ژباړه او زیاتونه: محمد اشرف ياد
د کیوبا تاریخي شاليد:
رسمي نوم يې د کیوبا جمهوریت دی، د حکومت ډول يې کمونیستیي دی، په 1492م کال د کریسټوفر کولمبز له لوري کشف شوه، په وروستيو پېړېو کې د هسپانې مستعمره شوه، پينځه پېړۍ پرې هسپانویانو حکومت وکړ، په دې وخت کې يې يو څه پرمختګ هم وکړ، ددې سيمې اوسېدونکي سور پوسته امریکایان دي، هسپانوي نژاده خلک هم لري، افریقايي تور پوستي غلامان به دې سيمې ته د قهوې او ګنو د کر په موخه راتلل چې د هسپانيې له لوري به ترې کلنۍ مالیه هم اخيستل کېده نو ځکه تور پوستي هم پدې سيمه کې مېشت شول، همدا وخت وو چې د کیوبا سرحدونه معلوم شول، د هسپانيې ظلمونو ددې سيمې یاغیان او اوسيدونکي اړ کړل تر څو د ازادۍ د اخیستو لپاره له توند لارۍ څخه کار واخلي.
د کیوبا په وړاندې د امریکا د وخت حکومتونو پاليسیو او ناندريو ته به په لاندې ټکو کې یوه ځلغنده نظر وکړو.
په ۱۷۸۳م کال کې د امریکا دويېم ولسمشر جان ادامز په اقتصادي لحاظ دا لازمه ګڼله چې کیوبا د امریکا تر تسلط لاندې راشي، حتی توماس جیفرسن خو پدې فکر وو چې د انګلیس او امریکا د شمال څخه تر جنوب پورې د امریکا د لويې وچې یو کنفډريشن د جوړولو لپاره لازمه برېښي تر څو کیوبا د امریکا له لوري مستعمره شي، په نوولسمه ميلادي پېړۍ کې امریکا د هسپانيې څخه د مستعمرو د پېرلو لړۍ پېل کړه، په دې تمه وه چې کیوبا به هم د خپلو ګټو تابع کړي، په ۱۸۰۵م کال کې توماس جیفرسن د انګلیستان د بهرنيو چارو وزیر ته په واشنګټن کې ښکاره وویل چې د هسپانیا سره د جګړې په پايله کې به مونږ د خپلو ګټو د ساتنې په موخه کیوبا تر خپل واک لاندې راولو، په ۱۸۲۳م کال کې د امریکا شپږم ولسمشر جان کويينسي اډامز یوه فرضیه تنظیم کړه چې د کیوبا په تاریخ کې د رسېدلې مېوې په نوم شهرت لري، ددې فرضيې له مخې کیوبا باید د امریکا د کنترول لاندې وي، د امریکا یوولسم ولسمشر او هم څو تنو وروستیو ولسمشرانو غوښتل امریکا په ۱۰۰ ميلونه ډالر واخلي، پنځم ولسمشر جیمز مونرويه به ویل چې امریکا سره د کیوبا یو ځای کېدل یوه اړتیا ده او امریکا باید د لوړو منافعو د ترلاسه کولو لپاره کیوبا ته د خپل حکومت د ضمیمې په سترګه وګوري، نوی زېږدلې امریکا د اروپايي قدرتونو سره د فضا د برابروالي په موخه د مونرويه د نظریاتو په چوکاټ کې خپلو پرمخ تلونکو او مداخله ډوله سیاستونو ته لومړيتوب ورکاوه، په ۱۸۶۹م کال کې د کیوبا د ازادۍ لپاره لومړنۍ لس کلنه جګړه پېل شوه، په ۱۸۹۷ او ۱۸۹۹م کلونو کې ددې سيمې د خلکو د بي وسلي کولو پروسه د امریکا له لوري پېل شوه چې په دې سره د کیوبا د انقلابي ګوند او هم يې مطبوعاتي څانګه چې د پاتریا په نوم یادېده غېرې فعاله شوه، د ۱۹۰۱م کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له لوري د کیوبا د يو ځای کېدو الحاقي سند په سنا کې تصویب شو، د همدې کال د مارچ په میاشت کې يې د کیوبا د پلاوي مشر( دومینګو منذر کاپوته) ته يې رسمي اعلان وکړ چې د امریکا قانون وروسته له دې د کیوبا قانون هم دی چې د ۲۷ څخه د ۱۶ رایو په اخیستو سره تصویب شو، په 1902 م کال کې د می په ۲۰مه نېټه کیوبا د پاریس د تړون له مخې د امریکا څخه ازادي واخیسته خو د کیوبا حکومت د امریکا استعمار ونه مانه او دا يې رسمي خبر خپور کړ چې مونږ د هسپانيې څخه ازادي تر لاسه کړې ده، په کيوبا کې یو داسې دولت رامنځ ته شو چې نظامي چارواکو او فساد پکې ريښې کړې وې، د امریکا ځانګړی استازی جنرال اناچ کراودر د ۱۹۲۰م کال په پای کې د مداخلې په موخه کیوبا ته لاړ او هلته يې د نویو ټاکنو نسخه وړاندې کړه کومه يې چې د خپلو اصولو له مخې ترتیب کړې وه، کراودر دومره زیرک انسان وو چې په دويېمې نړېوالې جګړې کې د امریکا د نظامي مداخلې پر مهال يې ډېر لوی لوی مسؤليتونه درلودل، د کورنیو چارو نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر وو، دده په ژوند کې داسې لږه شېبه هم نشته چې ده دې د خپل هېواد د ګټو په اړه پکې فکر نه وي کړی، دا جنرال په ۱۹۲۲م کال په کیوبا کې د امریکا د سفیر په توګه مقرر شو، راپورونه او محرم مسايل به يې واشنګټن ته لېږدول، لږه موده وروسته يې په ۱۹۳۳م کال کې د کیوبا د سربازانو ګروپونه او ډلې جوړې کړې چې په مټ يې په کیوبا کې د حکومت پر ضد امریکايي پلوه فولخسیو باتیستا چې یو نظامي دیکتاتور وو، کودتا وکړه، خپله يې نظامي چارې سمبال کړې او د ګرايو سان مارتین په مشرۍ يې حکومت جوړ کړ، همدې حکومت وروسته داسې قوانین وضع کړل چې د امریکا پکې ورسره خوښه نه وه، هماغه وو چې امریکا دا حکومت په رسميت ونه پېژانده، دې حکومت سل ورځې دوام وکړ، فولخسیو باتیستا بیا د امریکا د سفیر جیفرسن کافري په ملاتړ په ۱۹۳۴م کال کې کودتا وکړه او کارلوس منډيتا يې واک ته ورساوه، په همدې کال د امریکا سره د کیوبا د الحاق تړون هم لغوه شو، په ۱۹۵۲م کال کې د باتیستا له لوري یو ځل بیا کودتا وشوه او ډېر وحشیانه کارونه يې وکړل چې کیوبایانو په ژوند کې نه وو ليدلي، همدې وحشتونو په دښتو او غرونو کې فيډل کاسټرو مبارزې ته اړ ویست، هغه په ۱۹۵۹م کال د مارچ په ۱۷مه نېټه په باتیستا کودتا وکړه او د خپلو مامبي لښکرو سره د کیوبا مشهور ښار سانتیاګو ته ننوت، په دې کودتا کې د کاسټرو سره چي ګوارا ډېره مرسته وکړه، چي ګوارا څوک وو؟
( ارنستو چه ګوارا چې اصلي د ارجنټاین په روزرایو ښار کې زېږېدلی وو، هغه د طب پوهنځي څخه فارغ شو، امپریالیستي او د پانګوال نظام ضد نظریات يې درلودل، په 1954م کال يې په جنوبي امریکا کې پروت هېواد ګواتیمالا کې د جاکوب ارینز حکومت څخه دفاع وکړه، دا نظام د امریکا لخوا ړنګ شو، چي ګوارا مکزیک ته وتښتېد، لږ وخت وروسته په کیوبا کې د فيډل کاسټرو سره یو ځای شو، پدې وخت کې کاسټرو په کیوبا کې د ازادۍ لپاره جګړه کوله، په 1956م کې يې د کیوبا د حکومت پر ضد په چریکي او وړو کښتیو څخه په ګټنې سمندري غلچکي بريدونه پېل کړل او ځان يې د طبي ډاکټر تر څنګ یو ښه نظامي قومندان هم ثابت کړ، په کیوبا کې يې د باتیستا د حکومت په پرزولو کې د کاسټرو سره مرسته وکړه، بیا په کیوبا کې د کارګارانو او دهقانانو د مشرانو څخه وګڼل شو، په کيوبا کې يې په مهمو دولتي څوکیو کار وکړ، د کیوبا د مرکزي بانک مشر وو، د صنایعو وزارت وزیر شو بیا يې په نړېوالو سازمانونو کې د ګډون تر څنګ د کیوبا د خلکو له حقوقو څخه په کلکه دفاع پېل کړه، په غونډو کې به يې ويل استعمار مخ په ماتې روان دی، د 1965م کال په لومړیو کې يې کیوبا پرېښوده او کانګو ته يې ځان ورساوه، د امریکا پر ضد د مبارزې په موخه نورو هېوادونو ته هم لاړ، لنډه دا چې د 1967م کال د اکتوبر په اوومه نېټه د امریکا د څارګرې ادارې له لوري د نظامي عملیاتو په ترڅ کې لومړی ونیول شو او بیا ووژل شو، نوموړی په نړۍ کې د یو انسان دوسته نړېوال شخصیت په توګه پېژندل کيږي، همدا علت دی چې په نړۍ کې بېلابېل سوداګريز مارکونه، د لوېديځ مشهورې سینماګانې او بنسټونه ددې په نامه جوړ شوي دي.
امریکا د کاسټرو د حکومت پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکړ، د يو پرېکړه لیک په صادرولو سره يې په کیوبا بهرنۍ مرستې ودرولې، د ۱۹۶۰م کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د امریکا د وخت ولسمشر دوایت ډيويډ ایزنهاور یوه پټه توطيه جوړه کړه تر څو د کیوبا انقلاب ناکام کړي، خپلو هڅو ته يې دوام ورکړ او د ډومینیکن جمهوریت په سان خوسه نومي ښار کې د امریکا د لويې وچې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه مشورتي غونډه کې يې په کیوبا کې د انزوا جوړولو طرحه وړاندې کړه، د ۱۹۶۱م کال د جنورۍ په ۳مه نېټه امریکا د کیوبا سره خپلې ډېپلوماټيکې اړيکې په يو اړخیزه توګه ودرولې، همدا وخت وو چې شوروي خپل هستوي راکټونه په کیوبا کې ځای پر ځای کړل، په همدې کال کې جان اف کنيډي د امریکا ولسمشر شو او سمدستي يې د کیوبا پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړ، د مانګوستا په نوم يې یوه طرحه جوړه کړه تر څو د پټو او څارګرو ادارو د معلوماتو په رڼا کې د کیوبا رهبران ترور او په کیوبا کې نېغه نظامي مداخله وکړي، د کیوبا په پلايا لارګا او پلایا ګېرون په سیمو يې بريدونه وکړل خو د سخت مقاومت څخه وروسته امریکا په لوېديځه نيمه کره کې ماتې وخوړه چې دا د دوۍ لومړۍ ترخه تجربه وه، کیوبا د شوروي په غوښتنه انګولا ته نظامي ځواکونه واستول، په دې وخت کې د شوروي سره د افغانستان د لومړي وزیر سردار محمد داود خان اړيکې خرابې شوې وې نو په 1961م د سپټمبر په لومړۍ نېټه د محمد داود خان په مشرۍ افغاني پلاوی د یوګوسلاویا پلازمېنې بیلګراد ته د ناپېلو هېوادونو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه لاړ، محمد داود خان ددې سازمان څخه د کیوبا د ویستلو غوښتنه وکړه خو د هند لومړي وزیر وويل چې دا د افغانستان صلاحیت نه دی چې کیوبا ددې سازمان د غړيتوب څخه وباسي ځکه دا یو غیر نظامي سازمان دی او خپلې کړنلارې ته ژمن دی، د ناپيلو هېوادونو سازمان په 1949م کال کې د اسيایي هېوادونو په نوښت جوړ شو، لومړنۍ غونډه يې په نوي ډيلي کې وه، پدې غونډه کې د هالنډ او اندونیزیا په روانه جګړه بحث وشو او هالنډ يې پړ وباله، افغانستان او کیوبا هم ددې سازمان غړي وو ، تمه وه چې ددې سازمان یوه غونډه په کابل کې د سید وحید عبدالله په مشرۍ دايره شوی وای خو د ثور د انقلاب له امله دا غونډه وځنډېده، په ۱۹۶۲م کال له یو پلوه د امریکا بريدونه زیات شول او له بل پلوه يې کیوبا د امریکايي هېوادونو د سازمان څخه وویسته، په اکتوبر کې يې د کیوبا پر ضد د جګړې اعلامیه خپره کړه چې په دې ترتیب د کیوبا بحران پېل شواو نړۍ د هستوي جګړې په وېره کې شوه.
په کیوبا کې د بې ثباتۍ د هڅو تر څنګ امریکا په 1965 م کې قانون تصویب کړ چې له مخې يې کیوبایان کولی شي چې په عاجله توګه د امریکا تابعیت ترلاسه کړي، د همدې قانون تصویب غيرې قانوني مهاجرتونو ته لاره هواره کړه، سلګونه خلک د فلوريډا په تنګي کې مړه شول، وروسته دا قانون د کیوبا لخوا د قتل قانون وګڼل شو، په 1981م کې رونالډ ریګن د امریکا ولسمشر شو، پدې وخت کې د کیوبا پر ضد رواني جګړې نور هم زور واخيست چې د نظامي بريد خطر يې زیات کړ، 1989 کې د کیوبا په وړاندې بنديزونو ته زور ورکړل شو، دا هېواد په 1990م کال کې هاغه مهال د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو چې شوروي د ۴څخه 6 ميلیارده ډالرو پورې کلنۍ مرستې ودرولې، په دې دوره کې د امریکا له لوري د بشري حقونو ډلې او د کیوبا انقلاب ضد ګروپونه د مبارزې لپاره منظم شول او هم يې ورته مالي مرستې پېل کړې، تر 1996م پورې دې ځورونو او زیاتي دوام پېدا کړ، پدې وخت کې بنديزونو زور واخیست.
د امریکا د تخریبي سیاستونو په پاېله کې کیوبا ډېر اقتصادي زیانونه وګالل د همدي امله يې د امریکا څخه شکایت وکړ او د 121 ميلیونه ډالرو د تاوان غوښتنه وکړه، د 2002م کال د سرشمېرنې له مخې 1.2 ميلیونه کیوبايي اتباع چې د ټول نفوس ٪10 سلنه کيږي، امریکا ته مهاجر شوي دي، دوۍ اکثره د سمندرونو له لارې په کوچنيو کښتیو کې د ډېرو خطرونو له ګاللو سره تللي دي.
د 2006م کال د جنورۍ په 31 مه نېټه فیډل کاسټرو د جراحي عملیات له امله دنده د کیوبا لومړي وزیر او خپل کشر ورور راول کاسټرو ته وسپارله او د 2008م کال د فبروۍ په 24 مه نېټه راول کاسټرو د ولسمشر په توګه وټاکل شو، وعده يې وکړه چې د کیوبا په وړاندې شته ستونزې به حل کړي، په 2009م کې يې د فيډل کاسټرو د وخت ځنې لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل او په کورني سیاست کې يې بدلون راوست، همدا راز بارک اوباما هم په خپلو ټاکنيزو سیالیو کې وعده کړې وه چې د کیوبا سره به په اړیکو بیا کتنه کوي، په 2014م کې يې اعلان وکړ چې د کیوبا سره د څو لسيزو زړو سیاست چې د امریکا د ګټو په ترلاسه کولو کې ناکام شوی، پای ته رسوي، رښتیا هم چې ددې اړيکو دا نوی فصل پرانستل شو خو د نړېوالو د غبرګون سره هم مخ شو، همدا غبرګون ددې څرګندونه کوي چې امریکا په خپلو شومو اهدافو کې ناکامه شوه.
موقعیت:
دا هېواد د شمالي انتلانتیک اقیانوس او کارايب سمندر تر منځ په منځنۍ امریکا کې پروت دی، پلازمېنه يې د هاوانا ښار دی، د 15 ولایتونو څخه تشکیل شوی دی، سربېره پر دې یوه ښاروالي هم لري، مهم ولایتونه يې آرټيميسا، کماګوايي، سيګو ډي اويلا، ګرانما، ګوانتانامو، هولګوین، سینفویګوس، لاهبانا، سانټياګو ډي کیوبا، ويلیا کلارا او داسې نور دي، مساحت يې 110،860 کيلو متر مربع دی چې 1،040 کیلو متر مربع ځمکه يې اوبو نيولې ده، 28،5 کيلو متر مربع ځمکه کې يې چې د ګوانتانامو په نوم یاديږي امریکايي سمندري ځواکونه پراته دي، دا سيمه امریکا ته په اجاره ورکړل شوي ده خو د کیوبا یوه برخه ګڼل کيږي چې د همدې امله یوازې د امریکا سره ځمکنی سرحد لري مګر 3،735 کيلو متر مربع د اوبو سرحد هم ورسره لري، ګرمه، مرطوبه او منځنۍ هوا لري، د نومبر څخه تر اپریل پورې پکې هوا وچه وي خو د می څخه تر اکتوبر پورې پکې هوا باراني وي، ځمکه يې هواره او د کښت وړ ده، نا همواره غونډۍ هم لري او په جنوبي لويديځ کې يې غرونه هم پراته دي، لوړه برخه يې د پيکو ټرکواینو په نوم یاديږي چې د بحر څخه 2،005 متره لوړه ده، طبعي زېرمې يې کوبالټ، نېکل، اوسپنه، کروم، مس، مالګه، د کښتيو جوړولو لرګي، سليکا، پترول او زراعتي ځمکې څخه عبارت دي، د 2015م کال د جولاي میاشتې د سرشمېرنې له مخې يې نفوس 11،031،433 تنه دی، ٪99،8 سلنه خلکو يې زده کړې کړي دي، د 2012م د معلوماتو په اساس ٪64،1 يې سپين پوستي، ٪26،6 يې هسپانوي سور پوستي او ٪9،3 يې تور پوستي دي، رسمي ژبه يې هسپانوي ده، ٪85 يې هسې په نامه د کاتولیک مذهب پېروان دي او نور پاتې يې د یهودو، سانټيرا او جهواه مذهبونو پورې اړه لري،٪77،1 نفوس يې په ښارونو کې اوسيږي، تر ټولو ډېر پر نفوسه ښار يې پلازمېنه هاوانا ده چې ٪2،137 سلنه خلک پکې اوسيږي، دا هېواد لکه د افغانستان په شان د درې ګونو قواو په تفکیک سره خپلې چارې پر مخ وړي.
اجرائيه قوه:
سیاسي نظام يې درې بېلابېلې برخې لري، د دولت مشر خپله جنرال راول کاسټرو دی چې د کابينې د غونډې مشري هم کوي، د حکومت مشري هم ولسمشر کوي او دوه مرستیالان يې چارې اداره کوي، د کابینې وزیران د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي او بیا د ملي کانګرس له لوري د باور رایه ورکول کيږي، ځنې وخت ملي کانګرس کولی شي چې د کابينې غړي خپله وټاکي او هم د تاييد رایه ورکړي، ولسمشر او دواړه مرستیالانو ته يې مقننه قوه رایه ورکوي چې په 2008م کال کې راول کاسټرو او د هغې مرسیتیالانو ٪100 رایه تر لاسه کړه چې دا ډول سلنه رايې وړل په ډيکټاټوري حکومتونو کې معمول دی لکه په مصر کې چې په قانوني ولسمشر محمد مرسي یو نظامي جنرال عبدالفتاح السیسی کودتا وکړه او د ولس سره په اخ و ډب کې کېوت خو په ټولپوښتنه کې يې 99 سلنه رايې خپلې کړې.
مقننه قوه:
د کیوبا پارلمان یو اطاقه پارلمان دی یعنې یوازې ولسي جرګه لري او د مشرانو جرګه يې نشته، ولسي جرګه يې 614 غړي لري چې د پنځه کالو لپاره د خلکو لخوا ټاکل کيږي، د دوۍ لپاره دوه ځلې ټاکنې کيږي، لومړی باید یو نوماند په ضمني ټاکنو کې اکثریت رايې تر لاسه کړي او بیا په دویم دور ټاکنو کې ګډون وکړي خو که په لومړنیو ټاکنو کې څوک ٪50 رايې تر لاسه نکړي نو دویم دور ټاکنو ته لاره نشي پېدا کولی.
وروستۍ ټاکنې د 2013م کال د فبرورۍ په درېيمه نېټه وشوې، راتلونکې ټاکنې به په 2018م کال کې وي، په کیوبا کې یوازې کمونیست ګوند قانوني بڼه لري او نور ګوندونه په ټاکنو کې برخه نشي اخیستی، په کیوبا کې د کمونیست ګوند پرته نور ګوندونه نشته خو د فشار ګروپونو تر نامه لاندې ځنې ټولنې فعالې دي لکه د کیوبا د بیا روغې جوړې د بشري حقونو کمیسیون، د سپين پوستو ښځو ټولنه، د کوچنيو دهقانانو ملي کمیسیون، د کیوبا د وطن پرستو اتحادیه او ځنې نورې سیاسي ټولنې. همدا لامل دی چې د کانګرس ټول غړي همدې ګوند پورې تړاو لري.
قضایه قوه:
کیوبا ستره محکمه لري چې د کیوبا ولسمشر، د هغې دوه مرستیالان،41 مسلکي قاضیان او د ملي اسمبلۍ د قضایي او عدلي کمیسیون ځينې وکیلان هم پکې غړيتوب لري، دا محکمه د ټول هېواد، جرمي، مدني، اداري، کارګرې اتحاديې، د دولت ضد جرایم او نظامي محکمې څاري او اداره کوي.
د قاضیانو ټاکنه يې په دې ډول ده چې مسلکي قاضیان د ملي اسمبلۍ له لوري د دوه څخه تر پينځو کلونو لپاره ټاکل کيږي، غيري مسلکي قاضیان د اړونده ادارو او ټولنو لخوا پيشنهاديږي او بیا د ښاروال یا ولایتي شورا لخوا تاييديږي چې کاري موده يې د 5 کالو لپاره وي، دوۍ په کال کې باید یوه میاشت په قضايي برخه کې خدمت وکړي او پاتې یوولس میاشتې په خپله اړونده اداره کې کار وکړي. یادونه باید وکړو چې هر ولایت خپله د استيناف محکمه هم لري چې د خلکو محکمه بلل کیږي او ولایتي قضيې حلوي.
د کیوبا اقتصاد:
پولي واحد يې پيسو دی، اقتصاد يې لکه زمونږ د هېواد په شان د سیاسي شخړو او بحرانونو قرباني شوی دی، دا هېواد هڅه کوي چې په خپل سوسیالیستي اقتصادي نظام کې ځنې بدلونونه راولي او سوداګريزې چارې کنترول کړي، د 2011م کال د اپريل په میاشت کې د کیوبا کمونیست ګوند په لومړي ځل ديارلس کاله وروسته يوه اقتصادي غونډه راوغوښته او په پراخه کچه يې د اقتصادي بدلونونو په اړه یو پلان باندې هوکړه وکړه، له هماغه راهیسې د کیوبا حکومت په کراره خو زیات اصلاحات په اقتصادي برخه کې راوړل، خپلو خلکو ته يې د برقي ماشین الاتو، ګرځنده ټېلفونونو، په هوټلونو کې د اوسېدلو، د استعمال شوو موټرو د پېر او پلور اجازه ورکړه، د حکومت لخوا دولتي سکتور کې د دندو د اجراء کولو څخه پرته شخصي کاروبار ته هم ددې اقتصادي اصلاحاتو په پروسه کې ځای ورکړل شو، همدا ډول افرادو ته د عمده توکو د پلور او خدماتو اجازه هم ورکړل شوه، اوس يو تن کولی شي چې خپل سوداګريز شرکت ولري او خپله يې مشري وکړي، نږدې 476،000 کیوبایان ثبت شوي چې همدا اوس په شخصي عمده کاروبار بوخت دي، په دې وروستيو کې حتی شخصي مالکیت او د نویو موټرو پېر او پلور لپاره پانګونې ته هم پرمټونه ورکړل شوي دي، د شخصي ځمکو خاوندانو او دهقانانو ته هم ددې اجازه ورکړل شوې ده تر څو خپل زراعتي محصولات په هوټلونو په خپله وپلوري او هم يې غیر زراعتي شرکتونو جوړولو ته اجازه ورکړې ده، د بهرنیو سوداګرو لخوا د پانګونې لپاره يې نوی قانون تصویب کړ، په ماریل نومي بندر کې يې د ځانګړې پراختیا زون د جوړولو چارې پېل کړي دي، خو یوه بده يې داده چې د کیوبایانو د ژوند کچه هماغه شان د شوروي د ماتې څخه مخکې او د 1990 نویمو کلونو په څېر ډېره ټيټه ده ځکه خو ځنې کیوبایان انساني قاچاق، نشه يي توکو قاچاق او د وطن څخه فرار ته مخه کوي، د 2000م کال په وروستیو کې وینزیویلا په یو ځانګړي کارخانه کې د تېلو تولید پېل کړ چې نږدې 160،000 بیرله تېل به يې د ورځې توليدول، کیوبا هم پکې پانګونه وکړه، کیوبایي کارګران پکې په کار بوخت شول، پدې کارګرانو کې دیرش زره روغتیايي مسلکي متخصیصین هم شامل وو، په هر حال په 2013م کال کې د وینزیویلا په اقتصادي بحران کې کیوبا ته د تېلو په صادرولو کې په تخميني ډول ٪24 کموالی راغی چې دې کمښت تر 2014م کال پورې دوام وکړ.
د کیوبا کورنی نا خالص تولید یا Gross Domestic Product په 2014م کال کې 128،5 میلیارده ډالر وو چې د تېر په پرتله يې ٪1،3 سلنه رشد کړی دی، په دې کې ٪2،4 يې د ټکس او لګښتونو څخه لاس ته راځي، د نړۍ د هېوادونو په پرتله يې په همدې کال کې ٪21،3 سلنه زیاتوالی موندلی، د یادونې وړ ده چې کیوبا دا کورنی نا خالص تولید د صنعت، زراعت او خدماتو څخه ترلاسه کوي.
زراعتی تولیدات يې د ګني، تمباکو، میوې، قهوې، وریجو، کچالو، لوبیا، د خوګ، غواګانو او پسونو څخه لاس ته راځي.
صنعتي تولیدات يې خام تېل، پترول، نېکل، کوبالت، د دارو درملو ماشین الات، تمباکو، ساختماني مواد، فولاد، سيمټ او زراعتی ماشین الاتو جوړولو څخه عبارت دي چې په 2014م کال کې يې ٪4،6 رشد کړی دی. له بل پلوه په کیوبا کې 5،092 میلیونه بشري قوه موجوده ده چې د رسمي شمېر له مخې ٪72،3 سلنه يې په دولتي او پاتې ٪27،7 يې په غير دولتي سکتور کې په کار بوخت دي، ددې ډلې څخه يې ٪18 په زراعت، ٪10 په صنعت او ٪72 سلنه يې په خدماتو کې کار کوي، د بې کارۍ کچه تېر کال په رسمي توګه ٪3،6 ښودل شوې ده خو کېدای شي چې غیر رسمي شمېرې دوه چنده زیاتې وي ځکه د بیکارۍ کچه په عملي توګه ډېره ده خو بیا هم د فقر لاندې خلک نه لري.
دوه کاله وړاندې يې ګمرکي عواید 1،879 میلیارده ډالر وو، د صنعتي او زراعتي تولیداتو ٪16 کاناډا ته، ٪15،2 چين ته، ٪14،2 وینزویلا ته، ٪7،5 هسپانیا ته او ٪5،6 هالنډ ته صادريږي. ددې نه علاوه د برازیل، کاناډا، چين، هسپانیا او وینزویلا څخه هم خواړه، ماشینونه، تیار جوړ شوي بیلابیل وسایل او کیمیاوي مواد واردوي.
پدې هېواد کې لا تر اوسه کومه بهرنۍ پانګونه نه ده شوي ځکه چې په کیوبا کې پخوا دا ډول پانګونې ته اجازه نه وه خو اوس پدې اړه نوي قوانین تصویب شوي دي چې بهرنۍ پانګونې ته اجازه ورکړل شوې ده، برسیره پر دې کیوبا په بهرنیو هېوادونو کې 4،138 میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
انرژي:
پدې هېواد کې د برېښنا کلنی تولید 19،14 میلیارده ډالر دی خو لګښت یې بیا نسبت تولید ته کم دی یعنې د 16،2 میلیارده ډالرو په ارزښت برېښنا مصرفوي چې د بېلابېلو سرچنیو څخه يې تولیدوي، پاتې برېښنا نورو هېوادونو ته نه واردوي.
په یوه ورځ کې د 50،500 بیرلو په شاوخوا کې خام تېل د تېلو مارکيټ ته را وباسي او هم يې نورو هېوادونو ته صادروي، ددې تر څنګ د نورو هېوادونو څخه هم تېل واردوي چې بیا يې د خپل هېواد د توليد شوو تېلو سره يو ځای په مارکيټ کې پلور ته وړاندې کوي، ددې تر څنګ په ورځ کې د 106،300 بیرل تصفیه شوي پترول هم توليدوي او هم يې نورو هېوادونو ته لېږي، ددې نه پرته یونیم میلیارد متر معکب طبعي ګاز هم توليدوي.
الیکترونیکي اړيکې:
لومړی به په کیوبا کې په ټېلیفوني اړیکو یو څه وغږېږو، په ټېلېفوني اړیکو باندې په 1994م کال کې په پراخه پېمانه پانګونه پېل شوه، بیا وروسته په 2000م کال کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ او اړيکو وزارت رامنځ ته شو چې ددې سيسټم په پرمختګ کې يې ډېره مرسته وکړه، د fiber-optic سيسټم يې پرمختللی کړ، دې سيسټم کیوبا د جامیکا او وینزویلا سره نښلولې ده خو د امریکا سره کوم نيټ ورک نه لري، دا سیسټم د ځمکې او بحري لاندې تېر شوی دی، ددې سیسټم پنځه نوي سلنه سویچونه د 2006م کال پورې ډيجيټل شول، د ګرځنده ټېليفونونو شبکو مصارف ډېر لوړ دي چې د هغې لپاره بېلې پيسې باید ورکړل شي، په 2011م کال کې 1،3 میلیونه کیوبایانو موبایل ټيلېفونونه درلودل، دولتي شبکو په موبایلونو کې د ایمیل خدمتونه وړاندې کړل، په ټوله جزیره کې يې د انټرنيټ لاینونه وغزول او د انټرنيټ مرکزونه يې جوړ کړل خو خلک د انټرنيټ نه شکایت لري چې فیسونه يې لوړ او سرعت يې ډېر لږ دی خو بیا هم ٪27،5 سلنه خلک يې استعمالوي، عام خلک نشي کولی چې په خپل سر کمپيوټر واخلي او یا انټرنيټ ته لاسرسی پېدا کړي بلکې لومړی باید ددې د پېرلو اجازه لیک ولري خو بهرنیان کولی شي چې په لویو هوټلونو کې پرته د اجازه لیک څخه انټرنيټ نه استفاده وکړي، په تور مارکيټ کې ځنې کیوبایان د انټرنيټ غیری قانوني پاسورډونه خرڅوي چې په دې سره د حکومت له لوري کنټرولېدونکي انټرنيټ څخه ګټه اخیستلای شي، پخواني لیني ټېلېفونونه اوس په سلو کې لس نفر کاروي خو په عین وخت کې د موبایل استعمالونکي ډير شوي دي.
رسنۍ:
حکومت ټولې رسنۍ کنترول او سانسوروي، د شخصي او برېښنايي رسنیو خاوندان هم څاري او د ډېرو مسایلو څخه يې منع کوي، د کیوبا حکومت څلور ملي او نور ډېر داخلي تلویزونونه لري، شپږ ملي راډيوګانې او نړیوال چينلونه هم لري، د مارټي په نوم تلویزون او راډيو د امریکا څخه خپرونې کوي.
ټرانسپورټ:
کیوبا ښاري موټرونه، ريل ګاډي او هم په بحرونو کې د تګ راتګ لارې لري، د سفرونو لپاره کرايي کښتۍ لري، په هوايي ډګرونو او بحري ساحلونو کې لوی لوی ټرمینلونه لري چې مشهور يې د هاوانا، ماریل او مټنزاس په نوم ياديږي.
نظامي ځواکونه:
دا هېواد انقلابي وسله وال ځواک، ځمکني انقلابي ځواک، بحري انقلابي ځواک، هوايي انقلابي ځواک، هوايي دفاعي ځواک، د ځوانانو کارګرو وسله والو ځواکونو په نوم بېلابېل او د هرې برخې لپاره ځانګړي اردو لري، پدې ځواکونو کې د شاملېدو لپاره د 17 – 28 کلنۍ پورې عمر اجباري دی، دوه کاله پکې خدمت کول الزامي دي، نر او ښځې دواړه کولی شي چې په دې برخه کې خدمت وکړي، نږدې 72،823 نارینه او 69،108 ښځينه چې ټول ټال 1،413،31 تنه کېږي، په اردو کې خدمت کوي او په لکونو نور د خدمت دورې ته انتظار باسي، په کیوبا کې نظامي خدمت په ټولو وګړو اجباري دی چې پخوا دا ډول عسکري نظام په افغانستان کې هم وو.
کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو نو د کیوبا د فوج اقتصادي حالت مخ په زوړ روان شو، د شوروي له لوري ورسره اقتصادي او لوژيستيکي مرستې ودرېدې چې د کیوبا په تجهیزاتو يې تاثیر وکړ ځکه پخوا د ۴ـ۶ ميلیاردو ډالرو پوري لګښت روسانو ورکاوه خو سره ددې ستونزو بیا هم د کیوبا اردو هماغه شان مسلکي او په تمریناتي لحاظ ځواکمنه پاتې شوه، خو بیا هم بدیلو ځایونو او د پوره وسایلو نشتون په دوی تاثیر کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په ګوانتانامو کې امریکا یو ډېر بدنام زندان لري چې د امریکايي سمندري ځواکونو له لوري ساتل کیږي، دا سیمه امریکا ته د یو هوکړه لیک په اساس په اجاره ورکړل شوې ده چې یوازې همدا هوکړه لیک کولی شي دا سیمه د امریکایانو له منګولو وژغوري.
د انسانانو قاچاق:
امریکا ته د غېر قانوني مهاجرو تګ او د انسانانو قاچاق د امریکا د جنوبي سرحد او هوايي پروازونو له لارې ستونزې رامنځ ته کړې، په 2014م کال کې د امریکا سمندري ځواکونو 2111 تنه کیوبايي مهاجر ونیول او بېرته يې کيوبا ته ستانه کړل چې دا د 2008م کال راهیسې لوی شمېر مهاجر وو، د 2014م کال راهیسي تر اوسه 24289 تنه کیوبایان امریکا ته مهاجر شوي دي، امریکایايي امنيتي چارواکي وايي چې کیوبایان د غيري قانوني مهاجرو په توګه جزېرې ته ننوزي او هڅه کوي تر څو امریکا ته داخل شي، ځنې وخت د امریکا جعلي ويزې جوړوي او امریکا ته ځان رسوي، د امریکا د رسمي ادارو د وینا له مخې د جنسي تېریو په موخه هم انسانان کیوبا څخه قاچاق کيږي خو که وګورو دا ټولې شخړې د امریکا د 1965م کال د مهاجرو قانون څخه سرچينه اخلي، هاغه مهال يې د کیوبا پر ضد ترې د ډال کار واخیست خو اوس ددې سيمې خلک په اسانۍ سره د امریکا تابعیت نه شي ترلاسه کولی بلکې د نورو عامو مهاجرو په څېر ورسره چلند کيږي.