د ګټو د خوندي کولو په موخه د ثالث هېواد په توګه ټاکل شوی وو.